لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سردار احمد شکیب: کېدای شي د ټي ټي پي ځینې عناصر افغانستان کې پټ وي


په پاکستان کې د افغان طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکېب ویلي د ټي ټي پي وسله والو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه مخکې په پاکستان کې حملې کولې خو وايي کېدای شي چې د پاکستاني طالبانو ځنې عناصر په افغانستان کې پټ وي.

د طالبانو سفیر وایي که د ټي ټي پي ځینې وسله وال په افغانستان کې پټ هم وي نو ددې مانا دا نه ده چې دطالبانو حکومت یا د افغانستان خلک د هغوي ملاتړ کوي.

دا خبره نوموړي په دې وروستیو کې په بنو کې د پاکستاني ځواکونو په مرکز د شوي بريد وروسته د افغانستان ته د اسلام اباد د احتجاج په ترڅ کې کړې ده.

د بي بي سي پښتو سره مرکه کې د طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکېب ویلي، پاکستاني چارواکو ته يې ويلي چې د پاکستان په نورو سيمو کې هم حملې کيږي، خو مانا یې دا نه ده چې حمله کوونکي دې په افغانستان کې اوسېږي.

هغه ویلي "د افغانستان دريځ دا دی چې هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د نورو پرضد داسې اقدام وکړي، که چېرې داسې څوک وموندل شي چې هغوى د بل چا پرضد د افغانستان مځکه استعمالوي، مونږ ې په اړه ګام اخلو"

د پاکستان حکومت د تېرې چهارشنبې یا شورو په ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفارت مرستیال چارسمبالی د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی ؤ او په بنو کې د پاکستاني ځواکونو په مرکز په شوي برید یې ورته سخت احتجاج رېکارډ کړی و.

د جولاې په 15 مه بنو کې شوي دغه برید کې د پاکستان 8 پوځ عسکر وژل شوي وو.

کله چې په اګست کال 2021 کې طالبانو په زوره د افغانستان په اقتدار قبضه وکړه هغه مهال د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چي افغانستان د غلامۍ زنځيرونه مات کړل او د پاکستان د استخباراتي ادارې آي اېس آي پخواني مشر جنرال فېض حميد هم د کابل سفر کړی ؤ.

پاکستان کې داسې ګمان کېدو چې په افغانستان د طالبانو د واک ورسته به په پاکستان کې امنيتي وضعه ښه شي، خو څېړونکي وايي له بده مرغه داسې ونه شوه.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی مشتاق یوسفزی وي او ای ډيوه ته وایي،د کله نه چې د افغان طالبانو حکومت راغلی دی نو په خصوصي توګه د پاکستان قبایلي ضلعو کې حالات ډېر خراب شوي دي خو د هغې ترڅنګ د هېواد په جنوبي ضلعو کې هم پاکستان ته د امنييت زيات سنجیده ګواښونه راولاړ شوي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سیاسي استازي شریف شکیب ویلي ، د ټي ټي پي وسله والو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم په پاکستان کې حملې کولې او د نوموړي په وینا د هغوي ډېری کسان په پاکستان کې دي، خو ښاغلي شکېب بيا وويل، کېدای شي چې د پاکستاني طالبانو د تحريک ځني عناصر په افغانستان کې پټ وي، خو مطلب یې دا نه دی " اسلامي امارت" یا د افغانستان خلک د هغوي ملاتړ کوي یا دلته پاکستان کې ورسره مرسته کوي.

تر دې وړاندې روانه اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بېان کې ویلي وو چې د بنو بريد د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې کړی او هغوي د افغان سفیر څخه غوښتي چې د طالبانو حکومت دې په افغانستان کې ددغه ډلې خلاف اقدام وکړي.

تېره ورځ د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ هم ويلي وؤ چې پاکستان د څو میاشتو راهیسې د افغان چارواکو سره په رابطه کې دی اؤ د هغوي سره یې په پاکستان کې د بريد کونکو په اړه کره شواهد شريک کړي دي.

کارپوهان وایي د افغان طالبانو دا موقف پرځاې نه دی چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف نه کارول کیږي او یا د ټي ټي پي وسله وال هلته نشته.

د امنیتي چارو کارپوهه عبدالله خان وي او ای ډيوه ته وایي،یوازې دا نه ده چې په شانګله کې په چينايي انجينرانو شوي بريد کې افغان وګړي ککړ وو، بلکې په يو شمېر حملو کې هم افغان وګړو ګډون درلود، د هغوي مړي موندل شوي دي او پېژندګلو یې شوې ده او ټولو ته معلومه ده چې د پاکستان پولې ته څېرمه د افغانستان په سيمو کې د افغان طالبانو مقامي چارواکي تر ټولو زیات د ټي ټي پي د وسله والو ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهه ګر و ډلو لخوا د بريدونو لړۍ يو واري بيا چټک شوې چې تر اوسه په کې په سوونو امنیتي سرتيري وژل او ژوبل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG