ګڼ شمیر فعالانو په ټولنیزو رسنیودا پوښتنه راپورته کړې چې"په اروپایي هیوادونو کې دیو قران په سوځول کیدو دپاکستان په لارو کوڅو کې له قهره ډک احتجاج کوونکي دپښتونخوا په جوماتونو کې دسوؤنو قران شریفونو په سوځول کیدو ولې غلي پاتې دي؟"
تېره ورځ دخېبر ضلعې په علي مسجد سیمه کې دیو جومات دننه دشوي ځانمرګي برید نه وروسته ګڼ شمیر فعالانو په ټولنیزو رسنیو په پاکستان کې د جوماتونو دننه د قران په سوځول کېدو د خاموشۍ په اړه دغه پوښتنه راپورته کړې ده اؤ په خاصه توګه دپاکستان په مذهبي ګوندونو یې نیوکې کړي دي چې ولې ددې ځانمرګي بریدونو پرضد احتجاج ته نه را اوځي؟
دپاکستان میډیا چې بهرنیو هیوادونو کې دقران پاک دبې حرمتۍ پرضد پاکستان کې کیدونکو احتجاجونو ته اکثره څرګنده ځای ورکوي، څېړونکي وایي پښتونخوا کې بیا دجوماتونو دننه بمي چاودنو اؤ دقران پاک دسوځولو پېښې هغه شان نه راپورته کوي اؤ نه په دغه هکله ځانګړې خپرونې اؤ تجزیې خپروي.
روانه میاشت دپاکستان بیلابیلو سیمو کې دسویډن دننه دقران پاک دپېښې سوځول کیدو پرضد سخت احتجاجونه شوي او حتی دپاکستان حکومت هم د قران دتقدس ورځ په سرکاري کچه نمانځلې ده، په دې احتجاجونو کې دپاکستان دمذهبي ګوندونو غږ تر بل هرچا زیات پیاوړی ؤ.
څېړونکي وایي، دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې وخت په وخت دجوماتونو دننه ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې شوي اؤ په دغو چاودنو کې دسوونو په شمیر قران شریفونه سوځیدلي اؤ جوماتونه ړنګ شوي خو تر اوسه یې پرضد پښتونخوا یا دپاکستان کومه بله برخه کې احتجاجي مظاهره نه ده شوې.
دنهې په ورځ دپښتونخوا دقبایلي سیمې خېبر په علي مسجد سیمه کې دیو جومات دننه ځانمرګي برید وشو چې له امله یې ددغه جومات ټوله وداني رانسکوره شوه اؤ په دغه پېښه کې دیو پولیس افسر د وژل کیدو ترڅنګ ګڼ شمیر دقران پاک نسخې په اور کې وسوځیدلې.
دپاکستان دقامي اسمبلۍ پخواني غړي جمشید احمد دستي د علي مسجد سیمه کې د ړنګ شوي جومات عکسونه په ټولنیزه رسنۍ ټویټر خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي ورته چې :
"مونږ د اروپا پرضد خو احتجاج کوو چې هلته د قران مجید بې حرمتي شوې ده خو زمونږ پخپل کور پښتونخوا کې هره ورځ جوماتونه په بمونو الوځول کیږي چې پکې نه یوازې دسوونو قران مجیدونو بې حرمتي کیږي بلکې ګڼ شمیر نمونځ ګزار هم پکې پرته له کوم قصوره شهیدان کیږي"
جمشید دستي وایي په یورپ کې د رامنځته کیدونکو پېښو نه دا ستر ظلم دی
خبریال طاهر خان دعلي مسجد سیمه کې له دجومات دننه دشوې ځانمرګي برید وروسته په ټولنیزه رسنۍ ټویټر پوښتنه کړې ده چې ایا په جومات کې چاودنې یا ځانمرګي برید کوونکي اؤ دهغوي ملګرو ته دا احساس نه دی شوی چې دا دالله کور دی اؤ په جوماتونو کې دقران پاک نسخې هم وي.
هغه وایي که مسلمانان په سويډن اؤ ډنمارک کې دقران د بې حرمتۍ غندنه کوي نو نن په خېبر کې دجومات دشهیدولو دناوړه عمل هم غندي.
وتلي خبریال سلیم ساپي په ټویټر لیکلي هیله ده چې مولانا فضل الرحمان اؤ دنورو مذهبي ډلو مشران به سبا د (علي مسجد) دې پېښې پرضد هم ګرد هیواد کې احتجاجونه وکړي .
سلیم ساپي وایي سویډن کې یوازې یو غیرملسمه یوازې دیو قران بې حرمتي کړې وه خو دلته د قران،جومات اؤ مسلمان دریوواړو سره ظلم وشو ،
نوموړي ویلي که چرې دپاکستان مذهبي ګوندونو ددې پېښې پرضد احتجاج ونه کړو نو معنا به یې داوي چې دوي اصل مقصد یوازې سیاست کول دي
دبشري حقونو اؤ ټولنیزو رسنیو فعال موسا خان خیلجي هم په ټویټر لیکلي په سویډن کې دقران پاک په بې حرمتۍ احتجاج کوونکو مسلمانانو ته خواست دی چې په پښتون وطن کې هره ورځ جوماتونه دسوؤنو قران شریفونو سره په بمونو الوځول کیږي ،په دې مجرمانه خاموشي ولې ده؟
دپاکستان نه بهر چې کله هم دقران دسپکاوي کومه پېښه رامنځته شوې نو تر ټولو وړومبی یې پرضد دپاکستان مذهبي ګوند جومات اسلامي غږ پورته کړی اؤ پاکستان کې یې احتجاجونه کړي دي خو دعلي مسجد په پېښه جومات اسلامي خپلو پلویانو ته داحتجاج هیڅ وینا نه ده کړې.
دجومات اسلامي مشر سراج الحق په ټویټر علي مسجد سیمه کې دشوي ځانمرګي برید غندنه کړې ده خو ددغه چاودنې پرضد یې په احتجاج خاموشي خپله کړې ده.
وي او ای ډیوه د جمعیت علماء اسلام ګوند د دریځ معلومولو لپاره خېبر پښتونخوا کې ددغه ګوند ویاند عبدالجلیل جان سره د ټیلي فون دلارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه ټیلي فون هیڅ جواب ونه ویلو.