سیمه ییزو هېوادونو افغان طالبانو سره د رابطو په ساتلو ټینګار کړی
د شېنګايي کواپرېشن ارګنایزېشن یا د همکارۍ شېنګايي تنظیم د غړو ملکونو مشرانو د جمعې په ورځ په خپله غونډه کې وویل په افغانستان کې د انساني کرکېچ د مخنيوي او په اقتصادي توګه ملک د تباهۍ نه بچ کولو دپاره طالبانو سره روابط ساتل ضروري دي.
په تاجکستان کې د اېس سي او د سر مشرانو غونډه به داسې وخت وشوه چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا او د صدر اشرف غني د ملک نه د وتلو وروسته په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یوه میاشت پوره شوي ده.
د ملک د انتظام دپاره طالبانو 33 کسیزه موقتي کابینه اعلان کړې ده.
نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه تنقید کړی چې ټول شموله نه ده او مېرمنې پکې نمایندګي نه لري.
د اېس سي او غونډې ته وېنا کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل طالبان باید ټول شموله حکومت جوړ کړي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه عمران خان وویل طالبان دې د داسې ټول شموله حکومت جوړولو خپل لوظونه پوره کړي چې "ټول قومونه پکې نمایندګي لري."
عمران خان وویل ټول شموله حکومت " افغانستان د ثبات دپاره ضروري دی. د ټولو افغانانو د حقونو د احترام دپاره هم دا ضروري دی او دا یقیني کولو دپاره هم ضروري دی چې افغانستان بیا د ترهګرو پناه ځای جوړ نشي."
عمران خان دا هم وویل د افغانستان د ګاونډیو ملکونو دپاره دا د "راحت وړ" خبره ده چې د هغه په قول په کابل کې د اقتدار انتقال په پرامنه ډول ترسره شو، خون رېزي ونشوه، خانه جنګي ونشوه او په لویه شمېره کې افغانان بې کوره نشول.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د روس صدر ولادېمیر پوټن هم د عمران خان به څیر خبره وکړه او ویې وېل چې په افغانستان کې حکومت وينې د تویولو بغېر وشو چې د هغه په قول "بې شکه مثبته شېبه ده."
د روسي مطبوعاتو په قول ولادېمیر پوټن وویل د افغانستان نوي مامورین پکار ته چې "وهڅول شي چې امن راولي، ټولنیز ژوند معمول ته بوري او د هر چا دپاره امنیت یقیني کړي."
صدر پوټن طالبانو په دې خبره ټینګار وکړو چې نړیواله ټولنه دې د طالبان سره روابط وساتي او د افغانستان منجمد کړی شوي اثاثې ته بحال کړي.
د چین صدر شي جن پېنګ د وډیو دلارې د اېس سي او غونډې ته وېنا وکړه او په طالبانو یې غږ وکړو چې د ترهګرۍ مخنیوي دې وکړي. هغه افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه او نورو یې هم وغوښتل چې افغانستان سره دې کومک وکړي.
امريکايي پوځ د کابل په ډرون حمله کې د ملکي کسانو په وژل کېدو بخښنه وغوښته
د امریکې پوځ تېره میاشت په کابل کې په هغه ډرون حملې بخښنه وغوښته چې پکې د اووه ماشومانو په شمول 10 ملکي کسان وژل شوي دي. امريکايی پوځ دغه حمله تېروتنه وبلله.
پېنټګان ویلي وو چې د اګست په 29 نېټه ډرون حمله کې د داعش ځانمرګي حمله کوونکی په هدف شوی و چې په کابل هوايي اډه د امریکايي ځواکونو دپاره خطر و.
د امریکي د پوځ مرکزي کمانډ مشر جنرل فرېنک مېکېنزي چې په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت هم غاړه لري د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د ډرون حملې په وخت د هغه یقین و چې په کابل هوايي اډه موجود امریکايي ځواکونو دپاره خطر لمېنځه یوړل شو. "زمونږ تحقیقات دې نتیجې ته رسېدلي دي چې دغه حمله غمجنه غلطي وه."
جنرل مېکېنزي وویل هغه نه ګڼي چې په حمله کې وژل شوي کسان د داعش خراسان څانګې سره تړلي وو او یا د امریکايي ځواکونو دپاره خطر وو. هغه ووېل پېنټګان کتنه کوي چې په حمله کې کومو خلکو ته زیان رسېدلی ورته تاوان ورکړی شي.
د امریکې د دفاع وزیر لویډ اسټن په یو بیان کې وویل په ډرون حمله کې ښاغلي احمدي وژل شوی دی چې د یوې امدادي ادار کارکوونکی وو او د داعش خراسان سره یې هېڅ تړون نه و. "مونږ بخښنه غواړوو او کوښښ به کوو چې د دې پېښې نه زدکړه وکړوو."
رویټرز خبري اداره وايي د پېنټګان چارواکو دپاره چې پکې د دفاع وزیر هم شامل دی ، دا غېر معمولي خبره ده چې په شخصي توګه د ملکي کسانو په وژل کېدو بخښنه وغواړي.
په کابل کې د دغه ډرون حملې نه پس زر داسې رپورټونه مخې ته راغلل چې په دې کې ملکي کسان وژل شوي دي. د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد پکې د اووه کسانو د وژل کېدو خبره کړي وه.
د دغه ډرون حملې نه درې ورځې مخکې د کابل هوايي اډې سره نژدې د داعش په ځانمرګي حمله کې د 13 امریکايی عسکرو تر څنګ 169 افغانان وژل شوي وو.
د داعش د حملې نه وروسته د امریکې په ډرون حمله کې په ختیځ افغانستان کې د داعش دوه وسله وال ووژل شوو.
د صحت د نړیوالې ادارې ډبلیو اېچ او مشر کابل ته رسېدلی
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن یا ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبريېسس د ګل، دوشنبې، په ورځ په غېر اعلان شوي سفر د افغانستان سر ښار کابل ته ورسېدو.
د ډبلیو اېچ او مشر په ټوېټر کابل ته د رسېدو تصدیق وکړو او ویې وېل د افغانانو د صحت تحفظ د هغه د ادارې دپاره ډیر زیات اهمیت لري. هغه وویل په دې لړ کې به د صحت د مرکزونو دوره کوي، د ډبلیو اېچ او افغان کارکوونکو سره به وينې او د طالبانو چارواکو سره به خبرې اترې کوي.
کابل نه د وي او ای اشنا څانګې خبریال وايي د طالبانو د صحت وزارت ویلي د ډبلیو اېچ او مشر به د طالبانو سره د ورلډ بېنک د مرستو د ځنډولو په باره کې هم خبرې کوي.
د طالبانو د ثقافتي او اطلاعاتو د کمېشن غړي واسق احمدلله واسق ویلي ښاغلی ګېبریېسس به د طالبانو وزیراعظم ملا حسن اخوند، د هغه نایب ملا عبدالغني برادر او د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم ویني.
د وي او ای اشنا خبریال لیکلي ګېبريېسس د ملګرو ملتونو دویم لوړ پوړی چارواکی دی چې د یوې هفتې نه کم وخت کې د افغانستان سفر کوي. د هغه مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو د خېر ښېګړې ادارې مشر فلېپو ګرېنډي د افغانستان دوره کړې وه.
کابل هوايي ډګر د ملک دننه او د خارجي پروازونو دپاره پرانیستل شو
د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي چې د کابل هوايي ډګر د کورنیو او بهرنیو پروازونو لپاره پرانیستل شو. دا خبر د وي او ای اشنا څانګې د ګل، دوشنبې، په ورځ ورکړو.
د ادارې د نورم او ستندرد مشر غلام جیلاني وفا د ګل، دوشنبې په ورځ امریکا غږ (اشنا څانګې) ته وویل چې په هوايي ډګر کې د نړیوالو پروازونو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی دی.
نوموړي وویل: "د کابل هوايي ډګر د داخلي او بین المللي پروازونو لپاره اماده دی... اسلام اباد، تهران، اوکران، دوحې او قطر څخه ځينې نړیوال پروزاونه، چې بشري مرستې رسوي، پیل شوي دي."
ښاغلي وفا وویل چې د ایران «ماهان» د پاکستان «پي آی اې» او د افغانستان «کام اییر» هوايي شرکتونو د کابل له هوايي ډګر څخه د مسافرینو انتقال پیل کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته یې هم رسمي مکتوبونه استولي دي چې خپل پروازونه پیل کړي.
ده زیاته کړه چې قطر د «هوايي ترافیک او کنترول» په برخه کې مرسته کوي او متحدو عربو اماراتو د هوايي میدان د ترمینل او تجهیزاتو د برابرولو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.