لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان صوبه کې سیاسي کړکیچ


دبلوچستان وزيراعلي اسلم رئيساني اعلان کړى چې هغه به سبا دخپلو ټولو ائتلافيانو سره سپريم کورټ ته وړاندې کيږي
دبلوچستان وزيراعلي اسلم رئيساني اعلان کړى چې هغه به سبا دخپلو ټولو ائتلافيانو سره سپريم کورټ ته وړاندې کيږي
دبلوچستان اسمبلۍ سپيکر محمد اسلم بهوتاني دبلوچستان اسمبلۍ دراغوښتل شوې غونډې مشرۍ کولو څخه انکار کړى.
اسپيکر محمد اسلم بهوتاني وائي چې دعدالتي امر په موجوديت کې دوزيراعلي په وينا داسمبلۍ غونډه رابلل دعدالت سپکاوى دى او هم په دې اساس يې دبلوچستان اسمبلۍ دراغوښتل شوې غونډې دمشرۍ کولو څخه انکار کړى.
ښاغلى اسلم بهوتاني وائي چې ترڅو چې دصوبائي حکومت دقانوني حيثيت تعين نۀ وي شوى داسمبلۍ غونډه نۀ شي راغوښتل کيدى.
دبلوچستان اسمبلۍ سيکرټريټ دوزيراعلي په ائيني حيثيت هم دگورنر سيکريټريټ څخه دوضاحت غوښتنه کړې ده.
په عين حال کې دبلوچستان وزيراعلي اسلم رئيساني اعلان کړى چې هغه به سبا دخپلو ټولو ائتلافيانو سره سپريم کورټ ته وړاندې کيږي.
دبلوچستان اسمبلۍ داسپيکر لخوا داسمبلۍ دغونډې دمشرۍ څخه دانکار په حواله دبلوچستان وزيراعلي وئيلي دي چې ماته د62ؤ غړو ملاتړ ترلاسه دى.
هغه وئيلي دي چې تورونه لگول اسان دي ، بدعنواني دې ثابته او وښودل شي.
رئيساني دا هم وويل بلوچستان کې دبې دريکه شوؤ کسانو دکيس په حواله به سبا سپريم کورټ ته دائتلافيانو سره وړاندې کيږي.
اسلام اباد کې دائتلافيانو سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي رئيساني وويل چې زما دپيپلز پارټۍ غړيتوب ځنډول شوى نۀ دى او دغه غړيتوب هيڅوک نۀ شي معطل کولى.
په عين حال کې دزيارت په ورځ پاکستاني ميډيا داسې خبرونه خپارۀ کړي دي چې دپيپلز پارټۍ قلات ډويژن دبلوچستان دوزيراعلي نواب اسلم رئيساني دپيپلز پارټۍ غړيتوب معطل کړى.
په قلات کې دپيپلز پارټۍ صدر رفيق سجاد وائي چې اسلم رئيساني ته دپارټۍ دنظم وضبط څخه په سرغړونه څو ځله نوټسونه جاري کړل شوي، خو دهغه له لوري کوم ځواب نۀ دى ورکړل شوى چې له دې وروستو پيپلز پارټۍ دهغه غړيتوب په متفقه ډول ددريوؤ مياشتو لپاره معطل کړى.
هم دبلوچستان اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر او پخواني وفاقي وزير سردار يار محمد رند سپريم کورټ کې دعدالت دکمرې څخه نيول شوى دى.
يارمحمد رند ته دټرائيل کورټ له لوري دقتل او تاوان لپاره دتښتونې په مقدمه کې دعمري بند سزا اورول شوې وه او هغه ددغه سزا په ضد ستره محکمه کې اپيل کړى ؤ.
داپيل داوريدنې په مهال دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دهغه دنيولو دامر په کولو سره په ډاگه کړه چې قانون دټولو لپاره برابر دى او امتيازي سلوک نۀ شو کولى.
هغه وويل لمړى به تاته گرفتاري ورکول وي او وروستو به دې دضمانت ددرخواست فيصله کيږي.
په دغه موقع يار محمد رند وويل ټولې سزاگانې ورته په غيرموجوديت کې اورول شوي او دبلوچستان وزيراعلي دهغه دځوې قاتل دى.
دضمانت په درخواست نوره اوريدنه دگل دورځې پورې ځنډول شوې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG