لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش کې د ۱۰۵ کسانو له وژل کېدو وروسته کرفیو لګول شوې اؤ پوځ رابلل شوی


په بنګله دېش کې د رامنځته شوؤ تاوجنو حالاتو له امله د دغه هیواد وزیراعظمې شیخ حسینه واجد په ګرد هیواد کې ګرځبندیز یا کرفیو پر ځای کړې اؤ د څو ورځو د پرله پسې احتجاجي مظاهرو وروسته یې پوځ رابللی دی.

د اې ایف پي خبري شبکې د رپورټ له مخې، د بنګله دېش د وزیراعظمې د دفتر نه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ملک کې د کرفیو پر ځای کولو اؤ پوځ رابللو پرېکړه د د سول انتظامیې د مرستې په خاطر شوې ده.

د شیخ حسینه واجد مطبوعاتي سکتر نعیم الاسلام خان ای ایف پي ته ویلي چې "حکومت د کرفیو پځای کولو اؤ د سویلین چارواکو د مرستې لپاره د پوځ ګمارلو پرېکړه کړې ده".

هغه ویلي دي چې ګرځ بندیز یا کرفیو به سم د واره پر ځای وي.

روانه اوونۍ بنګله دېش کې د طالبعلمانو اؤ پولیسو ترمنځ شوؤ نښتو کې لږ تر لږه ۱۰۵ کسان وژل شوي دي .

ای ایف پي پخپل رپورټ کې وایي چې دا احتجاجونه تر ۱۵ؤ کالو په اقتدار کې له پاتې کېدو وروسته د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد د امرانه حکومت لپاره یو اهم چیلنج دی.

تر دې وړاندې پلازمینه ډهاکه کې پولیسو د لا نور اړي ګړي اؤ تشدد د مخنیوي په هڅه کې د یوې ورځې لپاره په ټولو ولسي غونډو بندیز لګولی ؤ.

د پولیسو مشر حبیب الرحمان ویلي وؤ "مونږ نن ډهاکه کې په ټولو لاریونونو، جلوسونو اؤ ولسي غونډو بندیز ولګولو". د هغه وینا وه چې دا ګام ې د ولس د خوندي کولو په خاطر پورته کړی دی.

خو په جلوسونو اؤ غونډو د بندیز اؤ د انټرنیټ د تړلو د اقدام باوجود هم په دوه کروړه ابادۍ لرونکي دغه ښکار کې د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ د نښتو مخه نه وه نیول شوې.

یو پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای ایف پي ته ویلي چې احتجاج کوونکو طالبعلمانو د منځني بنګله دېش په نرسنګدي ضلعه کې په یو زندان حمله کړې ده اؤ زندان ته د اور لګولو نه وړاندې یې بندیان خوشې کړي دي.

د هغه وینا وه" ماته د بندیانو شمیره معلومه نه ده خو دا به په سوؤنو کې وي".

د ډهاکه میډیکل کالج هسپتال له مخې د جمعې په ورځ پلازمینه کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي.

د هسپتال د مامورینو لخوا ای ایف ته د ورکړل شوؤ معلوماتو له مخې روانه اوونۍ تر اوسه چې څومره وژنې شوي هغې کې تر نیمایي زیاتې وژنې د پولیسو د ډزو له امله شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG