لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

16:01 14.9.2021

رویټرز: په کندهار کې په رزګونو کسانو د طالبانو په ضد مظاهره کړې

د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې په زرګونو کسانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د طالبانو خلاف احتجاج وکړو چې د یو پخواني حکومتي چارواکي او مقامي ټېلې وژن د رپورټ ترمخه پس له هغې شروع شو چې طالبانو د پوځیانو د کورونو اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه احتجاج کوونکي د کندهار والي یا ګورنر د کور مخې ته جمع شوي وو.

يو پخواني حکومتي چارواکي رویټرز ته وویل چې قریباً 3000 کورنیو ته وېل شوي چې په پوځي کالونۍ یا کورونه دې خالي کړي.

رویټرز وايي په دغه سیمه کې زیاتره د پوځ پخواني جرنېلان او د نورو افغان امنیتي ځواکونو عسکر ژوند کوي.

په کابل کې د ځینو مېرمنو د طالبانو په حق کې هم مظاهره کړې ده
په کابل کې د ځینو مېرمنو د طالبانو په حق کې هم مظاهره کړې ده

دغه پخواني حکومتي چارواکي چې د ځینو مظاهره کوونکو سره یې خبرې کړې رویټرز ته وویل په پوځي کالونۍ کې ځینې کورنۍ د تېرو دیرشو کلونو راهسې ابادې دي او اوس ورته د کورونو خالي کولو دپاره درې ورځې نېټه ورکړی شوي ده.

رویټرز وايي د طالبانو ترجمان ورته په کندهار کې د پوځي کالونۍ نه خلکو ته د وتلو د امر په اړه په سمدستي ډول ځواب ورنکړو.

په کابل د طالبانو د واک وروسته په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د طالبانو په ضد مظاهرې شوي دي چې ښځو هم پکې ګډون کړی دی او د خپلو حقونو د تحفظ غوښتنه یې کړې ده. د انساني حقونو ډلې وايي طالبانو د مظاهره کوونکو په ضد د تشدد نه هم کار اخیستلی دی.

د پرله پسې مظاهرو نه وروسته طالبانو ویلي د دوی د اجازت نه بغیر به احتجاجونه نه کېږي.

20:03 14.9.2021

مقتي: افغان سفارتکارانو ته وېل شوي خپل فعالیت دې جاري وساتي

د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقی ویلي د افغانستان کې دننه د خارجه وزارت کارکوونکو او د ملک نه بهر سفارتکارانو ته وېل شوي چې خپل فعالیتونه د دوامداره وساتي.

رویټرز خبري ادارې ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې خبري غوڼدې ته وېنا کې مولوي امیر خان متقي په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې افغانستان سره مرستې دې سیاست سره نه تړي.

هغه د نړیوالو مرسته کوونکو نه وغوښتل چې په افغانستان کې د امدادي کارونو دپاره مالي امداد دې بیا شروع کړي.

په خبري کانفرنس کې، د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، امیر خان متقي د نړیوالې ټولنې شکریه هم ادا کړه چې د هغه په قول افغانستان سره د مرستې دپاره یې د مېلینونو ډالرو امداد ژمنه وکړه. هغه په امریکې غږ وکړو چې په اینده کې دوی سره لېن دېن کې د "پراخ زړه" نه کار واخلي.

ای اېف پي وايي د ښاغلي متقي د خبرو نه یوه ورځ وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان سره د امداد دپاره د یو اشاریه دوه ارب ډالرو ژمنه وکړه.

د طالبانو خارجه وزیر وویل طالبان به د نړیوال امداد پېسې په عقل مندۍ او د غربت په ختمولو مصرفوي.

23:04 14.9.2021

یورپین یونین: طالبانو سره د خبرو پرته بله لاره نشته

د یورپي ملکونو د اتحاد مشر سفارتکار جوزپ بورېل ویلي طالبانو سره د خبرو پرته بله کومه لاره نشته او په کابل کې په سفارتي توګه د موجودګۍ دپاره به د یورپین یونین غړي هېوادونه خپلو کې رابطې کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه ښاغلي بورېل په سټراسبرګ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ یورپي پارلېمنټ ته وویل د افغانستان مسله لا ختمه نه ده او هلته "په واقعاتو د اثر انداز کېدلو دپاره مونږ سره د طالبان راښکیلو پرته بله کومه لاره نشته چې کړوو."

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو خپله موقتي کابینه اعلان کړې خو بل کوم ملک یې حکومت په رسمي ډول نه دي منلی. نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې مېرمنو په نشتوالي مایوسي څرګنده کړې ده.

د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي
د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي

د رویټرز ترمخه د یوپین یونین خارجه وزیرانو طالبانو سره سفارتي تعلقات او امداد د انساني او په خصوصي توګه د مېرمنو د حقونو احترام سره مشروط کړی دی.

جوزپ بورېل وویل طالبانو سره د انساني حقونو په اړه غږېدل په خپل ځان کې د تضاد خبره هم کېدلی شي خو "مونږ به ترې هم په دې مسله پوښتنه کوو."

که څه هم طالبانو ویلي د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي خو د انساني حقونو فعالان او افغان مېرمنې په دې باره کې تشویش لري.

طالبانو واک ته د رسېدو نه وروسته افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې په خبري کانفرس کې په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې افغانستان سره دې مرستې بیا شروع کړي او مرستې دې هغه په قول د سیاست سره نه تړي.

03:32 15.9.2021

طالبانو د نهې/سې شنبې په ورځ نړېواله ټولنه په دې وستایله چې افغانستان سره یې د سلګونه میلینه ډالرو بېړني مرستو ژمنه وکړه، خو د امریکا او نورو ملکونو له اړخه یې د طالبانو په نوي حکومت تنقید، رد کړ.

د طالبانو د حکومت د خارجه چارو نګران وزیر امیر خان متقي چې په کابل کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، وعده وکړه چې طالبان به «په یوه ډېره شفافه طریقه» دا یقیني کړي چې نړېوال امدادونه، مستحقو کسانو ته ورسیږي.

متقي دعوه وکړه چې «زمونږ حکومت پوره ټول شموله دی. په دې کې په واضحه توګه د افغاني ټولنې د هرې برخې نمایندګي کیږي.»

پوره تفصیل تاسو په دې لاندې رپوټ کې لوستلی شئ:

نور کتل

XS
SM
MD
LG