لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ له سپریم کورټ غوښتي د ده تر واکمنېدو پورې دې پر ټیک ټاک ممکنه بندیز وځنډوي


د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د ملک له سپریم کورټ څخه وغوښتل، د سوشل مېډیا پر اېپ ټیک ټیک باندې د فیډرل حکومت ممکنه بندیز دې تر هغه وخته وځنډوي چې د ده حکومت دې مسئلې ته "سیاسي حل" پیدا کړي.

ټرمپ دا غوښتنه په داسې وخت کړې چې د ټیک ټیک ادارې او د بایډن حکومت دواړو عدالت ته درخواستونه ورکړي او امکان څرګندېږي چې د ټرمپ د سوګند تر مراسمو مخکې یې فیصله واورول شي.

په درخواست کې د ټیک ټاک ادارې د اعتراض په توګه له عدالته غوښتي باید د حکومت هغه قانون وځنډوي چې کېدای شي په بنیاد یې د جنورۍ تر 19مې ورباندې بندیز ولګېږي.

خو د بایډن حکومت پر خپل دریځ ټینګار کړی چې وایي دا قانون د امریکا ملي امنیت ته د خطر ختمولو لپاره ضروري دی.

کانګرس د 2024م په اپرېل میاشت کې د رایو له لارې له چینایي کمپنۍ وغوښتل چې که د را روان کال د جنوري تر 19مې ټیک ټاک ونه پلوري بندیز به پرې ولګول شي.

ټیک ټاک او د دې اېپ ملکیت لرونکې کمپنۍ بایټ ډانس له هغه راهیسې په امریکا کې د خپل مشهور اپلیکېشن د آنلاین ساتلو لپاره مبارزه کوي.

ټیک ټاک او بایټ ډانس کمپنۍ غوښتي چې دا قانون ختم کړل شي او سپریم کورټ د دې مقدمې په اورېدو رضا شوی، خو که عدالت د بایټ ډانس په ګټه پرېکړه ونه کړي او کمپنۍ له ټیک ټاکه جلا نه شي د ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې به په امریکا کې پر دې چینایي اېپ بندیز ولګیږي.

عدالت ته په ورکړل شویو اسنادو کې د ټرمپ په حواله ویل شوي، هغه په دې اړه کوم دریځ نه دی خپل کړی چې د دې شخړې بنیادي نوعیت څه دی، خو وایي هغه "په درناوي" له عدالته وغوښتل د دې قانون له مخې د جنورۍ تر 19مې په ټیک ټاک باندې د بندیز پر ځنډولو دې غور وکړي.

ټاکل شوې ده چې عدالت به د جنورۍ په لسمه د دې مقدمې اورېدنه وکړي، خو ټرمپ د جمعې په ورځ په خپلو اسنادو کې عدالت ته ویلي:

"دا مقدمه له یوې خوا د بیان د ازادۍ د حقونو او له بلې خوا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت اندیښنو تر منځ بې ساري، نوی او ستونځمن کړکېچ وړاندې کوي".

په اسنادو کې ویل شوي د عدالت دا ډول د پرېکړې ځنډول به صدر ټرمپ ته د سیاسي حل د لټولو موقع ورکړي چې کېدای شي د امریکې د ایین له مخې د مهمو پوښتنو د پرېکړه لپاره د عدالت اړتیا ختمه کړي.

د بیان د آزادۍ دفاع کوونکو د جمعې په ورځ په جلا توګه د امریکې سپریم کورټ ته وویل چې د چین د ملکیت ټیک ټیک اېپ خلاف د امریکې قانون د ملک د آمرانه دښمنانو له خوا د سنسر نظام ته لاره برابروي.

ټرمپ د دې اوونۍ په پیل کې وویل، ټیک ټیک ته اجازه ورکوي چې د لږ وخت لپاره په امریکا کې فعالیت ته دوام ورکړي ځکه چې وایي د خپل صدارتي کمپېن په مهال ددې ټولنیزې رسنۍ له لارې په اربونو خلکو ته د ده پیغام ورسېد.

د امریکې د انصاف وزارت دعوه کوي چې پر ټیک ټیک باندې د چینایي کمپنۍ کنټرول د امریکې ملي امنیت ته په دوامداره توګه خطر پېښوي او د امریکې د کانګرس اکثر غړي د وزارت د دې دریځ ملاتړ کوي.

خو ټیک ټیک وايي د انصاف وزارت له چین سره د دوی د اېپ اړیکې غلطې بیان کړې دي او وایي د ټیک ټاک د موادو د سپارښتنې انجن او د کاروونکو ډېټا په چین کې نه بلکې په امریکا کې ده.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG