طالبان: د نوي حکومت اعلان د "ټېکنیکي" عواملو په سبب ځنډېلی
طالبانو ویلي د نوي حکومت جوړولو کار سر ته رسېدلی دی خو د "تخنیکي" عواملو په سبب یې اعلان ځنډېدلی دی.
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د ګل، دوشنبې، په ورځ کابل کې خبري غونډې ته دا هم وویل چې د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخونزاده ژوندی دی او زر به د خلکو په وړاندې حاضر شي.
د وي اوای د رپورټ ترمخه په کابل د طالبانو د واکمنۍ وروسته د اخونزاده نه ښکاره کېدلو د هغه د ژوند په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
د طالبانو باني ملا محمد عمر د مرګ خبر د هغه د مړېڼې نه دوه کاله وروسته په ۲۰۱۵ کې مخې ته راغلی و.
د وي او ای د رپورټ ترمخه مجاهد وویل د نوي حکومت جوړولو مکمل شوی خو ځینې "ټېکنیکل" (تخنیکي) مسلې لا پاتې دي چې له امله یې د حکومت اعلانېدل ځنډېدلي دي.
په عېن حال کې طالبانو د پنجشیر نیولو دعوه کړې او خو د طالبانو مخالف مسلح ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو دعوه رد کړې او په افغانانو یې غږ کړی چې د طالبانو په ضد دې پاڅونه وکړي.
اېنتني بلېنکن: طالبان ژمن دي چې د افغانستان نه تلونکو خلکو ته به د سفر اجازه ورکوي
د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ویلي نړیواله ټولنه طالبان د دې لوظ ذمه وار بولي چې هر څوک چې د افغانستان نه وتل غواړي طالبان به ورته د بهر تګ اجازه ورکوي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د قطر د سفر په مهال بلېنکن وویل داسې ګمان کېږي چې دا وخت په افغانستان کې د امریکايي شهریانو او هغو خلکو چې غبرګ شهریت لري شمیره یې قریباً 100 تنه ده.
بلېنکن وویل د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په افغانستان کې د دغو کسانو سره په رابطه کې دی چې دا ډول دغه کسان وکړی شي چې د افغانستان نه را ووځي که چېرې دوی غواړي.
د امریکې خارجه وزیر وویل په تېرو 24 ګنټو کې طالبانو امریکایانو ته د بهر تګ اجازه ورکړې او د څلورو کسانو امریکايي کورنۍ د ځمکې د لارې د افغانستانه ووتله.
د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکي وویل چې طالبان د دغه کورنۍ د تګ نه خبر وو خو دغه چارواکي دا و نه وېل چې امریکايي کورنۍ کوم ملک ته د افغانستانه داخله شوه.
په کابل کې د پاکستان په ضد مظاهره کوونکو غږونه: "پاکستانه له افغانستانه ووځه"
په کابل کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په سلګونه ښځو او سړیو د پاکستان سفارت مخته احتجاج وکړو او د پاکستان په خلاف یې نعرې وهلې دي. د طالبانو امنیت ساتونکو کسانو د دې احتجاج د مخنیوي لپاره هوایي ډزې کړې او پر ښځو یې د لښتو ګوزارونه کړي.
کابل ته طالبانو د رسېدو وروسته ښځو پرله پسې احتجاجونه کړي، غواړي چې ښځې په اینده حکومت کې ونډه ولري او د هېواد په ټولو ادارو کې د مخکې غوندې کارونه وکړي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ احتجاج کوونکو نعرې وهلې چې "پاکستانه له افغانستانه ووځه" او له دې سره سره یې د نورو نعرو په ګډون د "ازادي ازادي" نعرې هم وهلې.
احتجاج کوونکو هڅه کوله چې د پاکستان سفارت مخې ته لاړ شي خو امنیت ساتونکو طالبانو یې مخه نیولې ده.
رپوټونه وایي په ډزو کې احتجاج کوونکو ته څه زیان نه دی رسېدلی خو پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ځینو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې طالب وسلوال ښځې په لرګي وهي او شړي یې.
رپوټونه وایي طالبانو ګڼ شمېر هغه خبریالان او کېمره مېنان هم نیولي دي چې دغو احتجاجي مظاهرو ته یې پوښښ یا کورېج ورکاوه.
طالبانو ملا محمد حسن اخوند د لنډ مهالې کابېنې رئیس الوزار یا وزیراعظم وګمارلو
طالبانو د خپلې لنډمهالې کابینه اعلان وکړو چې ملا محمد حسن اخوند یې به یې رئیس الوزار یا وزیراعظم، ملا عبدالغني برادر به د هغه لومړی مرستیال او مولوي عبدالسلام حنفي دویم مرستیال وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ نن په کابل کې خبري غونډې ته په وینا کې خپل حکومت "اسلامي امارت" وباله او خپله لنډمهالې کابینه یې اعلان کړه چې 33 تنه پکې شامل دي او ټول د دې ډلې کسان دي.
د دې لنډمهالي افغان حکومت په کابینه کې مولوي محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني د داخله چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي د خارجه چارو سرپرست وزیر او ملا عبدالحق وثیق د عمومي استخباراتو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.