لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

23:48 29.8.2021

په کابل کې د ډرون حمله
امریکا د اتوار/یکشنبې په ورځ په افغانستان کې په یو ګاډي باندې چې د کابل هوایي ډګر ته یې د حملې خطره پېښه کړې وه، هوایي حمله کړې ده. تر دې وړاندې امریکا خبرداری ورکړی و چې په سیمه کې د یو فوري برید خطره لیدل کیږي.

د امریکا د مرکزي کماڼد یا سېنټکام ویاند، کپټن بېل اوربان وویل: «د امریکا پوځي قوا نن د ډرون په ذریعه، په کابل کې په یو ګاډي باندې د ځان نه دفاع په خاطر حمله وکړه، او د حامد کرزي نړېوال ائیرپورټ ته د داعش خراسان ډلې یوه فوري خطره یې له منځه یووړه.»

05:45 30.8.2021

د امنیت شورا بېړنۍ غونډه - کابل کې محفوظه سیمه
فرانس، برطانیه، او جرمني ملګرو ملتونو ته په یو وړاندیز کار کوي چې هدف یې په کابل ښار کې د یوې داسې محفوظه سیمې جوړېدل دي چې د افغانستان نه د تلونکو خلکو د راوتلو دپاره یوه خوندي لاره برابره کړي. دا خبره د اتوار/یکشنبې په ورځ د فرانس صدر اېمېنول مېکرون وکړه.

مېکرون زیاته کړې چې دا قرارداد به د ګل/دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې بېړنۍ غونډې کې، د وېټو حق لرونکو هېوادونو رآی ته وړاندې کیږي.

صدر مېکرون ویلي چې کابل کې د محفوظه سیمې د جوړېدو په اړه طالبانو سره هم خبرې پیلې شوې او قطر پکې مرستندویه کردار ادا کوي.

نور تفصیل په دې رپوټ کې لوستلی شئ:

11:26 30.8.2021

بلينکن: طالبان ژمنې ته تړلي ګڼو

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټویټر ویلي،

"نزدې د 100 پورې هېوادونو په شريکه اعلاميه کې ویلي، طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې ټول بهرنيان وګړي او هغه افغانان چې سفري اسناد لري، دوی ته به د افغانستان نه د بهر تلو اجازه ورکوي. مونږ طالبان دغه ژمنې ته تړلي ګڼو".

16:25 30.8.2021

وایټ هاوس: د راکټونو حملې د کابل هوايي ډګر نه پروازونه نه دي ودرولي

وایټ هاوس ویلي د کابل هوايي اډه سره نژدې د راکټونو د حملو باوجود افغانستان نه د خلکو د انخلا هلې ځلې "بغیر د څه خنډ نه" جاري وې.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل صدر بایډن ته د حملې په اړه معلومات ورکړی شوي دي او هغه کمانډرانو ته خپل امر تکرار کړو چې په ځمکه موجود د امریکايي عسکرو تحفظ ته دې ترجیح ورکړي او دې لړ کې دې هر همکن ګام پورته کړي.

صدر جو بایډن هغو امریکايي ځواکونو ته احترامات وړاندې کړي چې په کابل کې د داعش په حمله کې وژل شوي دي
صدر جو بایډن هغو امریکايي ځواکونو ته احترامات وړاندې کړي چې په کابل کې د داعش په حمله کې وژل شوي دي

اېسوسي اېټډ پرېس ويلي د ګل/دوشنبې په ورځ (30 اګست) د حامد کرزي هوايي اډې سره نزدې راکټې داغل شوي او عېني شاهدينو ویلي د درېو چاودنو اوازونه يې اورېدلي دي.

ویل شوي د راکټو داغل کېدو وروسته د اور لمبې ليدل شوي او خلک د کورونو نه وتلي دي.

امریکايي مامورینو رویټرز خبري ادارې ته ویلي راکټې د مزایلو دفاعي نظام نیولي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په داسې حال کې چې د امنیت وضعیت په خرابېدو دی او د زیارت،‌ پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې په ځانمرګي حملو کې د ۱۳ امریکایانو په شمول ۱۶۹ کسان وژل شوي دي، امریکايي مامورین کوښښ کوي چې د اګست د ۳۱ نېټې پورې افغانستان نه د خلکو د انخلا عمل سر ته ورسوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG