طالبان پنجشیر د نیولو دعوه کوي، د مزاحمت مشر د مزاکراتو وړاندیز کړی
طالبانو د ګل، دوشنبې، په ورځ پنجشیر د نیولو دعوه وکړه او ویې وېل د پنجیشیر د ونیولو په نتیجه کې په ټول ملک کې جنګ ختم شو.
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په خپل بیان کې وویل دا "فتح" جنګ ختموي او د پرامنه ژوند دپاره لاره هواروي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو مطبوعاتو داسې وډیو هم شریک کړي چې د دوی په وېنا پکې په پنجشیر کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په حکومتي ودانیو د طالبانو بېرغونه پورته کړی شوي دي.
د ملي مقاوت جبهې د خارجه چارو مسول مېصم نظري په فېس بک خپل پېغام کې پنجشیر د نیولو د طالبانو دعوه رد کړه. هغه وویل پنجشیر د نیولو د طالبانو عوه "غلطه ده."
نظري وویل د اېن ار اېف وسله وال په پنجشیر کې موجود دي او سټرېټیجګ محاذونه یې نيولي دي او جګړه دوام لري.
هغه وویل د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوي چې د طالبانو او د دوي همکارانو په ضد به یې هلې ځلې د "انصاف او ازادۍ" په ځای کېدو پورې دوام لري.
د وي او ای د رپورټ ترمخه ګڼو سرچینو د پنجشیر په جګړه کې د ملې موقاوت جبهې ترجمان فهیم دشتي او د احمد مسعود د یو تربور جنرل عبدالودود د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د مخالفې ډلې مشر او د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود، چې په پنجشیر کې لا هم د طالبانو مقابلې ته ولاړ دی، وایي د دیني عالمانو د دې وړاندیز هرکلی کوي چې د جنګ ختمېدو ته دې د روغې جوړې لاره انتخاب شي.
تر دې وړاندې د افغانستان رسنیو خبر ورکړی و چې دیني عالمانو په طالبانو غږ وکړ چې په پنجشیر کې د جګړې د ختمولو دپاره دې د مذاکراتو د لارې ستونزې هوارولو ته غاړه کیږدي.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود دا بیان د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپلې فیسبوک پاڼې باندې خپور کړی دی. احمد مسعود پخپل بیان کې لیکلي: «د ملي مقاومت جبهه په بنیادي توګه د روانو ستونزو هوارولو او د جګړې د سمدستي بندېدو او د مذاکراتو د بهیر دوام باندې اتفاق لري، او هیله مند دي چې د طالبانو ډله د علمای کرامو دې غوښتنې ته لبیک ووایي او عملي ګامونه پورته کړي.»
مسعود زیاته کړې چې که طالبان په پنجشیر او اندراب کې خپلې حملې او پوځي خوځښتونه ختم کړي، نو دوی (د مقاومت جبهه) حاضره ده چې جنګ سمدستي ختم کړي. د هغه وینا ده چې هیله لري په یوه لویه غونډه کې له علماوو او مصلحینو سره خبرې اترې په هراړخیز ډول دوام پیدا کړي.
طالبان پنجشیر د نیولو دعوه کوي او مخالفین یې ردوي
طالبانو د ګل، دوشنبې، په ورځ پنجشیر د نیولو دعوه وکړه خو د طالبانو مسلح مخالفین د طالبانو دعوه ردوي او وايي د پنجشیر سټرېټیجېک محاذونه د دوي په قبضه کې دي.
په ټوېټر یو پېغام کې چې داسې ښودل کېدو چې د طالبانو ضد مقاومت د مشر احمد مسعود دی وېل شوي چې دوی په پنجشیر کې موجود دي او جګړه دوام لري. خو دغه ټویټ جعلې وبلل شو.
د دې نه وړاندې هم د ګل، دوشنبې، په ورځ د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې پنجشیر د نیولو دعوه وکړه. مجاهد وویل دا "فتح" جنګ ختموي او د پرامنه ژوند دپاره لاره هواروي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو مطبوعاتو داسې وډیو هم شریک کړي چې د دوی په وېنا پکې په پنجشیر کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په حکومتي ودانیو د طالبانو بېرغونه پورته کړی شوي دي.
د احمد مسعود په مشرۍ کې د ملي مقاوت جبهې د خارجه چارو مسول مېصم نظري په فېس بک خپل پېغام کې پنجشیر د نیولو د طالبانو دعوه رد کړه. هغه وویل پنجشیر د نیولو د طالبانو عوه "غلطه ده."
نظري وویل د اېن ار اېف وسله وال په پنجشیر کې موجود دي او سټرېټیجګ محاذونه یې نيولي دي او جګړه دوام لري.
هغه وویل د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوي چې د طالبانو او د دوي همکارانو په ضد به یې هلې ځلې د "انصاف او ازادۍ" په ځای کېدو پورې دوام لري.
د وي او ای د رپورټ ترمخه ګڼو سرچینو د پنجشیر په جګړه کې د ملې موقاوت جبهې ترجمان فهیم دشتي او د احمد مسعود د یو تربور جنرل عبدالودود د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د «ملي مقاومت» د ډلې مشر احمد مسعود چې د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی دی او د طالبانو خلاف پنجشیر کې جنګېدلی، یو تازه غږیز پیغام خپور کړی او هغه کې یې په ټولو افغانانو غږ کړی چې د طالبانو خلاف دې ملي پاڅون وکړي.
د احمد مسعود دا پیغام په داسې حال کې خپور شوی چې طالبانو د پنجشیر د نیولو دعوه کړې او ویلي یې دي چې پنجشیر کې د مزاحمتي ډلو مشران لادرکه دي.
احمد مسعود پخپل پیغام کې، چې د هغه په فېسبوک پاڼه خپور شوی، ویلي چې د هغه جنګیالي لا هم پنجشیر کې موجود دي. هغه زیاته کړې چې د پنجشېر په دې جنګ کې د هغه د کورنۍ ځیني غړي او رشته داران هم وژل شوي دي.
نور تفصیل په لاندې رپوټ کې ولولئ:
طالبان: پنجشیر ته لارې پرانېستل شوي، خوراک او نور شیان پنجشیر ته منتقل کېدی شي
طالبانو ویلي د پنجشیرلارې خلاصې دي، هلته خوراک او نور شیان پنجشیر ته منتقل کېدی شي او د سیمې بجلي او انټرنېټ او موبایل ټېلې فون به زر بحال کړی شي.
په پنجشیر کې د طالبانو مخالفې مسلح ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د فېس بک دلارې په افغانانو غږ کړی چې د طالبانو په ضد دې «ملي پاڅون» وکړي.
د وي او ای اشنان څانګې د رپورټ ترمخه احمد مسعود د دوشنبې په ورځ سپتمبر۷ (وږي۱۵) په خپل رسمي فیسبوک کې په خپل غږ د شاوخوا ۱۸دقیقو یو بیان او خپلو پلویانو ته پیغامونه خپاره کړي دي.
ښاغلي مسعود په خپلو خبرو کې په پنجشیر ولایت او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د طالبانو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې «د اسلامیت او بشریت ضد» بللي دي.
د طالبانو ترجمان د ګل، دوشنبې، په ورځ پنجشیر د نیولو دعوه وکړه.
ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبري غونډې ته وویل پنجشیر "نیولو او فتح" کولو دپاره په جګړه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.
د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه طالبانو په سوشل میډیا کې وډیوز خبرې کړي چې طالبانو د پنجشیر ولایتي مرکز او د ګورنر یا والي دفتر نیولی دی.
احمد مسعود په خپل پېغام کې وویل چې وسله وال یې په پنجشیر کې موجود دي او د طالبانو په ضد جګړې ته به دوام ورکوي.