لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د کال ۲۰۱۶ په ځانمرګي حمله کې د وژلو شویو کسانو په یاد کې دستوره، د حملې په اړه د رپورټ د عملي کېدو غوښتنه وشوه


د اتم اګست 2016م د پېښې په ياد کې په کوټه کې د وکيلانو غونډه
د اتم اګست 2016م د پېښې په ياد کې په کوټه کې د وکيلانو غونډه

د بلوچستان او ټول پاکستان وکيلانو د اتم اګست 2016م د وکيلانو د وژنې په تعزيتي غونډه کې غوښتنه وکړه، "د پاکستان سپريم کورټ دې په اتم اګست 2016م د کوټې د وژل شوو وکیلانو د پېښې دپاره د جسټس قاضي فايز عيسا د کمېشن رپورټ عملي کړي". دوی وويل دغه رپورټ په سپريم کورټ کې پروت دی.

د کال 2016م د اګست په اتمه د بلوچستان صوبې د سر ښار کوټې په سېول روغتون کې ځانمرګی بريد شوی، 73 کسان په کې وژل شوي چې 56 په کې وکيلان وو. په پېښه کې د 100 نه زیات کسان ژوبل شوي، په ژوبلو کې هم زياتره وکيلان وو.

د پېښې زمه واري اول تحريک طالبان پاکستان او بیا د جمعيت الحرار په نامه د تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوې ډلې هم منلې وه.

د يادې پېښې د پلټنو دپاره د جسټس قاضي فايز عيسا [نومول شوي چيف جسټس] په مشرۍ عدالتي کمېشن جوړ شوی وو.

د جسټس قاضي فايز عيسا د کمېشن په رپوټ کې ويل شوي وو، "د حکومت او د امنيت خوندي ساتونکو او استخباراتي ادارو د خپلو زمه وارو په سمه توګه د نه ترسره کولو له امله داسې پېښې کيږي"، او د کمېشن په رپوټ کې "د ترهګرو ډلو پر ضد، تش په نامه د عملياتو په ځای په حقيقي توګه د عملي ګامونو" اخيستلو ویل شوي وو.

د کمېشن په رپوټ کې زیاته کړی شوې وه "په سېول روغتون کې د امنیت خوندي ساتلو سم بندوبست نه وو، د پېښې پر وخت په روغتون کې د طبي سهولتونو د نيشتوالي له کبله هم زيات ځاني زیان شوی وو".

د بلوچستان هايکورټ بار اېسوسي د نهې، سه شنبې، په ورځ او د اتم اګست د 2016م د پېښې په ياد کې تعزیتي غونډه کړې، د پاکستان د وکيلانو تنظیمونو مشرانو او استازو په کې ګډون کړی دی.

د غونډې په مهال د بلوچستان هايکورټ د وکيلانو د اتحاديې مشر افضل خان حريفال اېډوکېټ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، که څه هم حکومت څو واره د اتم اګست په پېښه کې د وژل شوو ککړو ترهګرو وژلو دعوې کړي خو دوی یې منلو ته تيار نه دي.

هغه وويل، د کومو خلکو د وژلو دعوې چې شوي هغه واضحه نه دي چې هغه خلک څوک وو؟ نوموړي زیاته کړه، دوی به دغو دعوو ته هغه وخت تيار او مطمين شي چې د قاضي فايز عيسا د کمېشن رپوټ عملي شي او د هغه کمېشن د رپوټ په سپارښتنو عمل وشي.

د سپريم کورټ اېډوکېټ ولي خان ناصر وويل، دا ورځ د وکيلانو دپاره د غمه ډک ورځ ده، اووه کاله وړاندې په دې ورځ نه يواځې مونږ ملګري وکيلان وبايلل بلکې په دغه ورځ د پاکستان د علم او پوهې خاوندان ووژل شو نه يواځې بلوچستان بلکې په ټول ملک ته تاوان اړول شوی وو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه هم د قاضي فايز عيسا د کمېشن په اړه پوښتنې راپورته کړې او وې ويل چې د هغه کمېشن سپارښتنې څومره عملي شوې؟ څوک هم په هغې خبر نه شو.

په غونډه کې وکيلانو قراردادونه او غوښتنې وړاندې کړې، ويې ويل، په بلوچستان، خېبرپښتونخوا کې دې د ناامنۍ مخه ونيول شي او د خلکو مال او ځان دې خوندي کړی شي.

وکيلانو دعوه وکړه، تازه چې حکومت په افيشل سيکرټ اېکټ او پوځي قانون کې کوم بدلونونه کړي دا د بشري حقونو سره په ټکر کې دي دغه بدلونونه دې بيرته واخلي.

وکیلانو غوښتنه وکړه، په ملک کې د نيول شوو سياسي غړو اورېدنې دې په پوځي عدالتونو کې ونه شي، دوی یې ردوي. دغه اورېدنې دې سېول عدالتونو ته منتقل کړی شي.

دوی وويل، په بلوچستان او ټول ملک کې په زوره د خلکو بې درکه کول يو سنګينه ستونزه ده، ټول بې درکۍ خلک دې خوشي کړی شي.

دوی غوښتنه وکړه، د قانون او ايين د سرلوړۍ او جمهوریت دپاره دې بې طرفه نګران حکومت جوړ کړی شي او په ملک کې دې د قانون ترمخه رڼې ټاکنې وشي.

وکيلانو په ملک کې د کرپشن د خاتمې دپاره د ججانو، جرنېلانو، بېورو کرېټانو او سياستوالو پرضد د بې طرفه حساب کتاب کولو وويل او زياته یې کړه، هره اداره دې خپلې شتمنۍ ښکاره کړي.

دوی وويل، په ملک کې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره دې حکومت، قانون نافذونکې ادارې، سياستوال او مدني ټولنه په ګډه يوه کوټلې تګلاره وړاندې کړي.

وکيلانو د سياسي، عدالتي، او عسکري ادارو ترڅنګ د ټولو ادارو په خپل اييني دايره اختیار کې د پاتې کېدو او نورو ادارو کې د لاسوهنې نه کولو غوښتنه هم وکړه.

د هغه وخت د بلوچستان حکومت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي دعوه کړې وه چې په پينځم دسمبر 2016م په ضلع پشين کې د جهانګير باديني په نوم يو ډېر مهمه ترهګر کمانډر په عملیاتو کې وژل شوی او بګټي دعوه کړې وه چې دا د اتم اګست د سېول روغتون د ځانمرګي بريد پلان کوونکی يا ماسټر ماينډ وو.

د بلوچستان د وزير اعلا مير عبدالقدوس تېر کال ويلي وو، په ياده پېښه کې ککړ ترهګر او د هغوي مشران يې انجام ته رسولي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG