نړۍ دې مونږ په رسمیت وپېژني - طالبان
طالبانو د نهې/سې شنبې په ورځ له افغانستانه د نړېوالو قواوو وتل ولمانځل او هغه یې «نورو اشغالګرانو ته یو لوی سبق» وباله. طالبانو په امریکا او نورې نړۍ غږ وکړ چې د طالبانو واکمني دې تسلیم کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبرې څو ګېنټې پس له هغه وکړې چې د امریکا آخري پوځي جهاز د کابل هوایي ډګر نه والوت او ائیرپورټ د طالبانو لاس ته ولوېد.
ذبیح الله مجاهد چې د کابل هوایي ډګر په منځ کې یې خبریالانو سره خبرې کولې، افغانانو ته مبارکي وویله او له هېواده یې د خارجي قواوو وتل، د ټولو افغانانو دپاره یوه کامیابي وبلله.
د دې خبر نور تفصیل په لاندې رپوټ کې لوستلی شئ:
د امریکا صدر جو بایډن د نهې/سې شنبې په ورځ، افغانستان کې د امریکا د جګړې د ختمېدو په اړه وغږېد او ویې ویل چې امریکا ته په کار وه چې ډېر وخت مخکې یې لا خپل عسکر له افغانستانه راایستلي و. بایډن پخپلې وینا کې ډېر کوشش په دې وکړ چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راایستلو او جګړې ختمولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړي. هغه د طالبانو د آینده حکومت په اړه هېڅ هم ونه ویل.
بایډن خپله وینا په دې ټکي پیل کړه چې امریکا په هوایي جهازونو باندې د خلکو د انتقال داسې یو لوی مېشن پوره کړ چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. هغه د امریکا پوځ نه مننه وکړه چې له کابله یې د څه دپاسه یو لاک و شل زره کسانو د راایستلو مېشن پوره کړ.
د صدر جو بایډن د وینا مهم ټکي او نور تفصیل یې په دې لاندې رپوټ کې لوستلی شئ:
صدر بایډن افغانستان نه د ځواکونو دوېستلو دفاع کوي خو د ریپبلېکن پارټۍ دوو غړو پې تنقید کړی
د امریکې صدر جوبایډن افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو د خپلې فېصلې په کلکه دفاع کړی ده خو د هغه د حکومت مخالف ريپبلېکن پارټۍ د سېنټ دوو غړو د امریکايي صدر په کارکردګۍ تنقید کړی دی.
د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا مکمل کېدو او په افغانستان کې د امریکې ۲۰ کلن جنګ د ختمیدو په مناسبت صدر بایډن قام ته خپله وېنا کې وویل پکار ده چې امریکايي ځواکونه د دې نه مخکې د افغانستان څخه ستانه شوی وی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د ریپبلېکن پارټۍ دوو سېنټرانو د افغانستان په اړه د صدر بایډن په کارکردګۍ تنقید کړی.
سېنټر بېن سېس وویل د صدر بایډن د "فتح په لوري تګ" د حقیقت نه لرې دی او هغه امریکایان یې د "دښمن د صفونو په شا پرېښودي دي چې د شرم خبره ده."
سېنټر کېون کرېمر وویل افغانستان نه د صدر بایډن انخلا "په مکمله توګه ناکامه وه."
سېنېټر کرېمر وویل د صدر بایډن "ګامونه د هغه منصب سره سمون نه خوري او د دنیا په سټېج زمونږ د ملک دپاره د شرمندګۍ سبب دي."
خو قام ته خپله وېنا کې صدر بایډن وویل هغه د انخلا په مکمله توګه مسولیت مني که څه هم دا د ګډوډۍ ښکار شوي هم وه.
صدر بایډن د افغانستان په پخواني صدر اشرف غني او په افغان امنیتي ځواکونو هم نېوکې وکړي چې د طالبانو مقابله یې ونکړی شوه.
د اشرف غني د ملک نه د وتلو او هغه حکومت د ختمېدو نه پس طالبان په کابل کې واک اختیار ته رسېدلي دي او په نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپيژني.
صدر بایډن: افغان ځواکونو د طالبانو مقابله ونکړه شوه او افغان صدر ملک دښمنانو ته وسپارلو
د امریکې صدر جوبایډن ویلي افغان امنیتي ځواکونو د توقع برعکس د طالبانو مقابله ونکړی شوه او افغانانو ولیدل چې حکومت یې نسکور شو او صدر اشرف غني وتښتېدلو او ملک یې دښمنانو ته وسپارلو.
د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا مکمل کېدو او په افغانستان کې د امریکې ۲۰ کلن جنګ د ختمیدو په مناسبت صدر بایډن د وایټ هاوس نه قام ته خپله وېنا کې افغانستان نه د ځواکونو ستنولو د خپلې فېصلې په کلکه دفاع وکړه او ویې وېل پکار ده چې امریکايي ځواکونه د دې نه مخکې د افغانستان څخه ستانه شوی وی.
صدر بایډن وویل د اګست د ۳۱ پورې افغانستان نه د امریکاي ځواکونو د راوېتسلو فېصله یې د اپرېل په میاشت کې کړې وه.
امریکايي صدر وویل "تمه دا وه چې د ۳۰۰۰۰۰ نه زیات افغان امنیتي ځواکونه چې مونږ په تېرو دوو لسیزو کې تربیه کړي وو او ساز او سامان مو ورکړی و د طالبانو سره په خانه جنګۍ کې به سخت مخالفین وي، افغان حکومت به د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته هم د څه وخت دپاره د طالبان مقابله وکړي، دا تمه صحیح و نه ختله."
صدر بایډن وویل امریکايي مامورینو ته یې د هر ډول صورتحال دپاره د تیارۍ امر کړی و او افغان ځواکونو "د هر چا د توقع سره سمه یې مقابله ونکړی شوه."
"مونږ تیار وو په داسې حال کې چې د افغانستان ولس ولیدل چې خپل حکومت یې وغورځېدلو او د اداري فساد او د ناوړه چلند په مهال یې صدر وتښتېدلو او ملک یې د دوی (افغانانو) دښمنانانو، طالبانو، ته وسپارلو او امریکايي پرسونل او اتحادیانو دپاره یې خطر نور ډیر زیات کړو," صدر بایډن وویل.
ملک نه د وتلو ورسته اشرف غني د متحده عرب اماراتو نه د اګست په ۱۸ نېټه خپله لومړۍ وېنا کې وویل که چېرې په افغانستان کې پاتې شوی وی نو لکه د ملک د نورو صدرانو په شان به وژل شوی وی. هغه وویل د افغانستان د پرېښودو مخکې یې تیاری کولو چې د طالبانو سره د ټولشموله او نماینده حکومت د جوړېدو په سر مذاکرات وکړي او په سوله ییزه توګه د واک د منتقلۍ موقع برابره شي او کابل خوندي وساتل شي.