لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو ځانمرګي برید او تیراه کې لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي


PAKISTAN-TERROR-UNREST
PAKISTAN-TERROR-UNREST

د پاکستان نارامه خېبر پښتونخوا صوبه کې د ګل/دوشنبې راهسې په بنو او خیبر ضلعو کې لږ تر لږه د ۱۹ پوځیانو د وژلو خبرونه تر لاسه شوې دي.

امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویبلي بنو کې د نهې/سه شنبې په ورځ ځانمرګي برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او اته نور پوځیان د خیبر ضلعې باغ-میدان مرکز کې د وسلوالو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې د دواړو پېښو په اړه تر اوسه کوم بیان ورکړی نه دی.

د دې وړاندې د پاکستان بله نا ارامه صوبه بلوچستان کې تېره هفته بلوڅ بېلتون غوښتونکو اووه پاکستاني پوځیان وژلي وو.

چارواکي وایي د بنو په مالي خیل سیمه کې د پوځ په مرکز تېره شپه د وسله والو لخوا شوي برید کې لږ تر لږه 11عسکر وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي ، په ژوبلو کې هم د دوؤ عسکرو حالت مرګونی ښودل شوی.

تېره شپه د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د مالي خېل په سیمه کې د پوځ په یو مرکز وسله والو برید کړی ؤ .

د امنیتي سرچینو له مخې وسله والو لومړی ځانمرګی برید کړی ؤ او د دې وروسته وسله وال پوځي مرکز ته ننوتلي وؤ.

د امنیتي سرچینې او ځایي خلکو د وینا له مخې، د برید په مهال دغه مرکز کې تر 30 پورې امنیتي عسکر موجود وؤ او وسله والو سره یې د شپې تر ناوخته جګړه روانه وه چې پکې جنګي هیلي کاپټر هم کارول کېدو.

ډیوه ته د امنیتي سرچینو نه ترلاسه شوي معلومات ښیي چې برید کې 11عسکر عسکر وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د عمران فاروقي،طماس ،جاوید ، باسط،امان الله ، شاه زمان،صفدر،اعجاز، اسد،حسیب اؤ عثمان په نومونو مخې ته راغلې ده.

سرچېنو ډیوه ته ویلي چې په پېښه کې پینځه عسکر سخت ژوبل شوي هم دي چې د علاج لپاره پوځي روغتون ته رسول شوي اؤ د روغتون سرچېنو د دوؤ عسکرو حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

ځېنو ازادو سرچېنو د شورو یا چهارشنبې په سهار ډیوه ته پخلی کړی چې د وژل شوؤ عسکرو شمېره 15ته رسېدلې ده.

د پاکستان پوځ لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي اؤ نه هم لا تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې برید ذمه واري قبوله کړې ده.

د افغانستان د پولې تر د څنګ قبایلي ضلعې خېبر په لرې پرته سیمه تېراه کې هم د وسله والو سره یوه نښته کې د اتوؤ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي،

د نړیوالې خبري شبکې اې ایف بي د رپورټ تر مخه دا نښتې د باغ میدان مرکز تر څنګ هغه وخت شوي چې وسله والو دغلته په یو پوځي کمپ برید وکړو.

سرکاري سرچینو ویلي چې د تېراه په نښتو کې د اتوؤ امنیتي عسکرو د وژل کېدو تر څنګ درې نور عسکر ژوبل شوي هم دي.

په دې برید کې د نهو وسله والو د وژل کېدو اطلاعات هم مخې ته راغلي دي.

په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو دا خونړي بریدونه څو ساعته وروسته له هغې شوي چې د نهې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې کې په بلوچستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو کولو منظوري ورکړل شوه.

د اېپکس کمیټۍ په غونده کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) د بیا فعالولو او په قامي او صوبایي استخباراتي همکارۍ او د ګواښونو ارزونې مرکزونو پر جوړولو هم اتفاق شوی دی.

په غونډه كې دا فيصله هم شوې چې د ترهګرۍ په ضد د مرکزي حكومت په هداياتو عمل كولو دپاره به د صوبايي اېپکس كمېټو تر څارنې لاندې ضلعي رابطه كمېټې جوړولی شي.

وزيراعظم شهبازشريف د اېپکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې وویل چې څو کاله وړاندې دوی په ترهګري قابو موندلی و خو کله نه چې ترهګري بیا زياته شوه نو نړۍ دوی ته پیغورونه ورکوي.

د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې ښاغلي شهباز شریف وویل، چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كې د ترهګرۍ له وجې خلک اندېښمن دي۔

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پېکس) د وروستي رپورټ ترمخه په اکتوبر کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو۔

د پېکس د پورټ ترمخه په مجوعي حملو کې 87 فيصده په خېبر پښتونخوا کې شوي چې 117 تنان پکې ژوند دلاسه ورکړی دی

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG