کابل ته د افغان صدر د لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم له ستنیدو وروسته، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه، نن مازدیگر یوه ځانمرگې چاودنه وشوه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د چاودنې له ځایه، روغتونونو ته لږ تر لږه ۱۱ مړي او او ۴۸ زخمیان انتقال کړل شوي دي.
بل پلو، د کابل د پولیسو ویاند، حشمت ستانکزي، بیا له ځایي رسنیو سره په مرکه کې د مړو شمیر ١۴ او د ټپیانو شمیر شاوخوا شپیته تنه ښودلی دی.
ښاغلي ستانکزي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې چاودنه د مازدیگر د څلورو بجو شاوخوا، د حامد کزي نړیوال هوايي ډګر په څلور لاري کې وشوه.
ستانکزي زیاته کړه چې چاودنه وروسته له هغه وشوه چې د صدر مرستیال او ورسره چارواکي، له هوایي ډگر نه د صدر د مرستیال دفتر ته تللي و.
جنرال عبدالرشید دوستم له شاوخوا ۱۴ میاشتنۍ جلا وطنی وروسته نن له ترکیې څخه کابل ته ستون شو او د پلویانو لخوا له تود هرکلي سره مخ شو.