واشنگټن
په نیویارک ښار کې میشته پاکستانۍ امریکائي میرمن عائزه فاطمه ډرامه نگاره او د تهیټر او سټیج ادا کاره ده او غواړي د خپل هنر او ډرامو د لارې امریکا کې میشت مسلمانانو او د پاکستانیانو په حقله منفي تاثر کم کړي.
د عائزه فاطمه مور او پلار د پاکستان نه راغلې وو او هغه خپله د امریکې مسسپې ریاست کې ځیږیدلې ده. خو امریکا کې د ځیږیدو باوجود صفا اردو وايي، هغه زیاتوي پلار يي د اردو ژبې شاعر وو او مور به ورسره هم کور کې اردو ویله نو ځکه يي د اردو وینا ډیره صفا ده.
عائزه فاطمه په حساسو موضوعاتو ډرامه نگاري کړې ده چې پکې په جنسي معاملو بحث هم شامل دی، چې په عامه توگه پاکستانۍ یا د مسلمانانو په ټولنه کې په دغه حساسو معاملو خبرې کول څه ښه نه گڼل کیږي.
عائزه فاطمه د امریکې نیویارک ښار کې ژوند کوي. د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال صداقت جان ورسره د هغې هنر او کار په حقله مرکه کړې ده، تاسو يي دلته اوریدی شۍ: