لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

11:57 31.8.2021

امریکا د افغانستان نه ووتله، پوځي ماموریت يې پای ته ورسولو

د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) اعلان کړی چې په افغانستان کې يې ماموريت (مشن) سر ته ورسېدو، او د کابل نه د امریکا وروستۍ الوتکه د کابل په وخت د 30 او 31 اګست په منځنۍ شپه پورته شوې ده.

دغه خبره د امریکې د سېنټکام مشر جنرل مېککنزي د ويډيوي لنک د لارې کړې چې د افغانستان څخه د وتلو او د 20 کالو ماموريت پای ته ورسېد.

مېککنزي ویلي د امریکې دغه ماموریت اسامه بن لادن او د هغه د القاعده نور ډېر ملګري د انصاف کټهرې ته راوستي دي.

نوموړي زياته کړې 2461 امريکايي سرتيري او ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او د 20زرو نه زيات ژوبل شوي دي، نوموړي د افغان سرتيرو او ملکي وګړو ستاينه کړې چې د امریکا سره څنګ په څنګ جنګېدلي او کار يې کړی دی.

هغه ویلي، هغه ټول خلک يې نه دي ويستلي کوم چې دوی ويستل غوښته.

15:47 31.8.2021

امریکايي ځواکونو افغانستان ته مخه ښه وویل، صدر بایډن به د افغانستان په اړه قام ته وېنا کوي

امریکې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو موجودګي ختمه کړه او ورستی امریکايي عسکر د کابل نه ستون شوی او صدر جوبایډن به د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د ځواکونو راویستلو د خپلې فېصلې په اړه وېنا کوي.

افغانستان نه د ورستي امریکايي عسکرو د انخلا اعلان د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) وکړو چې په افغانستان کې يې ماموريت (مشن) سر ته ورسېدو، او د کابل نه د امریکې وروستۍ الوتکه د کابل په وخت د 30 او 31 اګست په منځنۍ شپه پورته شوه.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنیدو په اړه صدر بایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ په مختصر بیان کې وویل چې هغه به په خصوصي توګه د خپلې دې فېصلې په باره کې خبرې کوي امریکايي ځواکونه دې د افغانستان نه د اګست د ۳۱ نېټې پورې ستانه شي.

19:28 31.8.2021

طالبانو د کابل هوايي ډګر واک اختیار سمبال کړو

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته طالبانو د کابل هوايي ډګر واک اختیار په خپلو لاسو کې واخیستلو، د امریکايي ځواکونو یې ونمانځله او دا یې د نورو "یرغلګرو دپاره سبق" وبللو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې په مېدان د خبریالانو سره خبرې وکړې او ویې وېل د امریکايي ځواکونو وتل "د هر چا" فتح ده. خو هغه د امریکې او نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو اشاره هم وکړه.

صدر بایډن د واشنګټن په وخت د نهې، سه شنبې، په ماښام افغانستان نه د انخلا په اړه قام ته وېنا کوي
صدر بایډن د واشنګټن په وخت د نهې، سه شنبې، په ماښام افغانستان نه د انخلا په اړه قام ته وېنا کوي

د وي او ای د رپورټ ترمخه خبریالانو سره د مجاهد د خبرو په مهال د طالبانو د بدري ډلې مسلح کسان چاپېره ولاړ وو او مجاهد ورته خبرداری وکړو چې افغانانو سره دې ښه سلوک کوي او ځانونه دې د خپلو وطنوالو "خادمان" ګڼي.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا عمل سر ته د رسېدو اعلان د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر مېجر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي وکړو او ویې وېل د امریکې ورستی پوځي جهاز د اګست د درېشمې او یو درېشمې نېټې په منځنۍ شپه کې د کابل نه پورته شو.

په کابل د طالبانو د واک نه پس امریکې او اتحادي ملکونو د افغانستان نه ۱۲۳۰۰۰ کسان وېستلي دي خو د وي او ای رپورټ وايي ګڼ شمېر داسې کسان چې د افغانستان نه وتلو غواړي لا اوس هم هلته پاتې دی.

جنرل مېکېنزي وویل طالبانو لوظ کړی چې هغو کسانو ته به محفوظه لاره ورکوي چې د افغانستان نه وتل غواړي او نړیواله ټولنه به د طالبانو په لوظ محاسبه کوي.

21:39 31.8.2021

ملګري ملتونه: طالبان دې افغانان د ملک نه بهر تګ ته پرېږدي

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل په طالبانو غږ کړی چې هغه افغانان او خارجي وګړي چې د افغانستان نه وتل غواړي د تګ نه دې منع نکړی شي.

سېکورټي کاونسل د طالبانو نه دغه غوښتنه د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو قرارداد کې وکړه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه قرارداد امریکې، برطانيي او فرانس په مشترکه ډول لیکلی و او چین او روس په قرارداد د رای ورکولو نه ډډه وکړه.

په قرارداد کې د اګست د ۲۷ نېټې د طالبانو هغه لوظ ته پام لرنه وشوه چې طالبانو پکې ویلي وو د ملک نه بهر تلونکو افغانانو ته به د سفر اجازت ورکوي.

سېکیورټي کاونسل وویل امید کوي چې طالبان به په خپل ولاړ وي او افغانانو او خارجیانو ته به په محفوظ ډول د بهر تګ اجازت ورکوي.

صدر جویابډن د نهې، سه شنبې، په ماښام د افغانستان په موضوع قام ته وېنا کوي
صدر جویابډن د نهې، سه شنبې، په ماښام د افغانستان په موضوع قام ته وېنا کوي

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته طالبانو د کابل هوايي ډګر واک اختیار په خپلو لاسو کې واخیستلو، د امریکايي ځواکونو یې ونمانځله او دا یې د نورو "یرغلګرو دپاره سبق" وبللو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې په مېدان د خبریالانو سره خبرې وکړې او ویې وېل د امریکايي ځواکونو وتل "د هر چا" فتح ده. خو هغه د امریکې او نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو اشاره هم وکړه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه خبریالانو سره د مجاهد د خبرو په مهال د طالبانو د بدري ډلې مسلح کسان چاپېره ولاړ وو او مجاهد ورته خبرداری وکړو چې افغانانو سره دې ښه سلوک کوي او ځانونه دې د خپلو وطنوالو "خادمان" ګڼي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG