لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین د روس سره د کلکې ملګرتیا ژمنه تکرار کړې


د روس صدر ولادمیرپوتین او د چین صدر ژي جېنپېنګ
د روس صدر ولادمیرپوتین او د چین صدر ژي جېنپېنګ

د چين سرکاري ميډيا ويلي صدر ژي جېنپېنګ د روس د صدر ولاډيمير پوټين سره په ټليفوني خبرو کې د روس سره په مظبوط تعلق برقرار ساتلو ټينګار کړی دی او ويلي يې دي د روس او اوکرين تر منځ شخړه د خبرو اترو د لارې د حل پلوي کوي.

د کرېملېن نه هم په خپور شوي يو بيان کې د دې پخلی شوی چې د چين صدر هم د روس د جايزو ګامونو اخستلو احساس لري چې څنګه د خپلو بنيادي حقونو او خپل امنيت ته د بهر نه ورپېښو خطرو نه دفاع وکړي.

ژي او پوټين په فيبرورۍ کې د بيجېنګ وينټر اولمپېکس په موقع د فراخه تعلق لرلو لوظنامه لاسليک کړې چې پکې دواړو خواو ژمنه کړې د دوی تعلقات به حدونه ونه لري.

ياده لوظنامه په اوکرين د روس د يرغل نه څو اوونۍ وړاندې لاسليک شوې. چين نه خو تر اوسه د روس په يرغل تنقيد کړی او نه يې لا تر اوسه دې ته روسي يرغل ويلی.

د امريکا د خارجه چارو وزارت يو وياند د چين په دريځ اعتراز وکړو او وي او ای ته يې وويل چين دعوه کوي چې بې طرفه دی خو د چلن نه يې معلومه ده چې د روس سره د نزدې تعلق ساتلو عمل يې روان دی.

وياند وويل بيجېنګ لګيا دی د روس پروپېګنډه په نړۍ کې خوروي د روس په هر نړيوال فورم کې دفاع کوي او د دې نه انکاري دی چې روس په اوکرين کې ظلم کوي بلکې وايي دا هسې جوړې شوې خبرې دي.

هغه وايي “نړۍ دا څاري چې کوم قامونه د بنيادي ازادۍ او خپلواکۍ د اصولو د پاره ودريږي او څوک د روس د وړاندې نه پلان کړل شوي او بې ځايه جنګ پټه ملګرتيا کوي”.

یادونه: د وي او ای د دې خبر دپاره څه معلومات د اېسوسي اېټېډپرېس او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG