لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان فعالان: پکار ده چې د دوحې د غونډې په اېجېنډا کې د ښځو او بشري حقونو موضوعات شامل وی


په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي دي
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي دي

‏د افغان ښځو د حقونو فعالانې وايي، د دوحې درېمه غونډه د افغان مېرمنو او د مدني ټولنې د فعالانو د ګډون پرته ترسره کېدل ښيې چې د دوحې پروسه د اصلي لارې څخه انحراف او د امنيت شورا د پرېکړې مطابق په اصلي مقاصدو او اصولو باندې نه کيږي.‏

دوی وايي د افغان ولس د ستونزو د حل لارې دپاره مهمه ده چې د ښځو او بشري حقونو ترڅنګ په هيواد کې د ټولشموله حکومت رامنځته کولو په اړه ‏بحثونه د ايجنډې برخه وګرځول شي.‏

ملګرو ملتونو تصدیق کړی، په دوحه، قطر کې د افغانستان واکمنو طالبانو سره د نړیوالو استازو په غونډه کې به د افغانستان د هغه فعالانو په اړه په ‏تشویش خبرې نه کيږي چې د شهري او د ښځو د حقونو دفاع کوي.‏

د افغان ښځو د حقونو فعالانې دا ګام د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې سره مالوميږي چې د افغانستان په تړاو د دوحې غونډه ‏د اصلي مقاصدو پرته ترسره کيږي.‏

د افغان ښځو د حقونو فعاله شينکۍ کړوخېل وايي،"داسې مالوميږي چې د دوحې پروسه د خپل اصلي لارې نه منخرف کيږي ځکه چې کومه پرېکړه ليک ‏چې امنيت شورا په 27،21 پرېکړه ليک کې فېصله وکړه هغې څخه اوړي يعنې په هغه اصلي مقاصدو او اصولو باندې دا مجلس نه دايره کېږي". ‏

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د دې خبرې په اهمیت ټینګار وکړو چې نړیواله ټولنه باید طالبانو سره ‏نېغ په نېغه خبرې شروع کړي.‏

د هغې په فکر د دې ګام په ترڅ کې د افغان مېرمنو دپاره موقعې برابرېدلی شي چې په اینده خبرو کې شرکت وکړي.‏

د سياسي چارو افغان څېړونکي د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو او د بشري حقونو دپاره د کارکوونکو ګډون مهم بولي، خو وايي که دوی ګډون ونه ‏کړي نو بيا هم نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه مالومات لري.‏

د سياسي چارو افغان څېړونکی ډاکټر شېر حسن حسن وايي، " د افغانستان د مدني فعالانو او د ښځو شرکت په دې غونډه کې ډېر ضروري وو ځکه دا په ‏دې معنا نه لري چې د افغانستان د ښځو د ستونزو يا په افغانستان کې د خلکو د بشري حقونو او مدني حقونو د پښو لاندې کېدلو نه نړيواله ټولنه خبر نه ده ‏يا په اصطلاح يواځې افغانان دي چې کولی شي په دې باندې بحث وکړي".‏

اوتونبایوا زیاته کړه، ټاکل شوې په دې غونډه کې د نشه‌ يي‌ موادو سره د مبارزې،‌ اقتصادي‌ او مالي چارو لکه د بېنکي نظام او خصوصي‌ سوداګرۍ او ‏نورو مسلو پر سر خبرې وشي.‏

د ښځو حقونو افغان فعالانې وايي، د افغان ولس د ستونزو حل راويستو دپاره مهم دي چې د هېواد موجوده وضعيت، د ښځو حقونه او ټولشموله حکومت ‏د غونډې په ايجنډا کې شامل کړل شي.‏

د افغان ښځو د حقونو فعاله شينکۍ کړوخېل وايي، " زه فکر کوم چې د ښځو نه شتون دا يوه ستره جفا د افغان مېرمنو په حق کې ده ځکه چې د اوسني ‏وضعيت هغه خراب ترين قيمت خو افغان مېرمنې او نجونه ورکوي او دا مشکل به په خپل ځای وي که چرې په دې خبرې ونشي او هم دا رنګه که چرې ‏افغانې مېرمنې په دې کې ګډون نه وې کړې مهمه ده وه چې دا موضوعات په اېجنډا کې شامل شوی وی".‏

هغې زياته کړه،"داسې موضوعات چې کېدای شي په پيلي مجلس کې باندې بحث وکړي دا خو هغه تخنيکي مسايل دي چې دوی کولی شي چې د ملګرو ‏ملتونو په هغه اصلي کمېټو کې پرې بحث وشي".‏

د افغانستان موجوده صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب به دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه د جون په 30 مه نېټه پيل کيږي، په غونډه کې به طالبان ‏هم شرکت کوي، له دې وړاندې د دوحې په تېرو دوو غونډو کې طالبانو شرکت نه وو کړی.‏

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG