لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:پاکستان کې د وفاق او صوبو ترمنځ د وسيلو د وېش فارمولې ته بيا کتنه ضروري ده


په پاکستان کې د قامي وسيلو وېش د اووم نېشنل فنانشل اېوارډ لاندې کېږي چې په کې د صوبو او وفاق مابین د وسيلو لويه برخه زياتې ابادۍ لرونکي صوبې پنجاب ته ځي
په پاکستان کې د قامي وسيلو وېش د اووم نېشنل فنانشل اېوارډ لاندې کېږي چې په کې د صوبو او وفاق مابین د وسيلو لويه برخه زياتې ابادۍ لرونکي صوبې پنجاب ته ځي

د اقتصادي او ابادۍ د چارو ماهران وايي باید چې په پاکستان کې د وفاق او صوبو ترمنځ د قامي وسيلو د وېش فارمولې ته بيا کتنه وشي او په قامي وسيلو کې زياته برخه ډېرې ابادې لرونکي صوبې ته د ورکولو پرځای ددې معېار غربت او پسماندګي وګرځول شي.

نن د ابادۍ نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د کال 2023م د سر شمېرنې ترمخه د پاکستان ټوله ابادي 24 کروړه، 14 لکه او 90 زرو ته رسېدلې ده.

د کال 2023 د سر شمېرنې مطابق دا وخت د هېواد د تر ټولو لوې صوبې پنجاب مجموعي ابادي 12 کروړه، 75 لکه او 80 زره ده، د سيند 5 کروړه، 90 زره، د خېبر پښتونخوا صوبې ټوله ابادي 4 کروړه، 50 لکه او داسې د بلوچستان مجموعي ابادي 1 کروړ، 48 لکه او 90 زره ده.

په پاکستان کې د قامي وسيلو وېش د اووم نېشنل فنانشل اېوارډ لاندې کېږي چې په کې د صوبو او وفاق مابین د وسيلو لويه برخه زياتې ابادۍ لرونکي صوبې پنجاب ته ځي.

ماهران وايي د اووم اېن ايف سي اېوارډ لاندې د قامي وسيلو 82 فيصد برخه د ابادۍ، 2.7 فيصد د ابادۍ د کثافت او د وسيلو 10.3 فيصده د غربت او پسماندګۍ په بنياد د صوبو ترمنځ ويشل کېږي.

ډاکټر افتخار احمد په پاکستان انسټیټیوټ فار ډوېلپمنټ اکنامکس کې د معاشياتو استاد دی،هغه وايي باید چې اوس د وفاق او صوبو ترمنځ د قامي وسيلو د وېش فارمولې ته بيا کتنه وشي.

ډیوه سره خبرو کې ډاکټر افتخار احمد وویل،په پاکستان کې چې د وسيلو د تقسیم کومه موجوده فارمولا ده نو هغه د ضرورت په بنياد د وسيلو تقسيم کوي، او بيا په دې کې ابادۍ ته زيات وزن ورکړی شوی دی.

خو د هغه په وینا "که مونږ نړۍ ته وګورو نو هغوي د وسيلو تقسيم د مساوات او کارکردګۍ په بنياد کوي، کارکردګي ځکه پکار ده چې صوبې خپلې وسېلې پېدا کړي"

د اووم اين ايف سي اېوارډ لاندې د مرکز او صوبو ترمنځ د وسيلو د وېش موجوده فارموله په کال 2010م کې جوړه شوې وه چې ترمخه یې د صوبو برخه د 47 فيصدي څخه 57.5 فيصدو ته رسول شوې وه.

د 2010م اين ايف سي اېوارډ موده پينځه کاله وه خو د هغې راپدېخوا په بل اېوارډ صوبې او مرکز نه دي سلا شوي.

څېړونکي وايي په پاکستان کې تر اوسه پورې داسې يوه سر شمېرنه هم نه ده شوې چې په ورکړل شوو شمېرنو باندې وړو صوبو اعتراض نه وي کړی.

اقتصاد پوهه ډاکټر شاهد محمود وایي،د کال 2023 په سر شمېرنه کې ځېنې تکنيکي ستونزې وې.

د هغه په وینا " لکه که پخوانيو قبایلي سیمو ته وکتل نو شناختي کارډ به یې د هغه ځاې وي خو اوسيږي به په کراچۍ کې نو ایا دغه خلک په کراچۍ کې شمارل شوي دي او که په قبایلي ضلعو کې؟"

نوموړی وایي ،باقي د زياتو اعتراضونو تعلق د سياست سره دی، وړې صوبې په سر شمېرنه ځکه زياتې نيوکې کوي چې په پاکستان کې زيات وساېل زياتې ابادۍ لرونکي صوبې ته ورکول کېږي.

ډاکټر محمود زیاتوي د بلوچستان رقبه د ټول ملک 45 فيصد ده خو هلته ابادي دوه درې فيصده ده نو هغوي ته وسيلې هم د ابادۍ په تناسب ورکړل کیږي

"کوم اين ايف سي چې دی نو په هغې کې 82 فيصده وسېلې د ابادۍ په بنياد صوبو ته ورکول کېږي او ښکاره خبره ده چې په دې کې ګټه پنجاب ته رسي"

د کال 2023م د سر شمېرنې وروسته پاکستان د ابادۍ په لحاظ د دنيا پينځم لويې هېواد دی خو ماهران وايي چې د مرکز او صوبو ترمنځ د قامي وسيلو په تقسيم کې ابادۍ ته زياته برخه ورکول کېږي نو دا موجوده وسایل به د زياتې ابادۍ لپاره کافي نه وي او بله دا چې د وسيلو د وېش دا موجوده فارموله صوبې ابادۍ لا زياتولو ته هڅوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG