لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

19:55 13.9.2021

د امریکې خارجه وزیر کانګرس ته د افغانستان په اړه وېنا کوي

د امریکې خارجه وزیر اېنتي بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د کانګرس یوې ډلې ته افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه وېنا کوي. د کانګرس دوو ډلو افغانستان نه د امریکې د وتلو په اړه تحقیقات کوي.

د صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس ځینې غړي او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو، امریکايي شهریانو او افغان اتحادیانو د راوېستلو په طریقه کار تنقید کوي.

صدر جوبایډن
صدر جوبایډن

د وي او ای د رپورټ ترمخه د صدر بایډن په تګلاره تنقید پس له هغې نور هم زیات شو چې د اګست په 26 نېټه د کابل هوايي ډګر سره نژدې د اعش په حمله کې د 169 افغانانو ترڅنګ 13 امریکايی عسکر ووژل شوو.

خو صدر بایډن افغانستان نه د امریکې د انخلا په کلکه دفاع کوي.

بلېنکن به د ګل، دوشنبې، په ورځ د ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټوز د خارجه چارو کمېټۍ او د نهې، سه شنبې، په ورخ د سېنېټ یا ایوان بالا د خارجه چارو کمېټۍ ته وېنا کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه امکان دی چې په کانګرس کې به بلېنکن نه افغانستان نه د امریکايي شهریانو د انخلا په اړه سختې پوښتنې وشي. په دغه امکاني پوښتنو کې دا سوال هم شامل دی چې په داسې حال کې چې صدر بایډن د اپرېل په میاشت کې افغانستان نه د انخلا اعلان کړی و نو د امریکايي شهریانو د راوېستلو دپاره د وړاندې نه ولې ګامونه نه وو اخیستل شوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د کانګرس غړو د استخباراتي معلوماتو د راټولو په امریکايي نظام هم نېوکې کړي چې څنګه یې دا اټګل و نکړی شو چې طالبانو به دومره زر افغانستان ونیسې او صدر اشرف غني به وتښتي او په متحده عرب اماراتو کې به پناه واخلي.

اشرف غني ویلي د خونریزۍ مخنیوي په خاطر د افغانستان نه ووتلو
اشرف غني ویلي د خونریزۍ مخنیوي په خاطر د افغانستان نه ووتلو

20:43 13.9.2021

د قطر خارجه وزیر نن د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې قطر د افغانستان نوي طالب واکمنان دې ته هڅولي چې د ښځو د حقونو درناوی دې وکړي او بل دا چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې (تسلیمولو) باندې غور کولو ته لا ډېر وخت پاته دی.

د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني دا خبرې نن په دوحه کې د فرانس د خارجه وزیر سره په یو ګډ پرېس کنفرانس کې وکړې.

طالبان غواړي چې بهر ملکونه دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، خو د قطر خارجه وزیر کابل ته د تګ نه پس، دوحه کې وویل: «مونږ په دې باور یو چې د (طالبانو د حکومت) تسلیمولو په مسئلې باندې ټینګار کول به اوس مهال د هېچا په ګټه نه وي.»

نور تفصیل په دې لاندې رپوټ کې لوستلی شئ:

20:46 13.9.2021

د هېواد نه وتلي یو شمېر افغان پایلټان متحده عرب امارت ته رسېدلي

ګڼ شمېر افغان پایلټان چې په افغانستان د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته ازبکستان وتلي و اوس متحده عرب اماراتو ته رسېدلي دي.

د امریکې تربیه شوي یو افغان پایلټ رویټرز خبري ادارې ته د خالي یا شنبې په ورځ‌ وویل د امریکې د یوې لوظنامې لاندې د افغان پایلټانو یو ډله د اتوار، یکشنبې، په ورځ متحده عرب امارات ته ځي، که څه هم طالبان د افغان پایلټانو بېرته خپل هېواد ته ستنېدو غوښتنه کوي.

د امریکې خبري ادارې وال سټریټ ژورنال د خالي، شنبې، په ورځ‌ وویل چې افغان پایلټان به په یو درېم ملک کې ځاې کولو وړاندې د قطر په دوحه ښار کې د امریکې پوځي مرکز ته ورځي.

تراوسه پورې دا واضحه نه ده چې ازبکستان کې د 46 جهازونو به څه کیږي چې پکې د راېټرز خبري ادارې ترمخه A-29 جنګي جهازونه او UH-60 بلېک هاک جنګي هیلي کاپټرې شاملې دي.‌

د اګست په 15مه نېټه کابل د طالبانو لاسو ته پرېوتو څو ګهنټې وړاندې 585 افغان پوځیان او د هغوي کورنۍ په 22 پوځي جهازونو او24 هیلي کاپټرو کې ازبکستان ته واوختې
د اګست په 15مه نېټه کابل د طالبانو لاسو ته پرېوتو څو ګهنټې وړاندې 585 افغان پوځیان او د هغوي کورنۍ په 22 پوځي جهازونو او24 هیلي کاپټرو کې ازبکستان ته واوختې

د اګست په 15مه نېټه کابل د طالبانو لاسو ته پرېوتو څو ګهنټې وړاندې 585 افغان پوځیان او د هغوي کورنۍ په 22 پوځي جهازونو او24 هیلي کاپټرو کې ازبکستان ته واوختې.

اوسني او پخواني امریکايي چارواکو راېټرز خبري ادارې ته ویلي طالبانو د ازبکستان په حکومت زور راوړی چې دغه جهازونه او د دې پاېلټان دې افغانستان ته ورکړي.

طالبانو تېره میاشت د افغانستان کنټرول ترلاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د ډرون الوتکو او هیلي‌کاپټرو په شمول جهازونه په خپله ولقه کې اخستي‌ وو او غوښتنه یې کړې په کابل ددوي د قبضې وړاندې چې کوم جهازونه د افغانستان نه بهر وړلی شوي هغه دې بېرته افغانستان ته ورکړی شي.

ازبکستان په امریکا زور راوړی وو چې ددغه جهازونو او پاېلټانو د راتلونکي په اړه ګام پورته کړي ځکه چې دوي د خپل ګاونډي‌ ملکونو سره د دې له کبله د تاو تریخوالي‌ زیاتېدو یره لري.

د اتوار په ورځ‌ شوي دغه پرمختګ په اړه امریکې، ملګرو ملتونو او یا طالبانو په ښکاره څه نه دي وېلي.

15:39 14.9.2021

د طالبانو خارجه وزیر په کابل کې د پاکستاني سفیر سره لېدلي

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدلي او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې امریکې په پاکستان غږ کړی ترڅو چې طالبانو دنړیوالې ټولنې غوښتنې نه وي منلي باید پاکستان د دوئ حکومت په رسمیت ونه مني.

منصور احمد خان دسه شنبې یا نهې په ورځ په ټویټر لیکلي دافغانستان دبهرنیو چارو نوي وزیر سره لیدنه کې یې د دوه اړخېزه اړیکو په پیاوړي کولو اؤ په ځانګړي ډول بشري اؤ معاشي څانګو کې دمرستو په غځولو اؤ د ولسونو ترمنځ په راشه درشه خبرې کړې دي.

پاکستاني سفیر ددې لیدنې نور جزئیات نه دي ښودلي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG