لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

15:46 23.9.2021

امریکايي مامورین ګڼي چې امریکې ته د نورو ډلو نه لومړی داعش خراسان خطر جوړېدلی شي

د افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته امریکا او لویديځ ته داعش خراسان يا په افغانستان کې د داعش سره تړاو لروونکې ډلې تر ټولو لوی خطر جوړېدلی شي، نه چې القاعده چې د طالبانو سره د اوږدې مودي اړيکې دي.

د امریکې د ترهګرۍ ضدلوړ پوړو چارواکو قانون جوړوونکو ته د شورو/ چهارشنبې په ورځ وویل دواړه ترهګرې ډلې چې په سيمه کې يې په خپلو فعالیتونو غځولو تمرکز دی، داسې اشارې ښکاري چې کله دوی داعش ته راغلي دي او د داعش خراسان په نوم پېژندل کيږي، ښايي دا به بدل شي.

امریکا ته د ګواښ په اورېدنه کې د ترهګرۍ ضد د قامي مرکزي ترهګرۍ ضد مرکز مشر کريسټين ابيزېد ويلي، "زما خپله اندېښنه په ځانګړي ډول د داعش خراسان نه ده کومې چې د 26 اګست د برید وروسته مشهورتيا ترلاسه کړې ده".

د امریکې د ترهګرۍ ضدلوړ پوړو چارواکو قانون جوړوونکو ته د شورو/ چهارشنبې په ورځ وویل دواړه ترهګرې ډلې چې په سيمه کې يې په خپلو فعالیتونو غځولو تمرکز دی
د امریکې د ترهګرۍ ضدلوړ پوړو چارواکو قانون جوړوونکو ته د شورو/ چهارشنبې په ورځ وویل دواړه ترهګرې ډلې چې په سيمه کې يې په خپلو فعالیتونو غځولو تمرکز دی

ابيزېد پوښتنې کړي چې،"د دې به زيات تمرکز (توجه) په لويديځ وي؟ د دې تمرکز به په ځايي خاوره وي، کومه يې چې مخکې وه؟".

په 26 اګست د کابل په حامد کرزي نړيواله هوايي اډه په ځانمرګي بريد کې د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون د 160 نه زيات کسان وژل شوي وو.

داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

داعش د دغه بريد وروسته د کابل په هوايي اډه د راکټي بريد زمه واري هم منلې وه.

امریکايي پوځي چارواکي ګڼي چې په افغانستان کې داعش د 2000 پورې سخت دريځه جنګيالي لري خو ځينې بهرنۍ استخباراتي ادارې خيال کوي چې دا شمېرې به د دې نه هم سېوا وي.

21:51 23.9.2021

چین: طالبانو په ضد اقتصادي پابندۍ دې ختمې کړی شي

د چین خارجه وزیر غوښتلي چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ او معاشي بدحالۍ د مخنیوي په غرض دې د دغه ملک په ضد لګول شوي پابندۍ ختمې کړي شي.

وانګ يي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جي ټوېنټي تنظیم غړو ملکونو د خارجه وزیرانو غونډې ته وویل چې دغه تنظیم د افغانستان په همکارۍ کې "تعمیري کردار" ادا کولی شي.

د چین خارجه وزیر وویل "په افغانستان لګول شوي هر ډول یواړخیز قدغنونه دي لرې کړی شي."

د وي او ای رپورټ وايي د طالبانو په کابل کې واک ته د رسېدو وروسته امریکې د افغانستان په اربونو ډالر منجمد کړي دي او نړیوالو مالیاتي ادارو ورلډ بېنک او ايي اېم اېف خپلو وسایلو ته د افغانستان رسايي ځنډولې ده.

د طالبانو ترجمان د خپلې کابېنې دفاع کوي، ویلي یې دي چې مېرمنو ته به پکې وروسته نمایندګي ورکولی شي
د طالبانو ترجمان د خپلې کابېنې دفاع کوي، ویلي یې دي چې مېرمنو ته به پکې وروسته نمایندګي ورکولی شي

وانګ وویل "د افغانستان زرمبادله د دې ملک اثاثه ده چې ملکیت او د استعمال اخیتار یې باید (افغان) ولس ولري په ځای د دې چې دا په افغانستان د سیاسي فشار اچولو دپاره د د جوړ جاړي الالې په ډول استعمال کړی شي."

د وي او ای رپورټ وايي امریکې او نورو ملکونو د طالبانو په رسمیت منل دې سره مشروط کړي چې طالبان به ټول شموله حکومت جوړوي او د انساني او د مېرمنو د حقونو احترام به کوي.

خو نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی.

15:43 24.9.2021

طالبان:د لاسونو پرېکولو سزا به عملي کوو

د طالبانو د زندانونو د ادارې سرپرست ملا نور الدين ترابي ویلي، د اسلام قوانين به په ځای کوي او د تيزندۍ او د لاسونو پرېکولو سزاګانې به ورکولی شي.

ترابي چې د طالبانو د بنياد اېښودونکو څخه دی د طالبانو په مخکنۍ واکمنۍ کې د امر باالمعروف او نهې عن المنکر مشر و، د طالبانو په دغه حکومت کې د کال 1996 نه تر 2001 پورې د طالبانو د نظر اسلامي قوانين نافذ وو او ترابي ويلي هغه قوانين بيا عملي کولی شي.

ترابي چې اوس 60 کلن دی د طالبانو په کابينه کې شامل دی او هغه د ملګرو ملتونو د بندېزونو په فهرست کې هم شامل دی.

د اېسوسې اېټډ پرېس سره په مرکه کې هغه ويلي، طالبانو چې پخوا کومې سزاګانې ورکړي او کله کله به يې په مېدانونو کې سزاګانې ورکولې، هغه دغو سزاګانو ته د نورو غبرګون رد کړی او نړۍ ته يې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په نوې واکمنۍ کې لاس وهنه نه کوي.

ترابي ويلي، "هر څوک په دې نيوکې کوي چې دوی (طالبانو) په مېدانونو کې په ښکاره سزاګانې ورکړي، خو مونږ د دوی د قوانينو د سزاګانو په اړه څه هم نه دي ويلي. مونږ ته دې څوک نه وايي چې زمونږ قوانين به څه وي. مونږ به د اسلام پېروي کوو او د قران قوانين به جوړوو".

نړۍ د طالبانو په مخکني رژيم کې د دوی هغه سزاګانې رد کړې وې چې دوی به ښکاره په مېدانونو کې ورکولې او د سلګونو په شمېره کې به ورته خلک ولاړ وو.

د طالبانو په تيره واکمنۍ کې قانون وو، چې په وژنه کې ککړ مجرم ته به د وژل شوي تن کورنۍ سزا ورکوله او د قاتل په سر به يې يو ډز کولو او ديت به هم قبلېدو، د غلو دپاره د لاس پرېکولو سزا وه او چا چې به په غټو لارو غلاګانې کولې د هغو نه بې لاس او پښه دواړه پرې کول.

19:16 24.9.2021

د طالبانو د حکومت د دفاع نګران وزیر ملا یعقوب منلې چې د طالبانو جنګیالیو په وروستیو کې څو کسان له طالبانو سره د دښمنۍ او مخالفت له امله وژلي دي.‌

د طالبانو د دفاع نګران وزیر ملا یعقوب د طالبانو ټولو غړو ته ویلي دي چې د طالبانو د مشر د بخښنې فرمان عمومي دی او وایي هیڅوک حق نه لري چې دا ژمنه تر پښو لاندې کړي او د دې فرمان په خلاف له چا شخصي انتقام واخلي.

ملا یعقوب طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي که له دې وروسته څوک داسې خپل سري کارونه وکړي د خپل عمل سزا به وویني:

"چې یو ځل معافي وشوه بیا نو هیڅ مجاهد حق نه لري چې د دې عفوې ژمنه ماته کړي او د دې خلاف خپل انتقام واخلي، که په داسې خودسره څوک وژل کېږي یا ورته ګواښ کېږي دا نه د امارت پالیسي ده او نه له شریعت سره اړخ لګوي".

طالبانو د اګست پر پینځلسمه د کابل تر نیولو وروسته د هغو ټولو خلکو لپاره عمومي بخښنه اعلان کړه چې له تېر حکومت یا بهرنیانو سره یې کار کړی وو.

په تېرو شاوخوا شپږو اوونیو کې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو طالبان د بشري حقونو په سرغړونو، د خپلو مخالفانو په وژلو او د خبریالانو او مېرمنو په وهلو ټکولو تورن کړي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG