لاس رسیدونکی لینک

 
امیر مقام: غواړو چې اسناد لرونکي افغان کډوال هم بيرته ستانه شي
تازه خبر

امیر مقام: غواړو چې اسناد لرونکي افغان کډوال هم بيرته ستانه شي


د پاکستان د سېفران مرکزي وزير امیر مقام ويلي، "هغه افغان کډوال چې اسناد نه لري هغو له ګيله نه ده پکار، هغوی به بیرته ځي او چا سره چې قانوني اسناد دي، مونږ غواړو چې داسې ماحول جوړ شي چې دوی ټول هم په عزت سره خپل ملک ته لاړ شي".

امیر مقام دغه خبرې پرون په 16مه فرورۍ په کراچۍ کې د افغان کډوالو يوې دستورې په وينا کې کړي دي.

امیر مقام دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې د جنورۍ په وروستيو کې د اسلام اباد او پېنډۍ څخه د افغان کډوالو ايستلو په اړه يوه حکومتي اعلاميه خپره شوې چې دوی به بل ځای ته منتقل کولی شي.

خو په شپږمه فرورۍ بيا د بهرنيو چارو د وزارت وياند شفقت علي خان ويلي وو، د دغه اعلاميې په اړه څه نه شي ويلي، د کورنيو چارو وزارت څخه دې معلومات وکړل شي.

د تېر کال نومبر په مياشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند اسلام اباد کې د احتجاج په وخت د کورنیو چارو وزير محسن نقوي ويلي وو، د 31م دسمبر وروسته به د اسلام اباد حدودو کې افغان وګړي نه اوسي او که پاتې کيږي د مرستيال کمشنر نه به اجازت نامه اخلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او مهاجرت نړیوال سازمان (آی او اېم) پاکستان کې د افغانانو د بې ځایه کولو په لړ کې په وروستیو پرمختګونو اندېښنه څرګنده ده.

دواړو ادارو په پينځمه فرورۍ ګډه اعلاميه کې ويلي وو، "د 2025 کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې راهسې، د اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغانانو نيول زيات شوي، چې پکې قانوني اسناد لرونکي هم شامل دي، سږ کال تراوسه پورې يواځې د اسلام اباد او پېنډۍ څخه د 800 نه زیات افغانان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، بيرته خپل هيواد ته شړل شوي، او دغه عمل په افغان کډوالو کې نوره ويره سېوا کړې ده".

امير مقام ويلي، دوی د افغان کډوالو په اړه وخت په وخت د ملګرو ملتونو د چارواکو سره ويني، او هغه افغانان چې بهر هيوادونو ته د تلو دپاره پاکستان ته راغلي، او هغو هيوادونو ورسره ژمنه کړې، د هغو ملکونو هم زمه واري ده چې خپلې ژمنې پوره کړي او دا خلک دغو ملکونو ته بوځي.

نوموړي وزير د پاکستان د حکومت هغه دريځ تکرار کړی چې د افغانستان نه پاکستان کې ترهګري کيږي، افغانستان کې واکمنه حکومت دې احساس وکړي او د پاکستان ضد د ترهګرۍ مخه ونيسي.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG