د پاکستان ناکراره صوبه بلوچستان کې وړمه شپه د نیم پوځي ملېشه ځواک په سرتېرو له شوي خونړي برید وروسته د هیواد پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر بلوچستان صوبې ته رسېدلی اؤ هلته ورته د صوبې د امنیتي وضعې په اړوند احوال تېر کړل شوی دی.
د پوځ مشر ښاغلي جنرال عاصم منیر ویلي،د بهرنیو بادارانو کوم لاسپوڅي چې ترهګرۍ کې ککړ دي، "له هغوي خبر یو اؤ تش په نوم د دوست په څېر دښمن که هر څه هم وکړي پوځ به ورته د قام په مرسته ماتې ورکوي".
جنرال عاصم منیر ترهګرو ته د ماتې ورکولو دا عزم وروسته له هغې څرګند کړو چې د پوځ په وینا وړمه شپه د بلوچستان د قلات ضلعې په منګوچر سیمه کې د وسله والو سره نښته کې د ایف سي ځواک 18 عسکر ووژل شول.
پوځ دعوه کړې چې 23 وسله وال یې هم وژلي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار په خپل بیان کې ویلي، پوځي سر لښکر د اوړمې شپې برید کې د وژل شوؤ عسکرو په جنازه کې ګډون کړی اؤ د ژوبلو سرتېرو د پوښتنې لپاره پوځي روغتون ته ورغلی دی.
د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې د پوځ مشر ته د بلوچستان د امنیتي وضعې په اړوند هر اړخیزه احوال تېر کړل شوی اؤ په دغه بریفنګ کې لوړ پوړو پوځي اؤ استخباراتي چارواکو برخه درلوده.
د پوځ د بیان له مخې، جنرال عاصم منیر په دغه موقعه ویلي چې کله اؤ چرته هم ضرورت پېښېږي پوځ به د دښمنانو د نوغي ویستلو لپاره اړین ګامونه اخلي.
هغه ویلي چې ترهګرو اؤ د هغوي سهولت کارانو ته به پوځ د قام په مرسته ماتې ورکوي.
جنرال منیر د چا له نوم اخستو پرته ویلي، "د بهرنیو بادارانو کوم لاسپوڅي چې ترهګرۍ کې ککړ دي ، موږ پرې خبر یو، دا عناصر د منافقت په غبرګ معیار خپلولو د پردې تر شا بل اړخ ته لوبېږي، خو مونږ به د خپلې خاورې اؤ ولس څخه په دفاع کولو ترهګر معلوموؤ اؤ انجام ته به یې رسوؤ"
د پاکستان پوځي مشر که هر څو د چا نوم نه دی اخستی خو په دې وروستیو کې پرله پسې پاکستاني چارواکو تورونه لګولي چې په بلوچستان کې وسله والې ډلې د بهر څخه حمایه کیږي، بلوڅ وسله والې ډلې وایي د خپلو حقونو لپاره وسله واله مبارزه کوي.
د بلوچستان قلات ضلعه کې اوړمه شپه د ایف سي په سرتېرو د ترسره شوي خونړي برید پړه بیلتون پاله وسله والې ډلې بي ایل اې (ازاد) پر غاړه اخستې ده.
د بي ایل اې ازاد په نامه د وسله والو بلوڅانو دا ډله په کال 2018م کې د بلوڅ لبریشن ارمي څخه جلا شوې وه اؤ اوس پخپل سر وسله وال فعالیتونه کوي.
په دې ورستیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ او سخت دریځې په پېښو کې يو ځل بيا اضافه شوې ده .
د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټوټېوټ فار کنفلیکټ اېنډ سکورټي سټډیز په تازه رپورټ کې ویل شوي چې د کال 2025م په اولنۍ مياشت جنورۍ کې په ګرد هیواد کې 74 ترهګريز بريدونه رېکارډ شوي دي.
د رپورټ ترمخه په دې بریدونو کې 91 کسان وژل شوي دي چې 35 پکې امنیتي عسکر، 20 ملکي وګړي او 36 وسله وال شامل دي.
د رپورټ ترمخه دا شمېرې ښيي چې د تېر کال د دسمبر پرتله په ترهګریزو بريدونو کې 42 سلنه اضافه شوې ده.
په پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو زیاتره ترهګریزو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان اؤ بلوڅ وسله والو ډلو پر غاړه اخستې ده.
Forum