لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: اسلامي نړۍ په افغانستان د سولې په اړه اجماع کونکي ده


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په "اسلامي نړۍ کې د افغانستان د سولې په هکله اجماع په چټکۍ سره د جوړېدو په حال کې ده، بین‌المللي اجماع ترلاسه شوې ده او منطقوي اجماع زما په ګومان تر ۷۰ فیصده ترلاسه شوې ده".

نوموړي ولسمشر د افغانستان د څارنۍ او همغږۍ د بورډ ۲۱م ناستې ته په وينا کې وویل، "د افغانستان په ملاتړ د بروکسل کنفرانس سره موازي په سعودي عربستان کې د اسلامي کنفرانس سازمان ناسته وشوه، او خادم حرمین شریفین او وليعهد دواړو د افغانستان د سولې په ملاتړ بې ‌سابقې مثبت پیغامونه درلودل".

هغه وويل دلته هغه پخوانۍ مفکوره غلطه ثابته شوه چې ویل کېدل نړیوال افغانستان کې سوله نه غواړي بالعکس اوس بین المللي، منطقوي او د اسلامي نړۍ اجماع، د بین الافغاني سولې له ابتکار څخه ملاتړ کوي.

اشرف غني وويل، "همدارنګه د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې وښوده چې د افغانستان د سولې په هکله منطقوي اجماع په جوړېدو ده، د منطقوي اجماع په اړه باید ووایم چې جهت مثبت طرف ته روان دی، پاکستان سره د کاغذ پر مخ پرمختګ شوی دی خو له دغه هېواد سره باید زیات کار وشي چې عملي او محسوس نتایج یي ټول وګوري".

هغ وويل، ولس په سولې ودرید، اوس ولس په هر اړخیزه توګه د هېواد له هر ګوټ څخه د سولې غږ پورته کوي، د هېواد سیاسي جغرافیا د ولس په زور یوازې د سولې په جغرافیا بدله شوې ده، ځکه ملت وښوده چې دوی له جنګه ستړي دي او د زغم، روادارۍ او د یو بل منلو ته مکمله امادګي لري.

افغان ولسمشر زياته کړه "د پخواني او اوسني حالت او امېدونو ترمنځ فرق دا دی چې په ۲۰۰۱ کال کې اجتماعي حالت خود جوشه او احساساتي ؤ، د دوی امیدونه هم خودجوشه او احساساتي ؤ، خو اوسني امیدونه او هیلې په شعوري توګه ایجاد شوي دي".

نوموړي وويل "د اوسنیو او پخوانیو امېدونو ترمنځ فرق دا دی چې پخوا افغانانو له نورو غوښتل چې دوی ته سوله راولي، خو مونږ نن د سولې لپاره خپله تګلاره، خپله اراده، خپل پلان او خپل ملي ابتکار لرو".

اشرف غني زياته کړه "مونږ د خپل آینده مالکیت په خپل لاس کې اخیستی دی او دغه مالکیت مو ځکه په خپل لاس کې اخیستی چې غواړو اساسي قانون چې زموږ د لوبې اساسي قاعده ده، عملي کړو. هغه څه چې د اساسي قانون له لویې جرګې وروسته تلپاتی شول د ملي وثیقې په بڼه راپاتي د لوبې اصول او قواعد دي".

ولسمشر وويل، د سولې د راوستو لپاره څه ډول ملګرتیا او شراکت په کار دی. اول ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو ښه فرصت دی، نورو ممالکو کې چې د سولې خبرې کېږي، هغوی اول قوانین او قواعد بدلوي چې مخالفانو ته د دې زمینه برابره شي ترڅو انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو زموږ په قانوني شرایطو کې دغسې یوه ستونزه نشته، د دې په ځای چې د انتخاباتو وروسته سوله وکړو؛ ولې همدا اوس یې نه کوو. ځکه د سولې لپاره استعجالیت موجود دی.

هغه وويل ځکه مونږ ټولو په اوربند کې د سولې د نعمت خوند ولید، د جګړې قیمت مو هم مخکې له اوربند او هم وروسته له اوربند څخه ولید، نو که چېرته د اوربند په مقابل کې سیاسي او دینی دلایل نه ؤ موجود نو بیا ولې وینه تویوو؟ زه ځکه د سولې د مذاکراتو د شروع کولو لپاره ناره کوم او غږ پورته کوم.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG