د افغانستان لپاره د قطر سفیر ویلي، یو تخنیکي ټیم په دې وتوانېده چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مرستو لپاره پرانېزي او ژر به د ملکي الوتنو لپاره تیار شي.
دالجزیرې خبري رسنۍ د شنبې یا خالي په ورځ ددغه خبر د ورکول ترڅنګ د سفیر له خولې ویلي چې، د کابل د هوايی ډګر رن وې د افغانستان له چارواکو سره په همغږۍ بېرته جوړه شوې ده.
د قطر خبري چاینل هم ویلي، چې دوه کورنۍ الوتنې د کابل څخه مزار شریف او کندهار ته ترسره شوي دي.
ټاکل شوې چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن د افغانستان د حالاتو په اړه د خبرو لپاره نن قطر او بیا وروسته جرمني ته ولاړ شي.
ښاغلي بلینکن ویلي قطر ته د سفر په وخت به له دې هېواد ه مننه وکړي چې له افغانستانه یې د امریکایي پوځ او نورو وګړو په را ایستلو کې مرسته وکړه او زرګونه افغانانو ته یې د لنډ وخت لپاره ځای ورکړ.
بلینکن به له قطر وروسته په جرمني کې د رېمسټاین پوځي مرکز ته ځي او هلته به له امریکایي پوځیانو او افغان کډوالو سره ویني.
بیلنکن وایي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هیکو ماس سره یو ځای به د افغانستان په اړه د 20 هېوادونو د وزیرانو د غونډې مشري کوي. وايي دا هېوادونه به افغان کډوالو ته په ځای ورکولو کې مرسته کوي او پر طالبانو به په فشار راوستلو کې مهم رول تر سره کوي چې خپلې ژمنې عملي کړي.
طالبانو ژمنه کړې هغو کسانو ته به خوندي لار او اجازت ورکوي چې د سفر قانوني اسناد لري او غواړي له افغانستانه پخپله خوښه ووځي، خو یو شمېر افغانان د طالبانو پر دې ژمنه باور نه لري.
د اېنټني بلینکن د سفر په وخت د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن هم نن د خلیجي هېوادونو قطر، بحرین، کویت او سعودي عرب په سفر روانېږي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې به د هغوی د مرستو مننه کوي.
دافغانستان خبري رسنۍ وایي دکابل په سفر تللي دپاکستان دپوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید دحزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت دجوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې دي.
خو دپاکستان پوځ یا حزب اسلامي په دې اړوند هیڅ نه دي ویلي .
جنرال فیض چې په کابل دطالبانو دقبضې وروسته دشنبې په سهار په وړومبي ځل دیو لوړپوړي نظامي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی، دغلته یې خبریالانو ته یوازیې دومره ویلي وؤ چې” دپریشانۍ هیڅ خبره نشته”
په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې دیو هوټل دننه جنرال فیض دیوې بهرنۍ خبریالې سیاسي پوښتنې ته دځواب ورکولو پځائ دهغه ترڅنګ ولاړ په کابل کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان ته اشاره کوي اؤ وایي “دداسې پوښتنو ځواب به دا ښه درکړی شي”
خو دیکشنبې په ورځ بیا دافغانستان بیلابیلو رسنیو دحزب اسلامي دسرچینو له خولې ویلي چې په کابل کې دایي ایس ایي مشر تیرماښام دحزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار سره لیدل کتل کړي دي.
سنۍ وایي دې کتنه کې جنرال فیض ګلبدین حکمتیار سره افغانستان کې دیو ټول شموله حکومت په څرنګوالي غږیدلی خو دلیدنې نور جذیات مخې ته نه دي راوړل شوي.
کابل ته دپاکستان داستخباراتي ادارې دمشر په دې تازه سفر ټولنیزو رسنیو اؤ نړیواله میډیا کې هم تاوده بحثونه روان دي اؤ په ځانګړې توګه دهند میډیا دهغه داسفر افغانستان کې دپاکستان ښکاره لاسوهنې سره تعبیروي
خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي که جنرال فیض کابل ته تللی نو هند ته څه تکلیف دی چې دسهار نه تر ماښامه په دې موضوع تبصرې کوي.
خبریالانو سره دخبرو په مهال هغه پوښتنه وکړه چې” ایا امریکان یا دقطر مشران کابل ته نه دي تللي ؟ اؤ که دپاکستان دعظیم ترینې استخباراتي شبکې مشر هلته تللی دی نو په دې کې کومه بده خبره خو نشته”
ګلبدین حکمتیار چې دپاکستان ځېنو ادارو ته ډیر نزدې ګڼل کیږي تیرکال داکتوبر میاشت کې دپاکستاني چارواکو په بلنه اسلام اباد ته هم سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې دپاکستاني مشرانو سره افغانستان کې د سولې اؤ راتلونکي نظام په اړه خپل نظر شریک کړی ؤ.
افغانستان کې داشرف غني دحکومت ختمولو دپاره که طالبانو د ټوپک دلارې هلې ځلې کولې نو دګلبدین حکمتیار ګوند حزب اسلامي دهغه دحکومت په ضد په دې وروستیو کې دسیاسي لارې هلې ځلې پیل کړې وې اؤ دګوند پلویانو یې داشرف غني په ضد یو شمیر احتجاجونه اؤ لاریونونه کړي وؤ .
ګلبدین حکمتیار په تیرو وختونو کې افغانستان د مجاهدينو په حکومت کې د صدر برهان الدین رباني سره وزير اعظم ټاکلی شوی و خو د خپل منځي جنګونو له امله هغه نه توانېدلی چې کابل ته ولاړ شي او نورو جهادي ډلو سره سره د کابل په ورانولو تورن دی.
پخپلو زیاترو څرګندونو کې هغه پاکستان دافغانانو د دوهم کور په نوم یادوي
د طالبانو د وسله والې مخالفې ډلې مشر او د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود، چې په پنجشیر کې لا هم د طالبانو مقابلې ته ولاړ دی، وایي د دیني عالمانو د دې وړاندیز هرکلی کوي چې د جنګ ختمېدو ته دې د روغې جوړې لاره انتخاب شي.
تر دې وړاندې د افغانستان رسنیو خبر ورکړی و چې دیني عالمانو په طالبانو غږ وکړ چې په پنجشیر کې د جګړې د ختمولو دپاره دې د مذاکراتو د لارې ستونزې هوارولو ته غاړه کیږدي.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود دا بیان د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپلې فیسبوک پاڼې باندې خپور کړی دی. احمد مسعود پخپل بیان کې لیکلي: «د ملي مقاومت جبهه په بنیادي توګه د روانو ستونزو هوارولو او د جګړې د سمدستي بندېدو او د مذاکراتو د بهیر دوام باندې اتفاق لري، او هیله مند دي چې د طالبانو ډله د علمای کرامو دې غوښتنې ته لبیک ووایي او عملي ګامونه پورته کړي.»
مسعود زیاته کړې چې که طالبان په پنجشیر او اندراب کې خپلې حملې او پوځي خوځښتونه ختم کړي، نو دوی (د مقاومت جبهه) حاضره ده چې جنګ سمدستي ختم کړي. د هغه وینا ده چې هیله لري په یوه لویه غونډه کې له علماوو او مصلحینو سره خبرې اترې په هراړخیز ډول دوام پیدا کړي.
د دې خبر پوره تفصیل په دې رپوټ کې لوستلی شئ: