لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو ته د بایډن ړومبۍ وینا – د افغانستان په اړه یې څه وویل؟


جو بایډن د نهې/سې شنبې په ورځ د امریکا د صدر په حیث د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې ته خپله اولنۍ وینا واورله او په دې وینا کې یې کوشش وکړ چې د ټولې نړۍ په خېرښېګڼې ټینګار وکړي. هغه وویل چې امریکا به "جارحانه پالیسي" غوره کوي خو وعده کوي چې "یو نوی سرد جنګ" یا سړه جګړه به نه پیلوي.

افغانستان: "پاڼه مو واړوله"

بایډن همدا راز د خپلې هغې فیصلې دفاع وکړه چې پس له شل کاله جنګ نه یې له افغانستانه امریکایي پوځیان ټول واېستل. د بایډن دا تبصرې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر غلام محمد اسحاقزي یادداشت کړلې. اسحاقزی د افغانستان د مخکېني حکومت لخوا ملګرو ملتونو ته سفیر پېژندل شوی و، او اوس چې طالبانو افغانستان نیولی او حکومت یې اعلان کړی، بیا هم ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ له اسحاقزي سره پاته ده.

د رائټرز خبري ادارې ویلي چې طالبانو دوحه کې خپل یو ویاند سهیل شاهین، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیر په توګه نومولی دی، خو تر اوسه نده معلومه چې ملګري ملتونه به هغه د افغانستان د سفیر په توګه ومني او که نه.

وایټ هاوس ویلي چې د طالبانو لخوا د اعلان شوي حکومت تسلیمولو ته بېړه نه لري. د افغانستان د ګاونډیو په شمول، تر اوسه هېڅ ملک د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی/تسلیم کړی یې ندی.

کله چې د افغانستان د جګړې په باب خبرو ته ورسېد، نو صدر بایډن وویل، "زه چې اوس دلته ولاړ یم، په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې امریکا په جنګ کې شامل ندی. مونږ پاڼه واوړوله."

د قطر د ریاست مشر، چې ملک یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سفارتکاري خبرو کوربه پاته شوی و، په نړېوالې برادرۍ ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه بحثونو ته دې دوام ورکړي.

شیخ تمیم بن حمد آل ثاني وویل، "مونږ دلته د افغانستان دپاره د نړېوالې برادرۍ د دوامداره ملاتړ په اهمیت، په دغسې اهمې مرحلې کې، او په دې چې بشري امداد دې له سیاسي اختلافاتو جدا وساتل شي، ټینګار کوو."

د قطر امیر تیم بن حمد آل ثاني
د قطر امیر تیم بن حمد آل ثاني

آل ثاني زیاته کړه، "مونږ همدا راز طالبانو سره د دوامداره خبرو اترو په ضرورت هم ټینګار کوو، ځکه بایکاټ کول صرف غبرګونونه او پولرایزېشن پیدا کوي."

د نهې/سې شنبې په ورځ چې صدر بایډن د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې ته کومه وینا وکړه، د مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ سره یې فرق زیات و، ځکه د ټرمپ ویناګانې به په دې څرخېدلې چې هرڅه کې اول باید د امریکا ګټه په خیال کې وساتل شي.

بایډن پخپلې وینا کې وویل، "مونږ چې وړاندې ګورو، مونږ به مخکښي یو. مونږ به د خپلې زمانې د ټولو لویو چلېنجونو، له کروناوبا نیولې بیا تر موسمي بدلون، سولې او امن، بشري کرامت او بشري حقونو پورې، په دې ټولو کې مخکښي اوسو. خو په دې کې به یواځې نه یو روان. مونږ به د خپلو اتحادیانو او شریکانو سره یو ځای مخکښي اوسو، د ټولو هغو په همکارۍ سره چې زمونږ غوندې باور لري."

نړېوال موضوعات

امریکا د نړۍ په کچه تر ټولو پیاوړی پوځ لري، خو صدر بایډن وویل چې "په کار ده د امریکا پوځي طاقت زمونږ اوله ذریعه نه بلکې آخره ذریعه وي."

بایډن د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې ته پخپلې وینا کې چې نیمه ګېنټه وه، د کرونا عالمي وبا او د نړۍ د موسمي بدلون پر خلاف د جارحانه اقداماتو غږ وکړ.

بایډن وویل: "دا یو روښانه او فوري انتخاب دی چې مونږ د خپلې نړۍ د یوې فیصله کنې لسیزې په پیل کې ورسره مخامخ یو، یوه داسې لسیزه چې په یقین سره زمونږ آینده معلوموي. د یوې نړېوالې ورورولۍ په حیث، موږ ته داسې فوري او پراخېدونکي چلېنجونه مخې ته راغلي چې په کې ډېر لوی فرصتونه هم نغښتي دي، خو که چېرته مونږ وکړی شو د دغو فرصتونو نه د کار اخیستلو عزم و اراده پخه کړو."

د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلې کې د صدر بایډن د وینا پر مهال، خارجه وزیر بلېنکن او نور امریکایي چارواکي
د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلې کې د صدر بایډن د وینا پر مهال، خارجه وزیر بلېنکن او نور امریکایي چارواکي

صدر بایډن بغیر د دې چې د خپل ملک تر ټولو لوی سیال – چین – په نامه یاد کړي، دا وعده هم وکړه چې هغه به د شخړې د تېزولو کوشش نه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش تر دې وړاندې جنرل اسمبلې ته ویلي و، "په داسې وخت کې چې د نړې دوه تر ټولو لوی اقتصادي طاقتونه د یو بل سره اختلاف کې دي، دا کار ناممکنه دی چې سترو اقتصادي او ترقیاتي چلېنجونو سره دې مقابله وشي."

بل اړخ ته صدر بایډن پخپلې وینا کې وویل، "مونږ دا نه غواړو – بیا یې تکرار وایم – مونږ دا نه غواړو چې یوه نوې سړه جګړه (جنګ سرد) پیل کړو یا یوه داسې دنیا جوړه کړو چې په سختو مخالفو بلاکونو وېشل شوې وي. امریکا آماده ده له هر ملک سره چې د مشترکو چلېنجونو د پرامنه حل کولو په خاطر ګامونه پورته کوي، کار وکړي، آن که مونږ په نورو برخو کې له هغه ملک سره سخت اختلافات هم ولرو، ځکه که مونږ د کرونا وبا، موسمي بدلون په شان فوري خطرو، یا د جوهري تکثیر په شان دوامداره خطرو سره مقابلې دپاره یو لاس نشو، د ناکامۍ اثرات به یې مونږ ټولو ته نقصان ورسوي."

د رېپبلېکنانو غبرګونونه

خو د بایډن دا وینا، د هغه په رېپبلېکنو منتقدینو ښه ونه لګېدله. د امریکا د کانګرس د خارجه چارو کمیټې مشر رېپبلېکن مایکل مکاول وویل، "د صدر بایډن نننۍ وینا، د هغه له اعمالو سره اړخ نه لګوي.

سنېټر بېن ساس - رېپبلېکن
سنېټر بېن ساس - رېپبلېکن

د امریکې یو سنېټر بېن ساس په یو بیان کې ویلي، "د صدر بایډن خارجي پالیسي هسې بېکاره نمایش دی. د ښځو د حقونو په اړه د هغه بېکاره خبرې، هغه کسان نه حفاظت کوي کوم چې طالبانو ورباندې تېری کړی دی. د «بې لګامه ډېپلماسۍ» په اړه د هغه باد شوې خبرې، هغو سلګونو امریکني شهریانو او زرګونو ګرین کارډ لرونکو ته تسکین نشي کېدلی چې هغه (افغانستان کې) تر شا پرېښودل. د هغه دا تشه وعده چې «د خپلو اتحادیانو سره به درېږو» د یو چا د سروهلو مخه هم نه نیسي. د صدر (بایډن) دا خوشحاله خبرې د حقیقت نه لېرې پاته دي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG