لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د انساني حقونو صورتحال د تشویش وړ دی، ايچ ار سي پي


د هزاره ټولنې مېرمنې غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته تحفظ ورکړي
د هزاره ټولنې مېرمنې غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته تحفظ ورکړي

د ټول پاکستان په شمول د هېواد په کړکیچ ځپلې صوبې بلوچستان کې هم په کال ٢٠١٧ م کې په فرقه ایز تشدد کې اضافه شوي وه. دا خبره د پاکستان د انساني حقونو غیر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان کړې ده.

د ایچ ار سي پي یو چارواکې ايي ای رحمان د گل، دوشنبې، په ورځ په کوټه کې خبرې غونډې ته وویل تیر کې په بلوچستان کې ۴۴٥ کسان د آئین او د قانون د خلاف ورزیو په پېښو کې ووژل شو.

ښاغلي رحمان وویل تیر کال په بلوچستان کې لږ تر لږه د ٩٠ کسانو مړي ترلاسه شوې دي.

بلوچستان د تیرې څه مودې راهېسې د تشدد سره مخ صوبه ده. حکومتي چارواکې په صوبه کې د تشدد ذمه واري په بیلتون خوښو وسلوالو او مسلح مذهبي ډلو اچوي.

د اتوار، شنبې، په ورځ په کوټه کې مسلح حمله کونکو دوه پولیس ووژل. د بېلتون خوښو بلوڅ ډلو تر څنگ دداعش وسلوالې ډلې هم په ورسیتو کې په بلوچستان کې او په کوټه کې د یو شمیر حملو پړه په غاړه اخېتسې ده.

بلوڅ فعالین وايي د حقونو دپاره د غږ پورته کولو په جواب کې يي حکومتي ادارې د چقولو کوښښونه کوي. د انساني حقونو دپاره کارکونکي وایي په بلوچستان کې خلکو د بې درکه کېدو لړۍ دوام لري.

ايي ای رحمان وویل پکار ده چې د کله بې درکه خلک بېرته ستانه شوي نو تپوسونه ترې وشي چې چېرته نیول شوي وو، چا نېولي وو او په څه جرم نیول شوي وو.

ايي ای رحمان په بلوچستان کې د صحافیانو د تحفظ په اړه هم تشویش څرگند کړو او وې ویل په صوبه کې خبریالان لکه د میچنې د دوو گاڼو په رنگ یو خوا د حکومت او بلخوا د وسلوالو ډلو د فشار دلاندې خپله دنده ترسره کوي.

د ايي ای رحمان د خبرو نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور رپورټ کې دلته اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG