لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:د پاکستان ریاست مدام هغه ډلې ځورولي چې د امن اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي خبره کوي


د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د پي ټي اېم د یوې غونډې تصویر
د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د پي ټي اېم د یوې غونډې تصویر

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په پښتون ژغورنې غورځنګ تور لګولی چې پي ټي اېم نه يوازې د تحریک طالبان افغانستان بلکې د تحریک طالبان پاکستان سره هم مکملې رابطې لري او دا د ملکي امنیت د پاره خطره ده.

څيړونکي وايي رياست هغه ډلې مدام ځورولي دي چې د امن او د ترهګري د مخنيوي خبره کوي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په پي ټي ايم دا تورونه په داسې حال کې لګولي چې د شورو په ورځ په ريګي للمه کې د پي ټي اېم د سیوري لاندې د قامي جرګې د برخه والو او امنيتي ځواکونو ترمینځ نښتې شوي دي. پي ټي اېم ویلي درې فعالان يې د پولیس په ډزو وژل شوي او تر ۱۲ پورې نور زخمیان شوي دي.

په پي ټي ايم حکومتي بنديز او د هغوي په ضد د رياستي ادارو اقدام نه يوازې د بشري حقونو نړیوالو ادارو غندلی بلکې د هيواد دننه سياسي ماهرين دا ګام د امن په ضد د رياست تګلاره بولي.

د اسلام اباد څخه وتلی خبریال او څېړونکی اسد علي طور ډیوه سره خبرو کې وایي"کوم تنظیم چې ټوله مبارزه د ټي ټي پي په پاکستان کې د ابادولو، ترهګرو ته د پناه ورکولو او د هغوي سره د رياست د ساز باز خلاف کوي، تاسو په هغه تنظیم بنديز لګوئ، او تور لګوئ چې هغه د ترهګرو سره رابطې لري، دا خو يوه ټوکه ده."

اسد طور وایي "له دې څرګنديږي چې زموږ رياست امن خوښونکي نه خوښوي، که پداسې غورځنګونو بنديز لګي نو پښتانه به فکر کوي چې رياست د امن په ژبه نه پوهيږي او بيا به د خپلو حقونو او د رياست د سر ټيټولو لپاره بله لاره خپلوي ولې چې هغوى دا رياست د ټي ټي پي پر وړاندې په بيا بيا ټيټ ليدلی دی."

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد قانون لاندې د اکتوبر په شپږمه نېټه په پي ټي اېم بندیز لګولی دی.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل د پاکستان په حکومت غږ کړی چې په پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او د غورځنګ د فعالانو په ضد د ترهګرۍ د قوانینو استعمال دې په سمدستي ډول ختم کړي.

د پاکستان د حکومت چارواکي په پي ټي اېم د بندیز دفاع کوي.

پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف هم دعوه کړې چي د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د لومړي سر بيانيه سمه وه خو اوس پکې په کراره کراره تشدد راغلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين دا تورونه ردوي اؤ وايي، د اولې ورځې نه یې بيانيه د امن وه او اوس هم په خپله خاوره امن غواړي، د ايين لاندې پرامنه مبارزه کوي

ماهرين وايي چې پر امنه اجتماعی کول او ولسي ګټو لپاره تنظیمونه جوړول د هر پاکستاني اییني حق دی او دا سمه نه ده چې د پي ټي اېم په څير د پرامنه تنظيم نه دا حق وتروړلی شي.

قانون پوهه اسد خان ډیوه ته وایي ډېرې داسې ډلې شته چې په سترو جرمونو کې ککړې دي خو حکومت هغوي ته څه نه وایي اؤ د پي ټي ایم پشان په پرامنه تحریک بندیزونه لګوي.

هغه زیاتوي،د تحريک طالبان پاکستان مثال زموږ په وړاندې دی، نور داسې تنظيمونه دي کالعدم دي او په فريقه یيز فساداتو کې ښکېل دي، د پاکستاني وګړو په وژنو کې بوخت دي په هغوي باندې خو بنديز ونه لګېدو بلکې د هغوي لپاره خو په قانون کې بدلونونه شوي دي.

د هغه په خبره "هغوى(نورو کالعدم تنظیمونو) ته د سهولت ورکولو لپاره ډول ډول قوانين جوړ شوي دي او تر دې چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال په محفوظ ډول د هېواد نه بهر ولېږل شول، پرځاې ددې چې د هغې پلټڼې وشي نو په يو داسې پرامن غورځنګ بنديز لګول کېږي چې د لا درکه تنانو اؤ په وزيرستان کې د امن خبره کوي، د ترهګرۍ ضد خبره کوي.

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې پي ټي اېم لاقانونه ګرځولی چې پي ټي اېم په 11م اکتوبر خېبر ضلعه کې د پښتنو د قامي عدالت په نوم د جرګې راجوړولو اعلان کړی.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG