لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کرکټ بورډ لوبه کې د درغلۍ په تورونو ثابتېدو په احسان الله جنت پینځه کاله بندیز لګولی 


د افغانستان کرکټ بورډ د میچ فکسنګ یا په لوبه کې د درغلۍ د تورونو ثابتېدو په سر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په تکړه توپ وهونکي احسان الله جنت د پینځوؤ کالو لپاره بندیز لګولی دی.

پخپل یو بیان کې د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې احسان الله د کرکټ د نړیوالې شورا یا آي سي سي د درغلۍ د مخنیوي د کوډ د 2.1.1مې مادې سرغړونه کړې ده.

د لګول شوي بندیز له مخې به احسان الله جنت د کرکټ په یوه سیالۍ یا فعالیت کې هم برخه نه شي اخستی.

افغان کرکټ بورډ وایي احسان الله جنت سږکال کابل کې د ترسره شوي پریمیر لیګ د دویم پړاؤ په مهال د آي سي سي د درغلیو د مخنیوي د اصولو یا کوډ څخه سرغړونه کړې اؤ په ځان لګیدلي ټول تورونه یې منلي دي چې تر دې وروسته د پینځوؤ کالو لپاره په هغه بندیز لګول شوی،

د کرکټ بورډ د درغلیو د مخنیوي څانګې ویلي چې په دریوؤ نورو لوبغاړو هم په میچ فکسنګ کې د ککړتیا شکونه شته خو وایي په دې اړوند لا پلټنې روانې دي،

احسان الله جنت د افغانستان له لوري په 20 نړیوالو کرکټ سیالیو کې برخه اخستې ده.

هغه د کابل پریمیر لیګ 2024م په سیالیو کې د شمشاد ایګلز لوبډلې استازیتوب کړی ؤ اؤ په څلورو پاڼيو یا اننګز کې یې 72 منډې جوړې کړې وې.

شپږ ویشت کلن احسان الله جنت په کال 2022م کې د زمبابوی په ضد د ټي 20ل نړیواله سیالۍ کې هم برخه اخستې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG