لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: کورمه کې د دوؤ ورځو په نښتو کې ۱۰ کسان وژل شوي، ۵۵ ژوبل دي


د سیمې نه یو پولیس چارواکي ډيوه ته د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي تېره شپه په پاړا چنار ښار یو یو درځن زیات راکټونه داغل شوي دي
د سیمې نه یو پولیس چارواکي ډيوه ته د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي تېره شپه په پاړا چنار ښار یو یو درځن زیات راکټونه داغل شوي دي

پولیس وایي په کورمه قبایلي ضلعه کې د ځکمې د ملکیت په شخړه دوه ورځې وړاندې پیل شوې نښتې دوامداره دي اؤ تر اوسه په دې نښتو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي اؤ ۵۵ نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي ضلعي انتظامیې، پوځي اؤ پولیس چارواکو اؤ قبایلي مشرانو سیمه کې د اوربند هڅې چټک کړي خو لا په دې نه دي توانیدلي چې ددې جګړو مخه ونیسي.

پولیس وایي نښتې د کورمې په بیلابیلو کلیو کې روانې دي اؤ دواړه خواوې په یو بل درنې اؤ سپکې وسلې په ازادانه ډول کاروي.

د سیمې نه یو پولیس چارواکي ډيوه ته د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي تېره شپه په پاړا چنار ښار یو یو درځن زیات راکټونه داغل شوي دي.

سرچینې وایي د بوشهره ، ډنډر، بالش خیل، هارکلی،پېواړ اؤ شپینه شګه ګیدو سیمو کې دواړه خواوې په یو بل ناتاره ډزې کوي چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده خو لا د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمیرې نه دي رابرڅېره شوې.

پولیس سرچینې وایي د ترلاسه شوؤ رپورټونه نه ورته واضحه ده چې د دوؤ ورځو په نښتو کې ۱۰ کسان وژل شوي اؤ ۵۵ ژوبل شوي دي.

په دغو سیمو کې د روانو سختو جګړو لا امله خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د جګړې ساحو ته پخپله ورشي اؤ وضعیت یې خلکو ته روښانه کړي.

په کورمه کې د ځکمو د ملګیت پسر د شخړو اؤ نښتو دا لړۍ د ډیرې مودې راهسې دوامداره ده چې اکثره وروسته به په فرقه ییزه نښتو بدله شي اؤ په سیمه کې تر دې مهال په سوؤنو اهل تشیع اؤ سني مسلمانانو په دې جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې وروستیو کې اکثره کورمه کې په روانو ګاډو نامعلومه وسله وال ډزې وکړي چې په هغې کې له مرګ ژوبلې وروسته بیا په سیمه کې فرقه ییزې نښتې پیل کیږي.

د جنورۍ میاشت کې نامعلومو وسله والو کورمه کې د مسافرو په دوؤ ګاډو ډزې کړې وې چې په کې د دوؤ پوځیانو اؤ د طب د یوې طالبعلمې په ګډون څلور کسان وژل شوي او د یو کم عمره ماشوم اؤ دریوؤ پوځیانو په ګډون شپږ تنه نور ژوبل شوي وؤ.

تر هغې وړاندې په 30م دسمبر هم د صدې بازار تر څنګ پېښور ته په روان یو روان فلاینګ کوچ وسله والو ډزې کړې وې چې یو مسافر پکې ژوبل شوی ؤ خو په دغه ګاډي کې د ناست یو بل مسافر په ځوابي ډزو وسله وال تښتېدلي وؤ.

تر دغې پېښې درې ورځې وړاندې د هنګو سره نزدې پاړه چنار ته په تلونکي ګاډي هم وسله والو ډزې کړې وې چې د پولیسو په وینا دوه کسان پکې وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي وؤ.

د شیعه اؤ سني مسلک د پېروګارانو تر منځ د جګړو ودرولو په غرض د منځګړیتوب کوونکې جرګې غړي وايي دغلته دریم قوت متحرک دی چې د شیعه او سني ترمینځ مسلکي فسادونه راپورته کړي.

د کرمې سره تړاو لرونکی خبریال ناصر حسین بنګښ ډیوه ته وايي په نزدې موده کې ګڼ شمیر بریدونه د سوارلیو په تلونکو ګاډو ترسره شوي خو تر اوسه د دې یوې پېښې په تړاؤ هم څوک نه دي نیول شوي.

د بنګښ په وینا په وروستیو کې چې څومره جرګې شوي خلکو پکې د سړک د امنیت غوښتنه کړې خو د جرګو پرمهال یوازې له یو اؤ بل فریق نه مورچې خالي کړل شوې دي.

تر دې وړاندې د کرمې ضلعې څخه د قامي پارلیمان پخواني غړي ساجد توري وي او ای ته ویلي وو ،د بهر نه نامعلومه وسله وال راشي ،عام خلک ووژني اؤ بیا دا پېښې په فریقه ییزه جګړو بدلې شي.

په علاقه کې د بشپړه امن د پاره د مشرانو جرګې دوام لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG