لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منتخب صدر ټرمپ د صدر بایډن په بلنه د نومبر په 13مه په سپینه ماڼۍ کې سره ویني


Sept 11 Anniversary
Sept 11 Anniversary

د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د صدارتي ټاکنو له ګټلو وروسته له څو کلونو وروسته په سپینه ماڼۍ کې له صدر جوبایډن سره ویني او د واک د پرامنه منتقلۍ د بهیر پیلېدو په اړه به ورسره خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشرې کېرین ژان پېر د شنبې- خالي په ورځ په یو لنډ بیان کې وویل چې د امریکې ولسمشر جو بایډن منتخب صدر ډآنالډ ټرمپ ته د وایټ هاوس په اوول دفتر کې د لیدنې بلنه ورکړې ده.

کېرین ژان پېر پر خپله ایکس باندې لیکلي، "د صدر بایډن په بلنه به صدر بایډن او منتخب ولسمشر ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ [د نومبر پر 13مه] تر غرمې مخکې په 11 بجې د صدر په دفتر کې سره وویني".

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې د بایډن او ټرمپ ترمنځ د دې لیدنې په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې نور تفصیل به وروسته وړاندې کړي.


د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې دا لیدنه وروسته له هغه کېږي چې صدر جو بایډن په صدارتي‌ انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند د نوماند ډانلډ ټرمپ له بریا وروسته په پرامنه ډول د واک د منتقلۍ ژمنه وکړه.

که څه هم په سپینه ماڼۍ کې دا رنګه لیدنې د تلونکي او نوي‌ راتلونکي صدر تر منځ د امریکې روایت دی او دا تر څه اندازې پورې د امریکې په جمهوري تاریخ کې په سوله ییز ډول د واک د منتقلۍ د پیلېدو نخښه ده.

خو د ریپپلکن ګوند ټاکل شوي صدر ټرمپ چې کله د 2020م په ټاکنو کې له ډیموکرېټ بایډن څخه ماتې وخوړه نو له هغه وروسته هغه د واک تر منتقلۍ مخکې د ناستې لپاره سپینه ماڼۍ ته نه وو وربللی.

ډانلډ ټرمپ د نومبر پر پینځمه د امریکې په صدارتي ټاکنو کې د ولسمشر جوبایډن له مرستیالې کاملا هېریس څخه د الیکټرل کالج په اکثریتي رایو سره ټاکنې وګټلې او سپینې ماڼې ته یې د خپل تاریخي بېرته راتګ لار هواره کړه.

که څه هم پر منتخب صدر ټرمپ باندې د روان کال په پیل کې په رسمي توګه یو لړ مجرمانه تورونه لګېدلي او د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په مهال دوه ځله استیضاح شوی خو د تېرو ټاکنو په نسبت یې دا ځل ډېرې رایې وګټلې.

د امریکې د ټاکنو په اړه ترسره شوې نظرپوښتنې ښيي چې په امریکا کې اقتصادي حالت او انفلېشن یا ګراني د رایې ورکوونکو لویه اندېښنه وه چې د بایډن په واکمنۍ کې د کورونا وبا پرمهال یې لا وده وکړه.

81 کلن بایډن د روان کال په جولای میاشت کې د عمر د زیاتوالي‌ او د خپل ګوند د ټینګار له کبله له ټاکنیزو سیالیو پر شا شو او پر ځای یې کاملا هېریس صدارتي نومانده شوه، چې د هغې تر ماتې خوړلو وروسته بایډن ټرمپ ته د ټاکنو ګټلو مبارکي ورکړه.

بایډن د زیارت- پنجشنبې، په ورځ د ملک له صدارتي انتخاب وروسته ملت ته د وینا په مهال منتخب ډانلډ ټرمپ ته ډاډ ورکړو چې د اقتدار منتقلي به په پرامنه او منظمه ډول ترسره کېږي. تر ده مخکې کاملا هېریس هم د چارشنبې- شورو په ورځ د واک د پرامنه منتقلۍ ډاډ ورکړی وو.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG