لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن صدارت ته مخه ښه وویل خو لوظ يې وکړو چې "جګړه نه پرېږدوو"


بايډن او د هغه مېرمن جېل
بايډن او د هغه مېرمن جېل

د امریکې مخکني صدر جوبایډن صدارت او خپل ۵۰ کلن سیاسي ژوند ته مخه ښه وویل خو لوظ یې وکړو چې "جګړه نه پرېږدو." هغه د واشنګټن نه n خپل خاندان سره وخت تېرولو دپاره کېلېفورنیا ته لاړلو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ واشنګټن نه د تګ مخکې بایډن او د هغه مېرمن جېل په وایټ هاوس کې د ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا هرکلی وکړو.

په وایټ هاوس کې د ملاقات وروسته بایډن او ټرمپ په یو موټر کې د کانګرس ودانۍ ته ورغلل او په هغه دستوره کې يې شرکت وکړو چې ټرمپ په کې د صدر په حېث د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو.

د سوګند پورته کولو وروسته، ټرمپ په خپل وړمبي تقریر کې لوظ وکړو چې هغه ټول اقدامات به په مکمله توګه ختموي چې د هغه د پېش رو په حکومت کې اخیستل شوي دي.

د اقتدار د انتقال نه څو ګنټې مخکې بایډن په وایټ هاوس کې د هغه تن هرکلی وکړو چې د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې يې د وایټ هاوس نه بهر کړی و. ټرمپ د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې ماتی نه مني او په کال ۲۰۲۱ کې چې بایډن صدارت ترلاسه کولو نو ټرمپ ورته د داسې ډول شایستګۍ مظاهره نه وه کړې څنګه چې بایډن ټرمپ ته وکړه.

د ټرمپ د تقریر نه وروسته، نوي بایډن او د هغه مېرمن تر هغه هېلې کاپټر پورې بدرګه کړل چې د کانګرس په مېدان يې د پخواني صدر انتظار کولو
د ټرمپ د تقریر نه وروسته، نوي بایډن او د هغه مېرمن تر هغه هېلې کاپټر پورې بدرګه کړل چې د کانګرس په مېدان يې د پخواني صدر انتظار کولو

د ژمي په یخ سحر، بایډن او د هغه مېرمن د ټرمپ او د هغه مېرمن په وایټ هاوس کې هرکلی وکړو او په چایو يې مېلمستیا وکړه.

وایټ هاوس ته د ټرمپ په ورتګ بایډن ټرمپ ته وویل "کور ته پخېر راغلئ."

په وایټ هاوس کې د ملاقات وروسته دواړه سیاسي حریفان په یو موټر کې د کانګرس ودانۍ ته د ټرمپ سوګند پورته کولو دپاره ورغلل او ټرمپ د امریکې د ۴۷ صدر په حېث سوګند پورته کړو.

د سوګند پورته کولو وروسته د صدر په حېث خپل وړمبي تقریر کې ټرمپ وویل په وروستي صدارتي انتخاب کې د هغه بریا دلارې ورته دا اختیار ورکړی شوی دی چې د بایډن د حکومت ګامونه بېرته واخیستل شي.

د ټرمپ د تقریر په مهال بایډن په مخکني قطار کې ناست و او په مخ يې څه تاثرات نه ښکارېدل.

په کوم وخت چې ټرمپ تقریر کولو نو په وایټ هاوس کې عملې د صدر کور د ټرمپ د ورتګ دپاره تیارولو او عملې د بایډن د کور شیان ویستل. د نوي صدر دپاره د وایټ هاوس په تیارولو کې د صدر دفتر یا اوول افس بیا سینګارول هم شامل دی.

په وایټ هاوس کې د پرېس یا د مطبوعاتو دپاره د تالار په دېوالونو د ټرمپ تصویران لګول شوي وو.

deewa
deewa

د ټرمپ د تقریر نه وروسته، نوي صدر بایډن او د هغه مېرمن تر هغه هېلې کاپټر پورې بدرګه کړل چې د کانګرس په مېدان يې د پخواني صدر انتظار کولو او بایډن يې اېنډیوز نومې پوځي مرکز ته بوتللو. په پوځي هوايي اډه بایډن د خپلې عملې سره د مخه ښه په دستوره کې شرکت وکړو.

بایډن د وایټ هاوس عملې ته وویل دوی د مرستې بغېر به یې حکومت خپل کارونه نه وو ترسره کړی شوي. هغه وویل هېڅ صدر دا انتخاب نه شي کولی چې په کوم وخت به تاریخ ته داخلېږي خو دا انتخاب کولی شي چې د کوم ټیم سره تاریخ ته تګ وکړي او مونږ د دنیا د بهترین ټیم انتخاب کړی و.

بایډن وویل که څه هم د صدر د دفتر نه تګ کوي خو "مونږ جګړه نه پرېږدوو." بایډن وویل د ټرمپ ابتدايي تقریر یې واورېدلو او زیاته يې کړه نور زیات کار ورته پاتې دی. هغه بیا په سینه د صلیب نخښه جوړه کړه چې د غېبي مرستې د غوښتلو علامت ګڼل کېږيږ په دې نورو کسانو وخندل.

وروسته بایډن او د هغه مېرمن د امریکې د صدر په خصوصي هوايي جهاز کې چې ایرفورس ون نومېږي کېلېفورنیا ته روان شول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG