لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان امن شورا غړی بم چاؤدنه کې زخمي شوی


بم چاؤدنه چې د امن د عالي شورا غړی فاضل احمد پکې زخمی شوی، د اتوار په ورځ غزني ولایت کې په داسې مهال شوي چې ښاغلی احمد په یو موټر کې روان وو. د موټر ډرائیور وژل شوي او گاډې کې ناست نور مسافر زخمیان شوي دي
بم چاؤدنه چې د امن د عالي شورا غړی فاضل احمد پکې زخمی شوی، د اتوار په ورځ غزني ولایت کې په داسې مهال شوي چې ښاغلی احمد په یو موټر کې روان وو. د موټر ډرائیور وژل شوي او گاډې کې ناست نور مسافر زخمیان شوي دي
طالبانو سره د امن مذاکراتو په خاطر جوړ د افغان حکومت د امن شورا یو غړی د سړک په غاړه بم چاؤدنه کې زخمي شوی دی بلخوا افغان چارواکې وايي افغان امنیتي ځواکونو د هیواد په شمال کې ١٨ طالبان وژلې دي.
بم چاؤدنه چې د امن د عالي شورا غړی فاضل احمد پکې زخمی شوی، د اتوار په ورځ غزني ولایت کې په داسې مهال شوي چې ښاغلی احمد په یو موټر کې روان وو. د موټر ډرائیور وژل شوي او گاډې کې ناست نور مسافر زخمیان شوي دي.
د افغانستان د امن عالي شورا ٧٠ غړي لري چې فاضل احمد پکې هم شامل دی. شورا افغان صدر حامد کرزۍ طالبانو سره د مذاکراتو په خاطر جوړه کړې ده.
د امن عالي شورا مشر د افغانستان پخوانی صدر برهان الدین رباني ټاکلی شوی وو خو د کال ٢٠١١ د سپټمبر په میاشت کې کابل کې خپل کور کې په ځانمرگي حمله کې ووژل شو. اوس د هغه ځوی، صلاح الدین رباني، د شورا مشر دی.
په عین حال کې د افغانستان په شمالي جوزجان ولایت کې د ځائې چارواکو د وینا ترمخه افغان امنیتي ځواکونو ١٨ طالبان وژلې. د چارواکو د وینا ترمخه، وژل شوؤ کسانو کې د ولایت لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی والي یا گورنر هم شامل وو.
او د افغانستان ددفاع وزارت ویلي په تیرو دواؤ ورځو کې د هیواد په مختلفو برخو ١۴ عسکر د وسله والو په حملو کې وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG