ډبلیو اېچ او: د افغانستان د صحت د خېرښېګړې نظام تباهۍ ته نژدې دی
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې خبرداری کړی چې په افغانستان کې د صحت د خېرښېګړې نظام تباهۍ ته ور نژدې شوی او که چېرې نړیواله ټولنه په بېړنۍ توګه ګام پورته نکړي نو دغه ملک به د انساني ناورین سره مخامخ شي.
د ډبلیو اېچ مشر ټیډروس اېدونېم ګېبریېسس او احمد المندهري چې د ډبلیو اېچ او د بحیره روم د ختیځې سیمې دپاره مشر دی، دا هفته یې په کال کې د وزیراکبر خان قامي روغتون دوره وکړه.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ ښاغلي ګېبريېسس په یوه خبر پاڼه کې وویل افغانستان ته د سفر دلارې ورته معلومه شوه چې افغانان په سمدستي ډول څه ته ضرورت لري او د هغه اداره یې په دې لړ کې څنګه مرسته کولی شي.
د ډبلیو اېچ او په بیان کې وویل شو چې د صحت د خېرښېګړې د افغانستان د "صحت مندي" نومې پروګرام دپاره د نړیوالېو مرستو د ودرېدو له امله یې د زرګونو په شمېره کې صحت مرکزونه دوایانې نه لري او عمله یې د معاشونو نه محرومه شوي ده.
ښاغلي ګېبريېسس وویل د صحت مندي پروګرام یوازې 17 فیصد مرکزونه فعال دي.
هغه وویل د صحت په خدماتو کې د دې ځنډ له امله د پولیو او د کرونا وایرس د مخنیوي په شمول د صحت د خېرښېګړې بنیادي وسایلو ته سخت کمی شوی دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د ډبلیو اېچ د خبرداري په ځواب کې د بېړني حالاتو دپاره د ملګرو ملتونو د څانګې مشر مارټن ګرېفېتس اعلان وکړو چې د بېړني حالاتو دپاره د هغه د ادارې د پنګې نه به د افغانستان د صحت نظام بچ کولو دپاره 45 مېلین ډالر ورکړي.
ښاغلي ګرېفېتس په یو بیان کې وویل دغه پېسې به ډبلیو اېچ او، د ملګرو ملتونو د ماشومانو پنګې، یونېسف او نورو غېر حکومتي امدادي ادارو ته ورکول کېږي. هغه وویل دغه پېسې به د سږ کال تر اخیره پورې د صحت مرکزونه فعال ساتلو دپاره کافي وي.
ای پي: د طالبانو په موټرو حملو کې دوه طالب وسله وال وژل شوي
د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکزي ښار جلال اباد کې شورو، چهارشنبې، په ورځ د طالبانو په موټرو حملې شوي چې پکې لږ تر لږه دوه طالب وسله وال او ډرې ملکي کسان وژل شوي دي.
دا خبر اېسوسي اېټېډ پرېس، ای پي، خبري ادارې د عېني شاهدینو له قوله ورکړی دی.
د یوې حملې په اړه عېني شاهدینو ای پي ته وویل په جلال اباد کې په یو پمپ د طالبانو په موټر ډزې وشوې چې دوه طالب وسله وال او یو د پمپ کارکوونکی او یو ماشوم پکې ووژل شوو.
د بم په بله حمله کې یو ماشوم ووژل شو او دوه طالبان زخمیان شول.
په جلال اباد کې د طالبانو په یو بل موټر بم حمله کې یو تن زخمي شو خو ای پي په خپل رپورټ کې وايي دا نه ده معلومه چې دغه تن طالب وسله وال و او که نا؟
ای پي په خپل رپورټ کې نه دي ویلي چې آیا طالبان په جلال اباد کې د شورو، چهارشنبې، د ورخې حملو تصدیق کړی او که نا؟
په رپورټ کې دا هم نه دي وېل شوي چې ایا چا يې ذمه واري اخیستي او که نا؟
تېره هفته داعش وسله والې په ننګرهار کې په طالبانو د حملو او د طالبانو ته مرګ ژوبلې دعوه کړې وه.
د خالي په ورځ په جلال اباد ښار کې د هند کونسلګرۍ ته نیژدې پرله پسې درې چاودنې شوي چې پکې د دوه تنو وژل کېدو او د 20 پورې ټپيان کېدو ويل شوي وو.
طالبان وايي داعش او القاعده په افغانستان کې شتون نه لري.
جو بایډن د نهې/سې شنبې په ورځ د امریکا د صدر په حیث د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې ته خپله اولنۍ وینا واورله او په دې وینا کې یې کوشش وکړ چې د ټولې نړۍ په خېرښېګڼې ټینګار وکړي. هغه وویل چې امریکا به "جارحانه پالیسي" غوره کوي خو وعده کوي چې "یو نوی سرد جنګ" یا سړه جګړه به نه پیلوي.
بایډن همدا راز د خپلې هغې فیصلې دفاع وکړه چې پس له شل کاله جنګ نه یې له افغانستانه امریکایي پوځیان ټول واېستل.
بایډن پخپلې وینا کې وویل، "مونږ چې وړاندې ګورو، مونږ به مخکښي یو. مونږ به د خپلې زمانې د ټولو لویو چلېنجونو، له کروناوبا نیولې بیا تر موسمي بدلون، سولې او امن، بشري کرامت او بشري حقونو پورې، په دې ټولو کې مخکښي اوسو. خو په دې کې به یواځې نه یو روان. مونږ به د خپلو اتحادیانو او شریکانو سره یو ځای مخکښي اوسو، د ټولو هغو په همکارۍ سره چې زمونږ غوندې باور لري."
د بایډن د وینا په اړه نور تفصیل په دې رپوټ کې لوستلی شئ:
قرېشي: د وېغورو په مسله چین سره په میډیا نه د سفارتکارۍ دلارې خبرې کوو
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي د چین په سېنکیانګ صوبه کې مېشته د ویغور مسلمانانو په مسله چین سره د مطبوعاتو دلارې نه بلکې د سفارتکارۍ دلارې خبرې شوي دي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د څېړنې ادارې کاونسل ان فارن رېلېشنز مباحثه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې شاه محمود قرېشي وویل چین سره د ويغورو په اړه خبرې شوي دي.
د ښاغلي قرېشي نه پوښتنه وشوه چې د مذهبي ازادۍ خبره راشي نو ته د ویغورو په اړه څه نه وايي نو هغه وویل "چین یو ملګری دی، مونږ د دې مسلې نه بې خبره نه یوو لېکن مونږ د میډیا دلارې نا، د سفارتکارۍ دلارې خبرې کړي دي."
د امریکې په شمول یو شمېر مغربي ملکونو او د انساني حقونو تنظیمونه وايي چین په سېنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو د مذهبي ازادۍ خلاف ورزي کوي او په لکونو ویغور یې د بیا تربيي دپاره په بندي خانو کې ساتلي دي. چین دا خبره ردوي.