لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

16:16 15.9.2021

بلېنکن: په طالبانو به موجوده بندیزونه په ځای وي

د امریکې د بهرنيو چارو وزير اېنتوني بلينکن ویلي، امریکا به په طالبانو لګيدلي بندېزونه نه لرې کوي خو د ستونزو ښکار افغانانو مرستې به په بشري بنيادونو کوي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې جوړېدونکی لوی بحران بللی دی.

بلينکن د نهې/ سه شنبې په ورځ په کانګرس کې د وېنا په مهال وویل امریکا به د ملګرو ملتونو او غېر دولتي ادارو د لارې به په بشری بنيادونو د افغانانو مرستې دوامداره ساتي، نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې له دې يوه ورځ وړاندې امریکا ويلي وو چې نزدې 64 ملينه ډالره بشري مرستې کوي.

د کانګرس غړو په سېنټ کې د بلينکن نه د افغانستان نه د امریکا د وتلو په اړوند سختې پوښتنې وکړې.

د درې نيم ساعته پورې اورېدنه کې بلينکن ویلي، د اضافي مرستو د لارې به د صحت او خوراک په اړوند ضرورتونه پوره کولی شي، او د ښځو، ماشومانو او لږکيو په ساتنه کې به مرستې کولی شي، چې پکې جينکۍ هم شامل دي او د هغوي سکولونو ته بيا تلو کې به مرستې کولی شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر ویلي، هغه به د بهرنيو چارو د وزارت د يو لوړ پوړي چارواکي نوم ورکړي چې د افغان ښځو، جينکو او لږکيو په ملاتړ پاملرنه وکړي.

17:26 15.9.2021

د القاعده او داعش وسله وال بیا افغانستان ته د تګ اراده لري، امریکايي چارواکی وايي

په افغانستان د طالبانو د واک اختیار ترلاسه کولو وروسته د القاعده او داعش وسله والو يو یوارې بیا نظر افغانستان ته اړولی دی او داسې نښې لیدل کېږي چې د دغو ډلو سله وال افغانستان ته د تګ ارادې لري. دا خبره امریکايي مامورین کوي.

د لوموړنیو رپورټونو ترمخه په تېره هفته کې د وسله والو په خپل منځو کې د خبرو نه دا تاثر اخیستل کېږي چې دوی افغانستان ته د تګ خواهش لري خو د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ځینو وسله والو افغانستان ته سفر شروع کړی دی.

د سي ايی ای ډپټي ډریکټر ډېوډ کوهن افغانستان ته د القاعده د ممکنه حرکت نښې یې لیدل شروع کړي دي.

هغه وویل دا ډېرې ابتدايي ورځې دي خو القاعده اندازً په یو کال کې بیا منظم کېدلی شي. "ظاهره ده، مونږ به په دې د نژدې نه نظر ساتوو."

امریکې سره د سولې په معاهده کې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د بل چا خلاف د ترهګرۍ استعمال ته نه ورکوي.

په امریکا د القاعده د ناین الېون حملو د شملې کلیزې په مناسبت د القاعده مشر اېمن الظواهري په یو وډیو کې څرګند شو. د دې نه وړاندې د هغه د مرګ ګنکوسې خپرې شوي وې.

د وسله والو په وېب پاڼو نظر ساتونکي ادارې سایټ اېنټېلېجنس ګروپ ترمخه په دغه وډیو کې الظواهري وویل چې یروشلم به هیڅ کله هم د یهودیانو ښار نشي.

په کال 2011 کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده باني او مشر اوسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته الظواهري د القاعده مشر ټاکل شوی دی.

15:44 16.9.2021

خليلزاد: د غني تېښتې د واک په پرامنه ډول د انتقال پلان نيمګړی پاتې کړی

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د اګست په نيمايۍ کې يې د طالبانو سره په اخري ساعتونو کې تړون شوی و چې طالبان به د کابل نه بهر وي او د خبرو د لارې به په سياسي توګه د واک انتقال وشي خو د اشرف غني د تېښتې پرېکړې دغه پلان ناکامه کړو.

خليلزاد دغه خبره د (فنانشل ټايمز) سره په مرکه کې کړې ده، هغه ویلي د 15 اګست نه وړاندې دوه اوونۍ يې د طالبانو سره خبرې شوې وې.

خو نوموړي ویلي د غني وتلو په کابل کې امنيتي خلا رامنځته کړه او طالبان کابل ښار ته ننوتل.

خليلزاد زياته کړې چې د دغه تړون د لارې به غني تر هغه وخته په واک کې وو څو پورې په دوحه کې د راتلونکي افغان حکومت دپاره خبره نه وی شوی، باوجود د دې چې طالبان د کابل په دروازه ولاړ وو.

غني د وتلو وروسته طالبان ارګ یا صدارتي ماڼۍ کې ناست لیدل کېږي
غني د وتلو وروسته طالبان ارګ یا صدارتي ماڼۍ کې ناست لیدل کېږي

طالبانو چې په 15 اګست کابل نيولی او افغان ولسمشر اشرف غني د کابل نه وتلی وو نوموړي په 15 اګست د وتلو وروسته په فېس بک ویلي وو،

[د يو سخت انتخاب سره مصادف شوم، که پاتی وی بې شمېره وطنوال شهيدان کېدل او هم به کابل ښار د بربادۍ او وراني سره مخامخ کېدو. طالبان زما د ليري کولو دپاره په کابل کې حاضر وو چې په کابل خونړۍ حملې وکړي، ما د وينې د سېلاب د مخنيوي دپاره غوره وګڼله چې ووځم].

وروسته په 18 اګست په يوه ويډيو کې اشرف غني ويلي وو، که په هېواد کې پاته شوی وی نو د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا [د ډاکټر نجیب الله غوندې] په دار ځړول شوی وی او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وی.

هغه ويلي وو"زه د عزت له مرګه نه وېرېږم خو د افغانستان بې عزتي ماته د منلو وړ نه وه او نه ده".

20:02 16.9.2021


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره ولیدل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نماینده دفتر مشرې ډېبرلاینز په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو موقتي وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.

رویټرز خبري اداره وايي د سراج الدین حقاني نوم د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل دی او د هغه په نیولو کې د مرستې په سر امریکې د 10 مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د سراج الدین حقاني حقاني ډله د طالبانو د تحریک برخه ده چې رویټرز وايي په افغانستان کې د یو شمېر حملو الزام پې لګول شوی دی.

سراج الدين حقاني د عبدالله عبدالله سره په یو ملاقات کې
سراج الدين حقاني د عبدالله عبدالله سره په یو ملاقات کې

د رویټرز ترمخه د ډېبرا لاینز او د سراج الدین حقاني د ملاقات په اړه د طالبانو ترجمان سهیل شاهین په ټوېټر خپل پېغام کې وویل دواړو خواو د بشري امداد په موضوع خبرې وکړې.

شاهین وویل سراج الدین حقاني په دې خبره ټینګار وکړو چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي خپلې هلې ځلې جاري ساتلی شي چې دا ډول افغان ولس ته بغیر د څه خنډ مرستې ورسول شي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي افغانستان د سخت غربت او وشکالۍ سره مخامخ دی خو د طالبانو واک ته د رسېدو نه وروسته حالات نور هم خراب شوي دي، مرسته کوونکو افغانستان سره امداد ځنډولی دی، د حکومتي کارکوونکو په شمول په زرګونو کسان د ملک نه وتلي دي او اقتصادي هلې ځلې ودرېدلي دي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس دا هفته یو نړیوال کانفرنس ته وویل افغانان دا وخت تر ټولو خطرناک وخت سره مخامخ دي.

د سراج الدین حقاني سره د مېرمن لاینز د کتنې په اړه یوناما وویل مېرمن لاینز د دې خبرې په ضرورت ټینګار وکړو چې د ملګرو ملتونو او نورو امدادي ادارو ټولو کارکوونکو ته دې په افغانستان کې بغیر د ویرې د کار کوولو موقع ورکړی شي چې دا ډول افغانانو ته مرستې ورسولی شي. رویترز په خپل رپورټ کې وايي چې په افغانستان کې د امریکې د پوځي عملیاتو په مهال طالبانو په وار وار ملګري ملتونه په هدف کړي وو.

رپورټ وايي د 2009 په یوه پېښه کې طالب وسله والو په کابل کې په یوه مهمان خانه حمله کې د ملګرو ملتونو پنېځه کارکوونکي ووژل.

نور کتل

XS
SM
MD
LG