لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ولې دوه پرله پسې گټلې لوبې په یو څو منډو وبایللې؟


د ایشیا کپ (آسیا جام) په سیالیو کې د افغانستان دوه وروستۍ لوبې ډیرې حساسې وې او دواړه یې افغانستان په ډیر کم توپیر وبایلودې.

په دواړو لوبو، په خاص ډول د افغانستان او بنگله دیش ترمنځ دویمه لوبه چې وشوه، د لوبې زیاتره زور په وروستیو آورونو کې راڅرگند شو او افغان لوبغاړو، چې په ډیر کم وخت کې یې د سیمې او نړۍ په کچه ښه نوم گټلی، په دې لوبو کې پاته راغلل او ویې نشو کړای چې خپلو پلویانو ته د بریا خوشحالي راوړي.

که څه هم د سریلانکا په وړاندې بریا، او د بنگله دیش په وړاندې د لومړۍ لوبې بریا، د افغانستان د کرکټ ټیم پیاوړتیا هم په ډاگه کړله او د پاکستان په شان تکړه او پخوانی ټیم یې هم حیران کړی و، خو له وروستیو دوو لوبو وروسته ځینو ته دا پوښتنې راولاړې شوې چې افغانستان ټیم ولې دا دوه لوبې په ډیر کم توپیر وبایلودلې، اصلي وجهه یې څه وه؟

له امریکا غږ ډیوه سره په یوې مرکې کې، د کرکټ د چارو آگاه، مشتاق رحیم، د دې ناکامیو دلایل، په څلورو برخو وویشل:

١ـ روحیاتي یا رواني فشار

٢ـ فزیکي یا بدني چمتووالی

٣ـ د سټراټیجۍ د پلي کیدو ستونزې

۴ـ تخنیک او نوې وړتیاوې

مشتاق رحیم، د کرکټ د چارو آگاه
مشتاق رحیم، د کرکټ د چارو آگاه

مشتاق رحیم وایي افغانستان چې تر اوسه په نړېوالو لوبو کې راڅرگند شوی و، نو لوبې یې یا په آسانۍ گټلې وې او یا یې هم په آسانۍ بایللې وې، «خو دا لومړی ځل دی چې پر دومره ستر سټیج، د لوی فشار او لوی معیار لوبې یې ترسره کړلې».

هغه زیاتوي چې افغان لوبغاړو ته د غټو سیالانو سره د داسې حساسو سیالیو لوبیدل چې په کې لوبه حساسو پړاوونو ته ننوځي، پر لوبغاړو رواني یا روحیاتي فشارونه سیوا کړل، نو د دې لپاره چې دغه کمزوري له منځه ولاړه شي، «په کار ده چې دوی څو څو ځله له دغسې لوبو سره مخامخ شي او ویره یې ختمه شي.»

خو د دې ترڅنگ، د ښاغلي مشتاق رحیم په وینا، افغان لوبغاړي د فزیکي اړخه هم له کمزورۍ سره مخ دي، او اکثره یې چې له دیرشو منډو زیاتې جوړې کړي، نو بدنونه یې ستړي شي، خو د هند په شان د نورو ټیمونو لوبغاړي بیا په سره گرمۍ کې د لوبې له سر نه تر پایه قریب په یو ډول انرژۍ لوبه کوي.

د سټراټیجۍ د پلي کیدو په برخه کې، مشتاق رحیم وایي چې په معمول ډول، روزونکي او کپټانان د لوبې لپاره دوه پلانونه، اې او بي، جوړوي او د اړتیا په وخت کې خپله سټراټیجي بدلوي. خو زیاتوي چې د بنگله دیش سره د افغانستان په دویمه لوبه کې د میدان او لوبې په حالاتو کې بدلونونه دومره زر مخې ته راغلل چې د میدان له بهر څخه په میدان کې دننه لوبغاړو ته د نوي پلان اخیستل ستونزمن شول.

څلورم عامل، د ښاغلي مشتاق رحیم په وینا، د افغان لوبغاړو وروسته پاتې تخنیک و. هغه وایي چې د افغانستان د ټیم لوبغاړي په شوق او ولولو لوبیږي، له کرکټ او هیواد سره مینه لري، خو د تخنیک په برخه کې خپل هغه پخوانی رفتار لري او د نورو نړیوالو پرمختللو ټیمونو د لوبغاړو په شان تخنیک نه لري.

خو له دې ټولو سره سره، د افغانستان کرکټ ټیم د ایشیا کپ په لوبو کې، په خاص ډول د پاکستان سره په سرسختې لوبې کې دا وښودله چې افغان لوبغاړي اوس باید کم ونه گڼل شي او د یو قوي او برابر ټیم په حیثیت ورسره لوبه وشي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG