رویټرز: طالبان د نوي حکومت اعلانولو تیاری کوي
د افغانستان طالبان واکدارانو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نوي حکومت د اعلانولو تیاری کولو په داسې حال کې چې د ملک اقتصاد نسکورېدو ته نژدې شوی. دا خبر رویټرز خبري ادارې د زیارت په ورځ په داسې حال کې خپرو کړی چې په پنجشیر کې د طالبانو او د دوی مخالفینو ترمنخ د جګړې رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.
رویټرز خبري ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل د طالبانو یو چارواکي احمدالله متقي په سوشل میډیا ویلي د نوي حکومت اعلانولو دپاره په ارګ کې د یوې دستورې تیارۍ دوام لري او د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد رویټز ته وویل په دې لړ کې کومه نېټه نشي ورکولی خو دا د یو څو ورځو خبره ده.
د دی نه وړاندې طالبانو د نړیوالې ټولنې نه غوښتلي چې د دوی حکومت په رسمي ډول وپیژني.
رویټرز د طالبانو د ممکنه نوي حکومت د اعلانیدو په اړه خبر په داسې حال کې ورکړی چې د طالبانو اد د پنجشېر ولايت يا صوبې په سر د مقاومت يا مزاحمت کوونکي شمالي اتحاد ترمنځ د خبرو د ناکامه کېدو وروسته د سختې جګړه د شروع کېدو رپورټونه مخې ته راغلي دي او مزاحمت کوونکو دعوه کړې چې د طالبانو بريدونه یې په شا تمبولي او په غټه کچه تاوان يې ورته اړولی دی.
د طالبانو پلويانو په ټولنيزو رسنيو داسې ويډیو خپرې کړې چې د طالبانو کاروانونه پنجشېر پله روان دي او دوی دعوه کړې چې یو شمېر هغه علاقې يې نيولي چې د مقاومت کوونکو په لاس کې وې.
وېسټرن یونین وايي افغانستان ته یې د پېسو انتقال بیا شروع کړو
په نړیواله کچه د پېسو د انتقال امریکايي کمپنۍ وېسټرن یونین ویلي افغانستان کې خپل فعالیت بیا شروع کوي.
په کابل د طالبانو د واک وروسته وېسټرن یونین او بلې کمپنۍ مني ګرام افغانستان ته د پېسو انتقال ځنډولی و.
د اېشیا، یورپ، منځني ختیځ او افریقي دپاره د وېسټرن یونین صدر جین ګلاډ فرا رویټرز خبري ادارې ته وویل افغان ولس سره د مرستې دپاره د امریکې کوښښونو او په افغانستان کې د بېنکونو بیا پرانېستل کېدلو وېسټرن یونین ته اعتماد ورکړو چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په افغانستان کې فعالیت بیا شروع کړي.
فرا وویل په افغانستان کې د وېسټرن یونین زیاتره کاروبار د کورنیو د ملاتړ او د خارج نه افغانستان ته لېږل شویو پېسو سره تړلی دی چې د خلکو بنیادي ضرورتونه پوره کوي نو په دې سبب یې غوښتل چې په افغانستان کې خبل فعالیت بیا بحال کړي.
هغه وویل په دې لړ کې وېسټرن یونین د امریکې سره هم رابطه کړې وه او د امریکې حکومت وویل چې بشري امداد او په خارج کې مېشته د افغانانو خپل هېواد ته د پېسو انتقال د امریکې د تګلارې سره سمون خوري.
رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د ملک نه بهر افغانان چې کومې پېسې خپل وطن ته لېږي دغه پېسې د ډیرو افغانانو دپاره د "ژوند کرښه" ده چې د افغانستان په شان په اقتصادي توګه د دنیا په غریب ترین ملکونو کې یو ملک کې یې د بې ثباتۍ او تشدد په مهال د خلکو پالنه کړې ده.
د ورلډ بېنک د اندازې ترمخه په ۲۰۲۰ کې په خارج کې مېشته افغانانو خپل ته 789 مېلین ډالر لېږلې وې چې د مجموعي قومي پېداوار یا جي ډي پي څلورفیصد برخه وه. په ۲۰۱۹ کې د دغو پېسو مالیت 829 مېلین و.
ملګرو ملتونو ویلي د افغانستان نیمايي ابادي امداد ته اړتیا لري.
د وېسټرن یونین چارواکي رویټرز ته وویل په افغانستان کې د دوی همکارو بېنکونو ورته تسلي ورکړي ده چې دومره پېسې ورسره شته چې په افغانستان کې خلکو ته د وېسټرن یونین د پېسو ادایګي کولی شي.
امریکې د افغان جنګ څه قیمت ادا کړی؟
په امریکا د کال 2001 د 9/11 حملو نه پس چې پکې قریباً 3000 کسان ووژل شوو، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې عملیات شروع کړل او د القاعده وسله والو په پناه ورکولو یې د هغه وخت د طالبانو حکومت یې نسکور کړو.
شل کاله وروسته، د القاعده مشر اوسامه بن لادن د امریکې په خصوصي عملیاتو کې په پاکستان کې وژل شوی دی، امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي او طالبان یو وارې بیا په کابل کې واک اختیار ته رسېدلي دي.
د وایس اف امریکا د رپورټ ترمخه امریکې د افغانستان د جنګ دروند قیمت ادا کړی دی، ګڼ شمېر عسکر يې وژل شوي او په افغانستان کې یې درانه مالي مصرفونه کړي دي.
د وي او اي په رپورټ کې د امریکې د دفاع وزارت او براون یونېورسټۍ د معلوماتو په بنیاد لیکل شوي د 2001 راهسې په افغانستان کې د امریکې 2442 عسکر وژل شوي دي.
د افغانستان په جنګ کې د دغو امریکايي عسکرو په شمول په مجموعي توګه 171,336 کسان وژل شوي دي.
د امریکې د دفاع وزارت او د براون یونېورسټۍ د شمېرو ترمخه د افغانستان په جنګ کې 3,846 د امریکې قراردادي کارکوونکي (کانټرېکټرز)، د امریکې د اتحادي ملکونو 1,144 عسکر ، 444 امدادي کارکوونکي، 72 خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي، د افغان امنیتي ځواکونو 75,314 عسکر، 47,245 ملکي کسان او 51,191 مخالفین وسله وال وژل شوي دي.
د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټګان ويلي د 2001 راهسې په افغانستان د امریکې په پوځي عملیاتو 824.9 بېلین ډالر مصرف شوي دي.
د براون یونیورسټۍ د څېړونکو ترمخه په مجموعي توګه په افغانستان او په پاکستان کې د امریکې په پوځي عملیاتو قریباً 2.3 ټرېلین ډالر مصرف شوي دي.
په وېت نام کې امریکايي ځواکونه د کال 1964 نه تر د کال 1975 پورې موجود وو.
په افغانستان کې د امریکې پوځي عملیات د امریکې د تاریځ تر ټولو اوږد جنګ و.
د امریکې صدر جوبایډن افغانستان نه د ځواکونو د راوېستلو د خپلې فېصلې دفاع کوي او وايي نه یې غوښتل چې دایمي بلل شوی جنګ نور اوږد کړي.
صدر بایډن د افغانستان په پخواني صدر اشرف غني او په افغان امنیتي ځواکونو هم تنقید کړی چې د هغه په قول د طالبانو مقابله یې و نه کړی شوه.
که يو خوا په افغانستان واک لرونکي طالبان په ملک دننه د ټول شموله حکومت د جوړولو د ستونزو سره مخ دي نو بلخوا د نړۍ لو قوتونه د دوی د واک جايز ګرځولو او حکومت يې منلو ته تيار نه دي.
البته پاکستان چې د طالبانو کلک ملاتړ حسابيږي سفارتي کوښښونه تېز کړي چې په څه نه څه رنګ کې د طالبانو د راتلونکي حکومت د منلو په لړ کې يې مرسته وکړي.
پاکستان ويلي د طالبانو حيثيت نه منل به د نړۍ امن ته خطر پيښ کړي چې په ځواب کې يې برطانوي ژورنالېسټې او د اي ايم ملاله کتاب ليکونکې کرېسټينا ليمب ليکلي وو پاکستان په يو رنګ کې نړۍ ته دړکه ورکوي که طالبان ونه مني نړۍ به د خطر سره مخ شي.
البته د پاکستان کوښښونو ته وړمبۍ خنډ د برطانيه لخوا جوړ شو کله چې برطانوي وزير خارجه ډومينيک راب په اسلام اباد کې د پاکستان د وزيرخارجه شاه محمود قريشي سره په ګډ پرېس کانفرنس کې وويل ملک يې طالبان نه مني خو رابطې ورسره ساتل غواړي.
هغه ويلي “مونږ چې کومه لار خپلوو هغه دا ده چې مونږ طالبان په رسميت نه پېژنو. مونږ ته دا اهميت لري چې وتوانيږو طالبانو سره نېغ په نېغه رابطه کې ووسو”. راب زياته کړه برطانيه د حکومتونو په ځای رياستونه په رسميت پېژني.
د پاکستان وزير خارجه شاه محمود قريشي ميډيا ته په خبرو کې وويل “د ځينو خپله خوښه چې پاسي او لاړ شي. مونږ نه شو. مونږ ګاونډيان يو او يوځای به اوسيږو. جغرافيا مونږ د يو بل سره تړي. طالبانو سره زمونږ تعلق به لږ بدل وي او ريښتونی به وي”.