لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ ​ ‎بنو:هدفي برید کې پولیس عسکر وژل شوی، د ایف سي تښتول شوي عسکر اؤ د بېنک ساتونکي راخوشې کړل شوي


د منډان تاڼې چارواکو په وینا، هیډ کانسټېبل الله یار چې په سټي تاڼه کې له دندې ترسره کولو وروسته کور ته ستون شوی و، د کور مخې ته نامعلومو ترهګرو ډزې پرې کړي او هغه په ځای وژل شوی
د منډان تاڼې چارواکو په وینا، هیډ کانسټېبل الله یار چې په سټي تاڼه کې له دندې ترسره کولو وروسته کور ته ستون شوی و، د کور مخې ته نامعلومو ترهګرو ډزې پرې کړي او هغه په ځای وژل شوی

د خېبر پختونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د ترهګرۍ یوه بله پېښه شوې چې پکې د پولیسو یو عسکر وژل شوی.

د سیمې د چارواکو په وینا، د ډیره اسماعیل خان او ټانک سیمو څخه تښتول شوي د ایف سي ځواک درې عسکر او د بانکونو پیسې وړونکو ګاډو څلور شخصي ساتونکي د جرګې له لارې خوشي کړل شوي دي.

‎د پولیس عسکر د وژل کېدو په اړه د بنو پولیس وایي چې د پولیس عسکر د اتوار په ماښام د منډان تاڼې په حدودو کې د صابوخېل په سیمه کې په حمله کې ووژل شو.

‎د منډان تاڼې چارواکو په وینا، هیډ کانسټېبل الله یار چې په سټي تاڼه کې له دندې ترسره کولو وروسته کور ته ستون شوی و، د کور مخې ته نامعلومو ترهګرو ډزې پرې کړي او هغه په ځای وژل شوی.

‎د پولیس چارواکو په وینا، دا یوه ترهګریزه پېښه ده، او مقدمه یې د ترهګرۍ د مادو لاندې درج شوې ده.

‎د وژل شوي پولیس اهلکار الله یار جنازه د بنو پولیس لائن کې د سرکاري اعزاز سره ترسره شوه، چې پکې د انتظامي او پولیس افسرانو ترڅنګ د علاقې منتخب استازو هم ګډون وکړ.

وروسته، د بنو ډویژن د پولیس مشر شاهد عمران د دې پېښې په اړه د غچ اخستو ژمنه وکړه او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ککړ کسان به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په بنو کې د جولایې میاشتې په وروستیو کې د امن لپاره احتجاجي پرلت ترسره شوی و، چې د حکومت لخوا د پرلتوالو له غوښتنو منل کېډو وروسته دغه احتجاجي پرلت ختم کړل شوی ؤ.

د بنو ولسي پاڅون کمیټې یو غړی جمشېد خان، وايي، داسې ښکاري چې د دوی غوښتنو ته په عمل کې ځای نه ورکول کیږي، او دوی بیا د احتجاج پلان بی جوړوي.

هغه زیاتوي چې د سیمې ناامني دوام لري، عام ولس د چاپو پرمهال ځورول کیږي، او حکومت پلوه وسله وال د تورو شیشو په ګاډو کې ګزمې کوي، چې دا د امن تړون څخه سرغړونه ده.

بل لوري ته، د ټانک او ډېره اسماعیل خان سیمو نه تښتول شوي درې د ایف سي ځواک عسکر او د بانکونو پیسې وړونکو ګاډو څلور ساتونکي د جرګې په منځګړیتوب خوشي شوي دي.

حکومتي چارواکي، چې خپل شناخت یې نه دی څرګند کړی، ډیوه ته ویلي چې د ټانک ضلعې او بیټني امن جرګې ته پوره اختیار ورکړل شوی و، او د هغوی پرېکړې به عملي کیږي.

د جرګې مشر مولانا نقیب الله بیټني ویلي، تښتول شوي کسان حکومت ته سپارل شوي دي، او دا پرېکړه د حکومت او وسله والو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترسره شوې ده خو هغه دا څرګنده نه کړه چې دا کسان په کومو شرایطو خوشې شوي دي.

حکومتي چارواکو د دې کسانو د خوشي کیدو پخلی کړی دی.

د ایف سي دا عسکر اؤ د بانک د پېسو وړونکو ګاډو ساتونکي په جولای میاشت کې تښتول شوي وو، او د خپلوانو لخوا یې د خوشي کیدو غوښتنې هم شوې وې.

تیره ورځ د دوی خپلو خپلوانو په ډیره اسماعیل خان کې د وزیراعلا علي امین ګنډپور د کور مخې ته احتحاجي مظاهره هم کړې وه چې پکې د دغه کسانو د خوشي کولو غوښتنه شوې وه.

دوی دا احتجاجي مظاهره وروسته له هغې کړې چې د پاکستان پوځ ويلي، د قبايلي مشرانو او ځايي مخورو خلکو د پوځي افسر لفټننټ کرنل خالد امير او د هغه د نورو خپلوانو په راخوشي کولو کې کردار ادا کړی، اؤ تښتول شوی پوځي افسر او خپلوان یې بې د کوم شرطه په خوندي ډول کور ته ستانه شوي دي.

‎د پاکستان پوځي افسر، وروڼه او وراره یې څلور ورځې وړاندې د ډېره اسماعيل خان څخه د وسلې په زور تښتول شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG