لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پوځ پځای پښتونخوا کې که د پولیسو اؤ سي ټي ډي توان لوړ کړل شي نو امن به ټینګ کړي


د ځېبرپښتونخوا وزیراعلاعلي امین ګنډآپور او د صوبايي حکومت ترجمان بېرسټر سېف
د ځېبرپښتونخوا وزیراعلاعلي امین ګنډآپور او د صوبايي حکومت ترجمان بېرسټر سېف

څېړونکي په خېبر پښتونخوا کې د عملیاتو نه د پوځي عسکرو د پشا کېدو اؤ پولیسو ته د عملیاتو د واک ورکول کېدو فیصلې ته خوشبینه دي اؤ وایي که چرې پولیس پوځ اؤ استخباراتي ادارو ته د جواب ده پاتې کېدو پځای په حقیقي معنو کې خپل کار ته پرېښودل شي نو هغوي له وزیرستانه تر سوات د امن ټینګښت کې یو غوره رول پځای کولی شي.

د څېړونکو وینا ده چې کله پوځ اؤ استخباراتي ادارې د پولیسو پشا ولاړې وي نو د ترهګرۍ په وړاندې به د پولیسو توان لا پسې غښتلی شي اؤ دوي به په خلاص مټ خپل صلاحیتونه پکار راولي.

د جولايي په ۲۵مه په پېښور کې د وزيراعلا علي امین ګنډا پور په مشرۍ کې شوې د اېپکس کمېټۍ د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي چې پوځي چارواکو غونډې ته ویلي په خېبرپښتونخوا کې به پوځي عمليات نه کېږي او د وسله والو په ضد به پوليس او د ترهګرۍ ضد اداره سي ټي ډي اقدامات کوي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي پوځ به د پوليسو او سي ټي ډي په شا ولاړ وي او ملاتړ به يې کوي .

د اېپکس کميټۍ دغونډې په اعلاميه کې ويل شوي د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور پوليسو ته امر کړی چې په ټوله صوبه کې دې بې توپيره کارروايي وکړي.

وزیراعلا پولیسو ته امر کړی که هر وسله وال تن ليدل کېږي هغه دې ونيسي، پرضد دې یې قانوني کاروايي وکړي او د غېرسرکاري وسله والو ډلو دفترونه، اډې يا تلاشي کول غېر قانوني دي .

د ایپکس کمیټې له غونډې وروسته د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند بیرسټر محمد علي سیف وي او ای ډیوه ته ویلي، د ترهګرو سره بنيادي مقابله به سي ټي ډي او پوليس کوي.

هغه وایي د سي ټي ډي او پوليسو د استعداد يا توان لوړولو لپاره د نوې وسلې، د پوليسو د شمیرې زیاتولو ، ګاډو اؤ نورو اړینو توکیو ورکولو وزیراعلا درې اربه اؤ ۳۰ کروړه ډالر بیل کړي دي.

بېرسټر سیف وایي وړومبی به د صوبې جنوبي سيمو ته وسله، نفري اؤ نور اړین شیان ورکول کیږي اؤ تر هغې وروسته به دا لړۍ د صوبې نورو سیمو ته غځولی شي.

د جولايي په ۱۵مه په بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګي بريد شوی ؤ او د پوځ ترمخه په بريد کې اته پوځيان او لس ترهګر وژل شوي وو.

د جولايي په ۱۹مه په بنو کې د امن مارچ په نوم لاريون شوی و او په دغه ورځ په لاریون کې د شوؤ ډزو له امله يو تن وژل شوی او ۲۷ ژوبل نور شوي وو.

د يادې پېښې وروسته ځايي خلکو د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پېل کړی دی.

څو ورځې وړاندې د بنو جرګې غړو وزيراعلا سره د بنو د پېښې اؤ وروستي وضعیت په اړه ناسته کړې وه او ورته يې خپلې ۱۶ غوښتنې وړاندې کړې وې.

څېړونکي وايي که پوځ او استخباراتي ادارې د پوليسو ملاتړ وکړي نو د ترهګرۍ ستونزه حل کېدای شي .

د پېښورپوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته وایي،يقيناَ دا ډېره مهمه پرېکړه ده چې پوليسو ته واک ورکول کېږي.

هغه وایي په دې سيمه کې چې څومره عسکري قوتونو او استخباراتي ادارو کار کړی نو په هغې کې خلکو ته ډېر زيانونه رسېدلي دي.

د نوموړي په خبره" دا مخکې هم د پوليس کار ؤ او اوس هم او پوليسو ته چې واک ورکړل شي او هغوی مجبوره نه کړی شي چې عسکري او استخباراتي ادارو ته به جواب ورکوي نو د وزيرستان نه واخله تر سوات پورې پوليس دا کيسه سمولی شي"

د بنو له پيښې وروسته د خېبرپښتونخوا په مردان، خېبر، صوابۍ، جنوبي وزيرستان، مومند او نورو سيمو کې هم د ترهګرۍ په پېښو کې د زياتوالي په ضد احتجاجي لاريويونه شوي او احتجاج کوونکو ويلي په صوبه کې د نوو پوځي عملياتو عزم استحکام منلو ته تيار نه دي .

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG