په 2024 کې په بلوچستان کې دتشدد په 73 پېښو کې 43 ښځې وژل شوي په دوى کې 19 ښځې او 14 نارينه د نګ اوناموس په تور وژل شوي دي. حکومت وايي چې د دغه ډول پېښو د مخنيوى لپاره يې قانون سازي کړې ده خو په دې اړه خلک ډېر معلومات نه لري.
دښځو دحقوقو له پاره غږ پورته کوونکې غېر دولتي موسيسه عورت فاونډېشن په خپل کلیز رپورټ کې وايي په بلوجستان کې ښځه هره ذویمه ورځ وژل يا له تشدد سره مخامخ کېږي.
عورت فاونډېشن رپورټ وايي تيرو دولس مياشتو کې د دتشدد په 73 پېښو کې 43 ښځي وژل شوي چې 19 ښځي او 14 نارينه د نګ اوناموس په تور قتل شوي دي، څلور ښځو د کورنى تاوترېخوالى لکبه خپل ځان خپله وژلی.
دعورت فاونډېشن د بلوچستان غړې ياسمين مغل وايي "بلوچستان کې په تشدد کې اضافه شوي ده، هغه له دې سوبه شوي ده، په ځانګړي توګه دلته په ښځو کې د تعليم ډېره کمى ده، دښځو له پاره د روزګار زراٸع ډېرى کمى ده، لکه څومره چې د نارينه وٶ له پاره دى، دومره، دښځو له پاره نيشته ، چې زموږ کړمي حکومتى ادارې دى ، وهغو ته د ډېر کار کولو ضرورت دى."
د مدني ټولني فعالان وايي چې په ښځو د تشدد د مخنیوي په لړ کې لوى خنډ پر قانون باندي د عمل درآمد نيشتوالی او د غربت لکبله د ښځو ستونځې زياتى دي.
مدني فعالاه ثناء دراني وايي "دغربت سره مخ يو ترقۍ هم نيشته ، له بد مرغ ورځ په ورځ دتشدد پېښْى زياتېږي ، باٸد چې کمى شوي وايي ، چې کٶم قوانين جوړ شوي دى ، د کار پر ځاى باندي د ښځو دتشدد د مخنيوي له پاره تر يوه کال زياته موده وشوه د ښځو صوباؽي محتسب نه ده ګمارل شوي ، ګرد قيسونه پراته دي."
د بلوچستان حکومت وايي دلته د نګ او ناموس دتور د مخيوى لپاره قانون جوړشوی دى خو عدالتو کې دغه ډول قضې له ځند سره مخ شي.
دښځو دحقوقو له پاره غږ پورته کوونکې وايي تر ټولو لوى ستونځه داده د چې نګ ناموس وژنې د قتل په نامه باندي درج شي، چې په هغه کې ضمانت هم کېداشيّ او له عدالت څخه دباندي د جرګې په زرٸعه باندي دروغى جوړى له لاري دېيت ورکړى ، قاتل خوشى شي، خو غېرت په نامه وژنو کې بښخنې نه وي ، هرو مرو قاتل سزا کېږي.
د بلوچستان کمېشن اون دي سټېټس آف دي وي من نومې ادارې کارکوونکې سحر صلاح الدين وايي "قوانين موږ پاسولي شو، له موږ سره د ويمن پروټکشن بل دي، د ډو مسټک وايلنس بل دى، د دې تشدد د ختم کولو له پاره."
عورت فاونډېشن وايي په تيرو پينځو کالو کې په بلوچستان کې دښځو دتشدد 542 پېښو کې په دوى کې 354 تنه وژل شوي چې له دوى څخه په 303 کې 159 دغېرت په نامه قتل شوي ، 51 سړي د نګ اوناموس په تور کې وژل شوي.
دپاکستان دبشري حقوقو سازمان وايي له 2004 څخه تر 2016 پوري د غېرت په نامه باندي 1522 پېښْى را پور شوي خو حکومت دا شمېره ډېره کمه بيانوي.
مدني فعالان وايي په پاکستان کې هر کال تر زر ښځې او نجونه د غېرت په نامه وژل کېږي، دبشري حقوقو د څار اداره وايي چې دلته د ښځو تعليم ، روزګار دخاندان دخوشي پرته ودونه، د غوښتنه طلاق د نګ او ناموس د وژنو تر ټولو لوى لاعمل دي.
Forum