لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان کې د عرب اماراتو د 10 بيلين ډالرو سرمايه کاري به خلکو ته د سرمايه کارۍ موقع برابره کړي


د پاکستان حکومت يو ځل بيا دعوه کړې چې عرب امارات د هېواد په بېلا بېلو څانګو کې د 10 بيلينه ډالره د سرمايه کارۍ کولو عزم ښکاره کړی دی۔

پاکستان له دې وړاندې هم وخت په وخت د سعودي عرب او متحده عرب امارات له خوا په هېواد کې د بيلينونو ډالرو د سرمايه کارۍ دعوې کړي خو لا تر دې دمه نه دي عملي شوي۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي د يادو هیوادونو په پاکستان کې د سرمايه کارۍ وروستۍ ژمنې ځکه نه دي پوره شوي چې د پاکستان آي ايم ايف سره د پور پروګرام د ځنډ ښکار و او هېواد د سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ ؤ۔

د پاکستان حکومت ويلي چې متحده عرب اماراتو په پاکستان کې تر 10 اربه ډالرو پورې د سرمایه کارۍ وعده کړې ده۔

د اسلام آباد وینا ده چې عرب اماراتو صدر په ابوظهبي کې د پاکستان د وزیراعظم سره په یو ملاقات کې دا ژمنه څرګنده کړې ده۔

پېښور پوهنتون کې د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر ملک شکيل خان وایي، پاکستان کې چې د سرمایه ګزارۍ کومې ژمنې په دې وروستیو کې شوي داسې بریښي چې سرته به ورسیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "د سرمايه کارۍ په انډيکس کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تاسو به دا ګورئ چې دلته دا سياسي حکومت ناست دی او که نه دی، د هېواد چې کومې سياسي ادارې دي هغه پوره دي که نه دي، نو هغه خلک که سرمايه کاري کوي نو هغوی دې ټولو نکتو ته ګوري".

د نوموړي په وینا "هرکله چې دا ټولې نکتې پوره نه وي نو ( سرمایه کاران ) د هغې اواز خو به تاسو ته درکړي خو د هغې پوره کول نه وي دې وخت کې چې د انویسټمنټ کوم اعلان شوی دی نو زما خيال دا دی چې مخکې به هم لاړ شي او دا به پوره هم شي ځکه چې دې وخت کې پاکستان کې چې څومره سياسي ادارې دي هغه ټولې پوره دي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د اپريل په 16مه د یوې خبري غونډې پرمهال ويلي وؤ چې سعودي عرب به د پاکستان په په بېلا بېلو شعبو کې د 5 بيلينه ډالره سرمايه کاري کوي۔

له دې وړاندې د پاکستان تېر نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي وو چې سعودي عرب او عرب امارات به د 50 اربو ډالرو په دې هېواد کې انوسټمنټ کوي خو دغه دعوې لا تر دې دمه نه دي عملي شوې۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي د متحده عرب امارات له خوا په پاکستان کې د دغې سرمايه کارۍ سره به په هېواد کې د پېسو چلن سېوا شي او خلکو ته به د سرمايه کارۍ کولو زمينه برابره شي۔

پېښور پوهنتون کې د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر محمد هاشم خان وایي"چې دا انویسټمنټ راشي نو مطلب دا چې تاسو په سسټم کې نوې پېسې داخل کړې، پروژې به جوړېږي، انفراسټرکچر به جوړېږي نو هم دغه خلک به راځي په دې کې به خپله برخه هم اچوي او اوچتوي به يې ترې هم".

هغه وایي "که مونږ هغه خلکو ته وګورو چې د پاکستان نه تښتېدلي دي نو هغوي خو په دې وړو وړو خبرو بېرته راتلل ناممکنه ده خو چې کوم خلک په پاکستان کې دي نو د هغوی دپاره به څه نه څه فايده وکړي".

د اقتصادي چارو پوهان وايي که چرې پاکستاني واکمن د دې سرمايه کارۍ نه په سمه توګه ګټه پورته کول غواړي نو په تګلارو کې به ورته اصلاحات کول وي۔

د ډاکټر ملک شکيل خان په وینا پاکستان ته د بهرنۍ سرمایه کارۍ راماتولو لپاره به پاکستان ته پخپلو تګلارو کې اصلاحات راوستل وي.

"ددې دپاره دا ضروري ده چې پاکستان داسې ريفارمز راولي په خپلو پالېسو کې او د هغې په عملي کېدو کې چې د کومې ادارې کوم کار دی هم هغه کار کوي ځکه که بهرنې سرمايه کار راځي نو هغوي به دې ته ګوري چې د مارکيټ څه صورتحال دی هغه ته خو سبا کومه اداره، کوم تن يا ګروپ څه مسلې نه شي جوړولی ځکه چې هغه پېسې لګوي نو د خپلې فايدې دپاره به يې لګوي".

پاکستان کې د متحده عرب اماراتو له خوا د سرمايه کارۍ دا اعلان په داسې حال کې شوی چې پاکستان په نزدې وختونو کې د یو داسې سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوی ؤ چې د اقتصادي سقوط ګنګوسې یې راپورته شوې وې خو بیا یې آی ایم ایف سره د درېوؤ اربو روپو یو لنډ مهاله د پور تړون وکړو اؤ خپل غورځېدلی اقتصاد یې یو څه راپورته کړو۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG