لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: امریکا او نړۍ سره ښه تعلقاتو غواړو، زموږ حکومت دې په رسمیت وپېژني


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد (منځ کې) په کابل ائیرپورټ کې د وینا پر مهال
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد (منځ کې) په کابل ائیرپورټ کې د وینا پر مهال

طالبانو د نهې/سې شنبې په ورځ له افغانستانه د نړېوالو قواوو وتل ولمانځل او هغه یې «نورو اشغالګرانو ته یو لوی سبق» وباله. طالبانو په امریکا او نورې نړۍ غږ وکړ چې د طالبانو واکمني دې تسلیم کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبرې څو ګېنټې پس له هغه وکړې چې د امریکا آخري پوځي جهاز د کابل هوایي ډګر نه والوت او ائیرپورټ د طالبانو لاس ته ولوېد.

ذبیح الله مجاهد چې د کابل هوایي ډګر په منځ کې یې خبریالانو سره خبرې کولې، افغانانو ته مبارکي وویله او له هېواده یې د خارجي قواوو وتل، د ټولو افغانانو دپاره یوه کامیابي وبلله.

امریکا او غربي اتحادیانو یې قریب شل کاله مخکې په جنګ ځپلي افغانستان یرغل وکړ او طالبان یې چې د القاعده ترهګرې ډلې ته یې پناه ورکړې وه، له واک اختیار نه رانسکوره کړل. القاعده هغه ډله وه چې په امریکا باندې یې د ۲۰۰۱ کال د ستمبر ۱۱مې نېټې حملې تنظیم کړې وې.

طالبانو څو څو ځله وعده کړې ده چې د خپلې مخکېنۍ واکمنۍ په نسبت به دا ځل یو داسې حکومتي نظام جوړ کړي چې زغم به یې ډېر وي او پراخ بنسټه حکومت به وي. کله چې طالبان د ۲۰۰۱-۱۹۹۶ کلونو کې په افغانستان واکمن و، نو هغه وخت یې ښځې بهر کې له کار کولو منعه کړې وې، د جینکو تعلیم یې بند ګرځولی و، او د شریعت په نوم یې سخت دریځه د سزا ورکولو تګلاره عملي کوله.

د طالبانو ځانګړي ځواکونه (بدري قطعه) د کابل هوایي ډګر په یو ترمینل کې
د طالبانو ځانګړي ځواکونه (بدري قطعه) د کابل هوایي ډګر په یو ترمینل کې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې کله نن د نهې/سې شنبې په ورځ هوایي ډګر کې د طالبانو ځانګړو قواوو (د بدري ډلې جنګیالیو) ته خبرې کولې، کوشش یې وکړ چې فکرمندۍ لېرې کړي. هغه د بدري ځواک غړو ته وویل چې افغانانو سره دې سخت سلوک نه کوي.

ذبیح الله مجاهد وویل چې هغو ته په کار ده د افغانو سره مهربانه او ښه سلوک وکړي، ځکه خلک د دې مستحق دي. هغه زیاته کړه چې افغانستان د څلور لسیزې جګړې وروسته، د ګڼ شمېر کړکېچونو د هوارولو دپاره نړېوال امداد ته ضرورت لري، او ویې ویل: «مونږ له امریکا او نړۍ سره د ښو تعلقاتو غوښتونکي یو. مونږ هغو ټولو سره د ښو سفارتکاري تعلقاتو هرکلی کوو.»

د دې وینا نه پس د طالبانو ویاند په یوه بله دستوره کې چې افغانستان نه د خارجي قواوو د وتلو په ویاړ جوړه شوې وه، په نړېوالې برادرۍ غږ وکړ چې په افغانستان باندې د طالبانو واکمني دې په رسمیت وپېژني او د هغو سره دې د هېواد د ستونزو سره مقابله کولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو چارواکي همدا راز خبر ورکړ چې په کابل کې د یو «ټول شموله اسلامي حکومت» د جوړېدو په اړه مشورې تمامې شوي او ډېر ژر به یو حکومت اعلان کړی شي.

د نړۍ هېوادونه په دې باندې خوشبینه نه ښکاري چې ګني طالبان به پخپلې وعدې وفا وکړي او د دې مخه ونیسي چې افغانستان یو ځل بیا په سفارتکاري کچه یوازې نشي.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د نهې/سې شنبې په ورځ پخپل ټویټر پاڼې ولیکل: «طالبان اوس له یوه آزمایښت سره مخامخ دي. آیا دوي به خپل هیواد داسې یوې خوندي او نیکمرغه راتلونکي ته ورسوي چې پکښې ټول وګړي، نارینه او ښځې، له خپلو توانمندیو کار واخلي؟ آیا افغانستان به وکولای شي چې د خپلو بیلابیلو کلتورونو، تاریخونو او دودونو ښکلا او ځواک نړۍ ته وړاندې کړي؟»

خلیلزاد یادونه کړې ده چې له افغانستانه د خارجي قواوو وتل، ټولو افغانانو دپاره د فیصلې او فرصت یو چانس برابر کړی دی. هغه زیاته کړې، افغانان «به خپله لار په بشپړه خپلواکۍ کې غوره کړي. دوي، دغه راز، د خپلې جګړې د ختمولو فرصت هم لري.»

د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په درخواست کې د نړېوالو غبرګون به په دې اړه ولري چې طالبان څه ډول حکومت افغانستان کې جوړوي.

د جرمني خارجه وزیر پاکستان کې د خبرو پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې جرمني به د طالبانو نوی حکومت تسلیم کړي او که نه، وویل: «طالبان به ډېر ژر یو نوی حکومت اعلان کړي. دا لا نده معلومه چې دا حکومت به هاغومره ټول شموله حکومت وي چې مونږ یې غوښتنه کړې ده او که نه. مونږ ته دا اهمه خبره ده چې غیرطالب افغانان ځان په دې حکومت کې وګوري.»

هایکو ماس همدا راز زیاته کړه چې په افغانستان کې د «ناکامۍ لوی سبق» دا و چې پوځي مداخلتونه صرف د ترهګرو حملو د ځپلو، جنګونو، او د بشري حقونو د خلاف ورزیو په خاطر مناسب ګڼل کېدلی شي، خو د حکومتدارۍ د پاره د کوم ځانګړي سیاسي نظام د اېکسپورټ کولو دپاره پوځي مداخلت مناسب ندی.

طالبانو وعده کړې ده چې د کابل هوایي ډګر به ډېر ژر بېرته فعال او د تجارتي پروازونو دپاره آماده کړي. یاده دې وي چې کله طالبان څو ورځې مخکې کابل ته ننوتل، نو په خلکو کې ډېره وارخطایي پیدا شوه او زرګونه کسان هوایي ډګر ته ولاړل، په طیارو وختل، او دومره ګډوډي وشوه چې له امله یې د ائیرپورټ ځینې اډانې ډېرې زیانمنې شولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG