پاکستاني مطبوعات وایي په پلازمینه اسلام اباد کې په یوه خارجي میرمنه له جنسي تیري وروسته د هغې لاس، پېښې تړل شوي اؤ په سړک غورځول شوې ده.
یادې اته ویشت کلنې مېرمنې سلوایي اسټينا پولیسو ته ویلي تر پینځو ورځو پرې پرله پسې جنسي تېری شوی دی.
د پاکستان بیلابیلو رسنیو ویلي دا پېښه تېره ورځ د اسلام اباد د ابپاره پولیس تاڼې په حدودو کې مخې ته راغلې ده اؤ وایي بهرنۍ میرمن چې لاس پښې یې تړل شوي وؤ د سیکټر جي 6 نه موندل شوې ده.
د ابپاره تاڼې پولیسو ویلي دا ښځه د بیلجیم هیواد اوسیدونکې ده اؤ د طبي معایناتو لپاره پولي کلینک هسپتال ته لېږل شوې ده.
په اسلام اباد کې د بلجیم سفارت وایي له دې "غمجنې پېښې" خبر شوي چې په اسلام اباد کې له یوې 28 کلنې ښځې سره شوې ده خو وایي تر اوسه دا نه شي تاییدولای چې دا ښځه د بلجیم شهریت لرونکې ده. سفارت پر خپل ایکس لیکلي:
"خو بیا هم موږ له هغې سره بشپړه مرسته کوو او دا برید په کلکو ټکو غندو. زموږ قونسلر څانګه پېښه له نیزدې څاري او له ځایي چارواکو سره په مخامخ رابطه کې ده چې په تحقیقاتو کې اسانتیا پیدا کړي".
پولیس وایي د سلوایي اسټينا په ښوونه یې پېښه کې ککړ ملزم تمیزالدین نیولی چې هغه هم د جي 6 سیمې استوګن دی.
پولیس وایي په ابتدایي پلټنو کې ورته ملزم تمیزالدین ویلي چې ددغه بهرنۍ مېرمنې ذهني توازن سم نه دی.
د پولیسو وینا ده چې د تیري سره مخ شوې مېرمنه هیڅ د پېژندګلو اؤ سفري اسناد د ځان سره نه لري.
Forum