لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

18:00 30.8.2021

امریکا او مغربي ملکونه د افغانستان په موضوع غونډه کوي

د امریکې په شمول د یو شمېر مغربي ملکونو خارجه وزیران په افغانستان کې د خپلو اینده ګامونو په اړه د ګل، دوشنبې، په ورځ غونډه کوي.

د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل امریکا به د "کلیدي همکارانو" د غونډې کوربتوب کوي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د خارجه وزیرانو غونډه افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره د اکست ۳۱ نېټې مېعاد نه یوه ورځ کېږي.

د امریکې ترڅنګ په غونډه کې به د کېنېډي، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برطانیه، ترکي قطر، یورپین یونین او د نېټو نمایندګان شرکت کوي.

20:33 30.8.2021

عطا، دوستم او نور ملګري یې طالبانو سره ګډو مذاکراتو ته آمادګي نیسي

د افغانستان یو شمېر سیاستوال چې په مخکېني حکومت کې یې عهدې درلودلې، طالبانو سره د مذاکراتو لېوالتیا ښودلې او خیال لري چې د یو نوي اتحاد د جوړېدو او بیا د مذاکراتو پیلولو دپاره، په آینده هفتو کې سره وګوري. په دې کې دوه پخواني سیمه ییز مشران، عطا محمد نور او عبدالرشید دوستم هم شامل دي.

د عطا محمد نور زوی، خالد نور ویلي دا ډله په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې لګولو خلاف ده. اووه ویشت کلن خالد نور له یو نامعلوم ځایه رایټرز خبري ادارې ته په یوه مرکه کې ویلي: «مونږ ترجیح ورکوو چې په ګډه سره مذاکرات وکړو، ځکه داسې نده چې د افغانستان ستونزه به زمونږ په یو کس هواره شي.»

عبدالرشید دوستم
عبدالرشید دوستم

عطا محمد نور او عبدالرشید دوستم په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په سیاسي او جنګي برخو کې خپل خپل کردارونه ادا کړي او د اګسټ میاشتې په سر کې چې کله طالبانو مزار شریف ښار ونیو، نور او دوستم بهر ملک ته وتښتېدل.

بل اړخ ته په پنجشیر کې د پخواني کمانډر احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود هم تر اوسه د طالبانو په وړاندې مقاومت کړی او ویل کیږي چې د دواړو اړخونو ترمنځ مذاکرات روان دي. احمد مسعود وایي که غوښتنې یې ونه منل شي او طالبان وغواړي چې په زور پنجشیر ونیسي، نو دوی بیا جنګ ته آماده دي.

20:40 30.8.2021

داعش په کابل هوايي ډګر حمله ومنله

داعش وسله والې ډلې د ګل، دوشنبې، په ورځ کابل په هوايي ډګر د راکټ حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د رویټرز خبري ادارې وویل د داعش ناشر نومې خبري ادارې په ټېلېګرام چېنل د حملې ذمه واري واخیستله.

داعش وویل وسله والو یې د کابل هوايي ډګر په شپږو کېټیوشا نومې راکټونو ووېشتلو.

د رویټرز ترمخه امریکايي مامورینو ویلي د مزایلو په ضد دفاعي نظام د داعش د راکټونو ونیوله.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایانو په شمول وژل شوي دي. داعش د دغې حملې ‌ذمه واري هم په غاړه اخیستې ده.

د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) ويلي دغه راپورونه څيړي چې د اتوار/يکشنبې په ورځ (29 اګست) په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې يو ګاډي په هدف کړی شوی، ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

د سېنټکام وياند کېپټن بل اربن د اتوار په شپه يو بيان کې ويلي،"مونږ په دغو راپورونو خبر يو چې په کابل کې زمونږ په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي".

22:01 30.8.2021

امریکا او اتحادي ملکونه وايي "وحشیانه" تنظیم داعش ته به ماتی ورکوي

امریکې او د امریکې اتحادي ملکونو ژمنه کړې چې په افغانستان او بل هر ځای کې به داعش وسله والې ډلې ته ماتی ورکوي او د دې "وحشیانه" ډلې په ضد به شریکه د پوځي، استخباراتي، سفارتي او اقتصادي وسایل استعمالوي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د ګل، دوشنبې، په ورځ د داعش ضد نړیوال ایتلاف غړو ملکونو یو مشترکه بیان خپور کړو چې پکې په کابل کې د داعش په حمله کې د امریکایانو، د برطانویانو او افغانانو په وژل کېدو خفګان او د هغوی کورنیو سره یوالی وښودل شو.

رپورټونه وايي امریکايي ډرون په کابل کې هغه موټر په هدف کړی چې د داعش مبینه وسله وال پکې وو.
رپورټونه وايي امریکايي ډرون په کابل کې هغه موټر په هدف کړی چې د داعش مبینه وسله وال پکې وو.

داعش د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې د ځانمرګي حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده. په حمله کې ۱۶۹ افغانان او ۱۳ امریکایان وژل شوي دي.

داعش د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل هوايي اډه د راکټو د حملې ذمه واري هم منلې ده.

د سټېټ ډپارټمنټ په بیان کې وویل شوو د دې "وحشیانه ترهګر تنظیم" ماتی یقیني کولو دپاره به امریکا او ایتلاف ملکونه خپل ټول وسایل استعمالوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG