لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو:د وسله والو برید کې پولیس حوالدار وژل شوی،ځوابي ډزو کې د دوؤ ترهګرو د وژنې دعوه هم شوې


په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې صوبه کې په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.
په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې صوبه کې په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

د خېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د وسله والو په ډزو یو پولیس حوالدار وژل شوی اؤ پولیس دعوه کوي چې برید کې ککړ دوه ترهګر یې هم په ځوابي کارروایۍ کې وژلي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر یا آي جي د دفتر نه د اتوار په ورځ د خپور شوي بیان له مخې د پولیس حوالدار د وژنې پېښه نن سهار د بنو د هوید روډ سره نزدې په کري پل سیمه کې مخې ته راغلې ده.

پولیسو وایي دغلته په موټر سایکل سورو نامعلومو ترهګرو د بنو پولیس په یو حوالدار علي بهادر ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې په هدفي برید کې وژلی دی.

پولیسو ویلي له دې پېښې وروسته په هدفي وژنه کې د ککړو ترهګرو اؤ پولیسو تر منځ په سیمه کې نښته شوې چې پکې دوه ترهګر وژل شوي دي.

پولیسو ویلي د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو روانه ده اؤ د بنو پولیسو سیمه کې د هغوي د سهولتکارانو د نیولو لپاره د لټونې عملیات پېل کړې دي.

په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې صوبه کې په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان پخپل یو بیان کې ویلي چې بنو کې وژل شوي پولیس حوالدار علي بهادر د خاورې د حفاظت لپاره قرباني ورکړې ده اؤ د خاورې او ولس په حفاظت ځان قربانوونکي د قام ریښتوني اتلان دي.

آي جې د بنو د پولیسو مړانه ستایلې اؤ ویلي یې دي چې هغوي د خپلو سرونو په بدل د ترهګرو مخه نیولې ده.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


په دې وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په هدف کولی شي.

روانه میاشت د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پخپل رپورټ کې ویلي، چې سږکال په خېبر پښتونخوا کې شوؤ 636 ترهګریزو بریدونو کې 142 پولیس عسکر اؤ 133عام وګړي وژل شوي اؤ امنیتي ځواکونو 739 ترهګر نیولي دي.

د سي ټي ډي رپورټ کې ویل شوي چې تېرکال په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 631 پېښې رامنځته شوې وې خو سږکال په دې پېښو کې یو څه اضافه ليدل شوې اؤ تر اوسه د ترهګرۍ 636 پېښې مخې ته راغلې دي.

سي ټي ډي وایي سږکال د ترهګرۍ په شوؤ پېښو کې خېبر پښتونخوا کې 6 ځانمرګي بریدونه شوي،113 باردوي توکي چاودېدلي اؤ د 355 د ډزو پېښې شوې دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې رپورټ کې ویل شوي چې دې ترهګریزو پېښو کې 142 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 214 نور ژوبل شوي اؤ همدا شان د پولیسو تر څنګ دې پېښو کې 133 عام وګړي وژل شوي اؤ 246 نور ژوبل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په صوبه کې د ترهګرو په ضد 2 زره اؤ 981 استخباراتي عملیات شوي چې پکې د 29 بې کچه مطلوبو ترهګرو په ګډون ټول 739 ترهګر نیول شوي دي.

همدا شان رپورټ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ځواک عملیاتو کې د 246 ترهګرو د وژل کېدو دعوه شوې اؤ ویل شوي چې د هغوي د ولکې څخه 849 کلو ګرامه چاودېدونکي توکي،لاسي بمونه، اووه خودکش جیکټونه اؤ 162 بیلا بېلې وسلې هم برامد شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG