لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

21:36 19.8.2021

طالبانو د کابل امنیت حقاني ډلې ته سپارلی دی

طالبانو د افغانستان سر ښار کابل د امنیت مسولیت د حقاني ډلې غړو ته ورکړی دی چې د اوږدې مودې راهسې د وسله والو ډلو او القاعده سره اړیکې لري.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د مغربي ملکونو استخباراتي چارواکي حقاني ډلې ته د کابل امنیت سپارل کېدل د طالبانو هغه لوظونه کمزوري کوي چې د مخکې په پرتله به داځل په معتدل ډول حکومت کوي.

د وي او ای رپورټ وايي دا پرمختګ افغانستان ته د القاعده د بېرته ورتګ امکان هم پېدا کوي چې امریکې سره طالبانو د دې معاهدې به خلاف ورزي وي چې طالبان به د القاعدې او نورو تنظیمونو سره روابط ختموي. د وي او ای رپورټ وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د افغانستان د امن عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د خلیل الرحمان حقاني سره ولیدل.

د وي او ای رپورټ وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د افغانستان د امن عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د خلیل الرحمان حقاني سره ولیدل
د وي او ای رپورټ وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د افغانستان د امن عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د خلیل الرحمان حقاني سره ولیدل

د وي او ای د رپورټ ترمخه عبدالله عبدالله وروسته وویل چې خلیل الرحمان حقاني به د کابل د امنیت سرپرستي کوي او دا ژمنه یې کړې د کابل شهریانو ته د حفظ ورکولو دپاره به محنت کوي.

د امریکې د خزانې وزارت خلیل الرحمان په کال ۲۰۱۱ کې نړیوال ترهګر ټاکلی دی او د هغه د نیولو په دپاره یې د پنځه مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی. د هغه نوم د ملګرو ملتونو د ترهګرو په فهرست کې هم شامل دی.

22:37 19.8.2021

امنیتي مامورینو صدر بایډن ته د افغانستان تازه حال ورکړو

د امریکې جوبایډن او نایب صدرې کماله هېرېس ته امنیتي مامورینو په افغانستان کې د ورستي صورتحال معلومات ورکړل.

د وایټ هاوس یو چارواکي وویل صدر بایډن او نایب صدرې ته مامورینو تازه استخباراتي معلومات، د امنیت او سفارتي هلو ځلو حال تېر کړو.

د دې ترڅنګ افغانستان نه د امریکايي شهریانو، د ایس ايي وي ویزو اخیستونکو او د خطر سره مخامخ نورو افغانانو د راویستلو او حامد کرزي هوايي اډې ته د رسولو په اړه هم خبرې وشوې.

صدر بایډن ته وویل شو چې د امریکې د دفاع وزارت د اګست د ۱۴ نېټې راهسې ۷۰۰۰ کسان د افغانستان نه راوېستې دي.

په غونډه کې په دې خبره هم غور وشوو چې د داعش ترڅنګ افغانستان نه د ترهګرۍ په ممکنه خطر دې نظر وساتل شي.

12:21 20.8.2021

په افغانستان کې طالبان د حکومت جوړولو، امنيت او نورو چېلنجونو په وړاندې د پخوانيو مخالفينو سره ليدنې کوي دا په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې ختمولو اعلان کړی دی.

د شورو/چهارشنبې په ورځ ناوخته د حقاني شبکې د مشرانو په ګډون د طالبانو پلاوي په کابل کې د سياسي مشرانو سره ليدلي دي.

حقاني شبکه امریکې نړيواله ترهګره ډله ګرځولې ده.

ياد پلاوي د پخواني صدر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، د کابل او نور افغانستان د امنيت او د افغانستان د راتلونکي دپاره په يو والي او نورو موضوعاتو يې خبرې کړي دي.

13:12 20.8.2021

طالبان وايي په افغانستان کې به نوی اساسي قانون جوړ شي

په قطر کې د طالبانو يو ویاند سهېل شاهين ویلي، په افغانستان کې به نوی اساسي قانون جوړ کړی شي، نوموړي دغه خبره د چين د يو ټيلي ويژن سره په خبرو کې کړې ده.

هغه ويلي دا وخت د ټول شموله حکومت په جوړولو کار روان دی او داسې حکومت به جوړ کړي چې د ټولو افغانانو نمايندګي به پکې وي.

سهېل شاهين ویلي، اساسي قانون شتون نه لري قانون به جوړ شي ډېر کار ورته پاتې دی هغه به وروسته وکړي خو اوس یې ټول شموله حکومت ته اړتيا ده.

د نوموړي د حکومت په جوړولو کې يې ټول افغانان په پام کې دي، خو دا يې نه دي ویلي چې خبرې يې د چا سره روانې دي.

خو د شورو په ورځ د طالبانو پلاوي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره ليدلي دي، طالبانو په 15 اګست کابل نيولی دی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG