لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټرېلیا په افغانستان کې د ګمارل شويو خپلو پوځي کمانډرانو نه عسکري اعزازونه بېرته اخېستي


د کال ۲۰۱۳ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د اسټرېلوي ځواکونو اخېرۍ دسته د ارزګان ولایت نه ستنېږيږي
د کال ۲۰۱۳ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د اسټرېلوي ځواکونو اخېرۍ دسته د ارزګان ولایت نه ستنېږيږي

اسټرېلیا د خپلو هغه اعلا پوځي کمانډرانو نه چې په افغانستان کې ګمارل شوي وو دې الزامات په سر اعزاونه بېرته اخېستي چې په مشرۍ کې يې د اسټرېلیا عسکر په افغانستان کې په مبینه جنګي جرمونو کې ککړ وو.

د اسټرېلیا د دفاع وزیر رېچرډ مارلس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وفاقي پارلېمنټ ته وویل د پوځ هغه اعلا افسران چې په افغانستان کې يې خدمات ترسره کړي خپلې تمغې یا مېډلې به دلاسه ورکړي. دغه مېډلې زیاتره هغه افسرانو ته ورکول کېږي چې د خپلې وظيفې په مهال يې د غوره مشرۍ مظاهر کړې وي.

پوځي چارواکي د تمغو نه د محرومه کولو تجویز د کال ۲۰۲۰ د برېرنټن نومې رپورټ کړی و. په رپورټ کې د کال ۲۰۰۵ نه تر د کال ۲۰۱۶ پورې په افغانستان کې مبینه جنګي جرمونه ته کتنه شوې وه. رپورټ د "اعتماد وړ شواهد" موندلي چې د اسټرېلیا خصوصي ځواکونو په جنګ کې ۳۹ کسان په غېر قانوني توګه وژلي.

مارلس پارلېمنټ ته وویل اعلا پوځي چارواکي د خپلو یونټو یا د هغو عسکرو د ګامونو ذمه واري وي چې دوی یې سرپرستي کوي. مارلز زیاته کړه د پوځ د یو یونټ مشر د یونټ د کامیابو او د ناکامو دواړو ذمه وار وي.

د اسټرېلیا حکومت نه دي ویلي چې څومره پوخي افسرانو خپلې مېډلې دلاسه ورکړې خو میډیا وايي په دغو افسرانو کې نهه موجوده او پخواني کمانډران شامل دي. د افسرانوشناخت هم نه دی څرګند کړی شوی.

په پوځي کمانډرانو د جنګي جرمونو الزام نه دی لګول شوی خو سزا ځکه ورکړی شوې چې په مبینه توګه يې د خپلو عسکرو د غلط چلند نه سترګې اړولې وې او یا يې د دې اطلاع نه وه ورکړې.

د اسټرېلیا د دفاع شېډو وزیر، د حزب اختلاف غړي چې د حکومت د چارو څارنه کوي، اېنډیو هېسټي پخوانی پوځي دی او په افغانستان کې يې هم خدمات ترسره کړي، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې پارلېمنټ ته وویل د کمانډآرانو دا ذمه واري وه چې د خپلو عسکرو د اقداماتو سرپرستي وکړي. هغه وویل یوازې هغه کسان زمه وار دي چې د بې ګناه خلکو وینا يې تویه کړې ده خو د هغه کسانو چې د مړو تصویران يې لیدلي پکار ده چې په دې اړه پوښتنې کړې وی.

د اسټرېلیا حکومت ټینګار کوي چې د ځواکونو اکثریت يې چې د ۲۰۰۱ نه تر د ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې ګمارل شوي وو په ښه شان خدمات ترسره کړي او د هغو عسکرو ستاینه کوي چې غلطې چارې يې رابرسېره کړي دي.

د اسټرېلیا د لسګونو عسکرو خلاف د مبینه جنګي جرمونو په لړ کې تحقیقات دوام لري. تراوسه په یو پخواني عسکر، اولېور شولز، فرد جرم لګول شوی دی.

حکومت وايي د دې کېسونو د پېچیده نوعیت له امله په فېصله کولو يې کلونو لګېدلی شي. په افغانستان کې په امریکايي ځواکونو هم د جنګي جرمونو الزامات لګول شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG