لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آصف علي زرداري په دویم ځل د پینځو کالو لپاره د پاکستان صدر غوره شو


د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر آصف علي زرداري په دویم ځل د راتلونکو پینځو کالو لپاره د پاکستان صدر وټاکل شو.

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ویلي چې آصف علي زداري په قومي اسمبلۍ او ټولو صوبایي اسمبلیو کې ټول 411 ووټونه اخیستي او محمود خان اڅکزي ټولې 181 رایې اخیستې دي.

د ښاغلي زرداري په مقابله کې د سني اتحاد کونسل ملاتړ لرونکی کاندید د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی صدارتي کاندید ؤ خو آصف علي زرداري په قومي اسمبلۍ کې د 255 رایو په ترلاسه کولو دغه مهمه څوکۍ وګټله او محمود خان اڅکزي 119 رایې ترلاسه کړې دي.

د صدارتي انتخاب لپاره د رایو ورکولو عمل نن د خالي یا شنبې د ورځې په سهار لس بجې پیل شوی ؤ چې تر مازیګر څلورو بجو یې دوام وکړو اؤ د مرکزي پارلیمان 381 غړو خپلې رایې وکارولې.

آصف علي زرداري د پنجاب اسمبلۍ څخه 246، د سیند اسمبلۍ څخه 151، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ څخه 17 اور د بلوچستان اسمبلۍ څخه 48 رایې ترلاسه کړې۔

د سني اتحاد کونسل کاندید محمود خان اڅکزي بیا د پنجاب اسمبلۍ نه 100، دسیند نه 9، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ نه 91 رایې ترلاسه کړې خو د بلوچستان اسمبلۍ نه یې یوه رایې هم ترلاسه نه کړی شوه.

ټاکل شوې ده صدر زرداري به سبا د اتوار یا یکشنبې په ورځ په دویم ځل د پاکستان د صدر په توګه سوګند کوي.

دا د پاکستان په تاریخ کې وړومبی ځل دی چې یو سول تن پکې په دویم ځل د صدارت منصب ته رسېدلی دی.

تر دې وړاندې په کال 2008م کې ښاغلی آصف علي زرداري په وړومبي ځل د پینځوؤ کالو لپاره د پاکستان صدر منتخب شوی ؤ.

د زرداري مهم کارونه :

هغه د خپل صدارت په وړومبۍ دوره کې ځېنې داسې فېصلې اؤ اقدامات کړي وؤ چې تر ننه ستایل کیږي .

په 8م اپریل کال 2010 م کې هغه د 18م اییني بدلون له منظورېدو وروسته خپل ټول اختیارات پارلیمان ته منتقل کړي وؤ .

ددې تر څنګ هغه ته د "سرحد " صوبې د نوم په خېبر پښتونخوا د بدلولو ویاړ هم ورکول کیږي اؤ په نومبر 2009م کې یې ګلګت بلتستان ته د خپلواکۍ ورکول ګام هم ستایل کیږي.

آصف زداري څوک دی ؟

آصف علي زرداري په کال 1955م کې د پاکستان د یو وتلي سیندي سیاستمدار اؤ جاییداد من شخص حاکم علي زرداري په کور کې سترګې غړولي دي.

حاکم علي زرداري د پاکستان د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو د نزدې ملګرو څخه ؤ اؤ وروسته بیا په نیشنل عوامي ګوند کې شامل شوی ؤ.

د زرداري زده کړې :

آصف علي زرداري خپلې وړومبۍ زده کړې د سنیټ پيټرکس اسکول کراچۍ نه کړي،بیا په کال 1974کې د دادو د کیډټ کالج پټارو نه منځنۍ زده کړې وکړې خو په انټرنیټ د هغه دخپور ژوند لیک له مخې نوموړي وروسته په لاند اسکول اف اکنامکس اینډ بزنس نومې یوه اداره کې داخله اخستې وه خو هغه کله هم دا پخلی نه دی کړی چې ګنې ګریجویشن یې کړی دی.

په وړوکوالي فلمونو کې کار :

په وړوکوالي هغه په کال 1968کې د اردو ژبې په یو فلم ’منزل دور نہیں‘ کې هم د ماشوم اداکار په توګه کار کړی ؤ خو دغه فلم یې فلاپ شوی ؤ اؤ بیا یې په بل فلم کې کار ونه کړو.

سیاست کې یې په عملي ډول برخه په کال 1985 کې اخستې وه اؤ په دغه کال هغه په غیر ګوندي بنیادونو ترسره شوؤ انتخاباتو کې د سیند اسمبلۍ ته د کاندید په توګه خپل کاغذونه جمع کړي وؤ خو بیا یې بېرته اخستي وؤ.

په کال 1987م کې د ښاغلي زرداري واده د پاکستان د ذوالفقار علي بوټو د لور اؤ پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو سره شوی ؤ.

د بې نظیر بوټو نه د هغه د درې اولادونه زوي بلاول بوټو زرداري اؤ دوه لوڼه آصفه اؤ بختاور زیږیدلي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG