لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 روسیې ته د عمران خان سفر څېړوونکي ګټه ور نه بولي


د وزیراعظم دفتر په یو ټويټ کې ويلي د وزیراعظم عمران خان اؤ د کابینې غړي یې د روس دا سفر د روس صدر ولادمیر پوتین په بلنه کوي
د وزیراعظم دفتر په یو ټويټ کې ويلي د وزیراعظم عمران خان اؤ د کابینې غړي یې د روس دا سفر د روس صدر ولادمیر پوتین په بلنه کوي

د اوکراین په شخړه د امریکې اؤ اروپا لخوا په روسیې د بندیزونو د اعلان پس هم وزیراعظم عمران خان د روس دوه ورځنې سفر کوي.

په پاکستان کې څیړونکي وایي روسيې ته د عمران خان د سفر ګټې خو به پاکستان ته دومره نه وي خو د دې آغیز به د پاکستان اؤ امریکې په تعلقاتو غورځیږي ځکه چې اوکراین اروپا ته یو ګیټ وی یا دروازه ده او امریکا په دې معامله ډیر سخته ولاړ ده اؤ امریکې اؤ اروپا لخوا بندیزونو له وجې به هغه هیوادونه هم متاثره کیږي چې د روس په شا ولاړ دي.

د وزیراعظم دفتر په یو ټويټ کې ويلي د وزیراعظم عمران خان اؤ د کابینې غړي یې د روس دا سفر د روس صدر ولادمیر پوتین په بلنه کوي.

روسي‌حکومت ویلي وزیراعظم عمران خان اؤ ولادمیر پوتین به د فرورې په څلوریشتمه نېټه ملاقات کوي.

وزیراعظم عمران خان د روس دا دوه ورځنې سفر په داسې حال کې کوي‌ چې امریکې او یو شمېر نورو ملکونو د اوکراین په سر د روسیې په ضد بندیزونه اعلان کړي دي.

په داسې حالاتو کې د پاکستان وزیراعظم د روس سفر ولې کوي؟ د دې تپوس په ځواب د نړيوالو تعلقاتو څېړوونکی پروفیسر اعجاز خټک وایې چې د دې سفر بلنه روس پاکستان ته ورکړې وه اؤ د دې د پاره یې داسې نېټه په خپله خوښنه ټاکلې وه چې نړۍ ته وښآي چې نور هیوادونه هم د روس په شآ ولاړ دي.

ښاغلي خټک وویل پاکستان د دې جوګه نه دی چې د روس بلنې نه یې انکار کړی و خو په داسې کشیده حالاتو کې به د روس سفر پاکستان ته د ګټو په ځای تاوان ورسوي.

د امریکې د وېلسن سېڼر د جنوبي اسیا د چارو څېړوونکی مایکل کوګل مېن وايي که د اسلام اباد د تناظر نه وکتل شي نو روس ته د عمران خان سفر ځنډېدل به څه معنا ونلري خو د پاکستان دپاره دې سفر سره خطرات تړلي دي.

خبریال نوید حسین وي او ای ډیوه ته وویل د وزیراعظم عمران خان روس ته د سفر په وخت ډیر خلق دا تنقید کوي چې روس په اوکریان د جنګ صورتحال جوړ کړی دی خو دا هم وېل کیږي چې دا سفر ځنډول به په دې هم ښه نه و چې دې نه به د پاکستان لخوا ېو ښه پیغام مخې ته نه راتلو.

وزیراعظم عمران خان دا خبره هم کړې ده پاکستان به اوس د ېو کیمپ برخه نه جوړیږي اؤ د پاکستان خارجه تګلاره به بې طرفه وي.

نوید حسین وایې روس ته د عمران خان د سفر به د پاکستان اؤ د امریکې ترمینځ په تعلقاتو څه ښه آغیز نه وي خو پاکستان مجبوره دی چې د امریکې نه علاوه ځان ته نورې لارې ولټوي.

پاکستان وزیراعظم عمران خان وایې چې پاکستان بې طرفه خارجه تګلاره جوړوي، د دې بیان په هکله د سیاسي چارو پوهاند ډاکټر سرفراز خان ډیوه ته وایې موجوده وخت د پاکستان پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه غواړي چې امریکې سره دې اړیکې ښې کړي اؤ دا اړیکې دې اقتصادي مرستو په بنیاد جوړې کړی شي خو هم په پوځي اسټبلیشمنټ کې بله ډله د امریکې په ځای د روس اؤ چین سره تعلقات ښه کول غواړي اؤ عمران خان هم د دغې ډلې سره ولاړ دی خو دا به پاکستان ته څه ډیرې معاشي ګټې ونه رسوي.

د وزیراعظم عمران خان د روس سفر نه وړاندې پاکستان کې د اوکریان سفیر میډیا ته وویل روسیه د جنګ په ذریعه د دوی په هیواد قبضه کول غواړي اؤ که چېرې په اوکراین برید اوشو نو تاوان به یې د اروپا سره ټولې نړې کاروبار ته رسي اؤ وزیراعظم عمران خان دې دغه مسله خپل سفر په وخت روسي قیادت سره دې پورته کړي.

د نړي وال تعلقاتو ېو پوهاند پروفیسر خورشید احمد وایې چې اوکراین د اروپا د پاره هم دغه شان ېو ګیټ وې دې څنګه چې پاکستان د پاره افغانستان دې.

پروفیسر خورشید وایې چې امریکې خو موجوده وخت په روسیې بندیزونه لګولې دي خو د اوکریان په معامله په هغه هیوادنو هم بندیزونه لګولې شي چې موجوده وخت د روس په شا ولاړ دي.

یو روسي تلویزیون سره خبرو په وخت عمران خان وئیلې دي چې د ېوکرائن شخړې حل د مذاکراتو له ذریعې غواړي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG