لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

توشه خانه ټو قضیه کې له ضمانت وروسته عمران خان په بله مقدمه کې نیول شوی


Pakistan Politics
Pakistan Politics

د اسلام اباد هایکورټ نه په توشه خانه ټو قضیه کې له ضمانت ورکړی کېدو نه وروسته د تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان په یوه بله مقدمه کې نیول شوی اؤ ټاکل شوې نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ به د بدني ریمانډ اخستو لپاره عدالت ته وړاندې شي.

د پاکستان اسټیبلشمنټ ته زیات نزدې ګڼل کېدونکی د عمران خان د ګوند یو پخوانی مشر فیصل واوډا وایي، د عمران خان ستونزې لا زیاتېدونکې دي او د هغه د خوشې کېدو امکان کم دی.

خو د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډاپور بیا ویلي د دوي ګوند به هله ساه اخلي چې خپلې غوښتنې په حکومت ومني اؤ عمران خان راخوشې کړي.

اسلام اباد هایکورټ د چهارشنبې یا شورو په ورځ په توشه خانه ټو قضیه کې د عمران خان ضمانت منظور کړی اؤ د هغه د خوشې کولو امر یې کړی ؤ.

پاکستاني رسنۍ وایي چې په توشه خانه ټو قضیه کې په ضمانت له خوشې کېدو وروسته عمران خان د نیو ټاون په ټاڼه کې د درج یوې بلې مقدمې په اساس نیول شوی اؤ هغه به نن د شورو په ورځ د بدني ریمانډ لپاره عدالت ته وړاندې کړل شي.

د نیوټاوڼ تاڼې په مقدمه کې په عمران خان د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون لاندې مقدمه درج ده اؤ دې مقدمه کې په نوموړي د اړي ګړي جوړولو،پولیسو سره د لاس لګولو اؤ سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو په څېر تورونه لګول شوي دي

ډان نیوز پخپل رپورټ کې ویلي چې هر څو که عمران خان ته په توشه خانه ټو قضیه کې ضمانت ورکړل شوی خو له زندانه ځکه نه شي خوشې کېدای چې په ضد یې 66 نورې مقدمې هم درج دي اؤ له خوشې کېدو مخکې به په دغو مقدمو کې هم د عدالت نه ضمانتونه ترلاسه کوي.

پاکستاني اسټیبلشمنټ ته زیات نزدې ګڼل کېدونکي پخواني وفاقي وزیر اؤ د تحریک انصاف ګوند یو پخواني مشر فیصل واوډا جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې عمران خان له زندانه نه خوشې کیږي بلکې مشکلاتو کې به یې نوره اضافه هم کیږي.

خو د تحریک انصاف ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر اؤ وزیراعلا علي امین ګنډاپور بیا خپل یو بیان کې ویلي چې د دوي ګوند به د ارام ساه اخلي چې په حکومت خپلې غوښتنې ومني اؤ عمران خان له زاندانه راخوشې کړي.

تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر پلازمینه اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی اؤ علي امین ګنډا پور ویلي دغه احتجاج کولو لپاره به دوي کفنونه په سر تړي اؤ تر هغې به اسلام اباد کې احتجاج کوي چې حکومت یې په ګونډو کړی نه وي.

تحریک انصاف ګوند د احتجاج د نه کولو لپاره خپلې څلور مهمې غوښتنې مخې ته راوړي چې په هغې کې یوه د عمران خان اؤ تحریک انصاف د نورو بندي مشرانو د خوشې کولو غوښتنه هم شامل ده.

همدا شان دا ګوند غواړي چې حکومت دې شپږویشتم اییني ترمیم ختم کړی اؤ په انتخاباتو کې د تحریک انصاف سره د شوې ټګۍ د پلټنو لپاره دې هم کمیشن جوړ کړل شي.

د پاکستان وتلي جرنلسټ سهیل وړایچ په جیو رسنۍ خپله یوه تجزیه کې ویلي چې کیدای شي د تحریک انصاف ګوند د احتجاج د مخې نیولو لپاره پي ټي آي ته د هغوي د بندي مشرانو اؤ فعالانو د خوشې کولو اؤ هم انتخاباتو کې د ټګۍ د تورونو د پلټنو کولو باور ورکړل شي .

فیصل واوډا هم ویلي کیدای شي چې پي ټي آي د خپل اعلان کړي احتجاج نه تیره شي خو علي امین ګنډا پور وایي چې دوي لپاره اوس ددې نعرې عملي کولو وخت رارسیدلی چې "اب نہیں تو کبھی نہیں، ہم نہیں تو کون" [مانا دا چې که اوس ونه شي نو بیا کله هم نه کیږي اؤ که که مونږ نه یو نه څوک به وي].

علي امین ګنډا پور ویلي چې عمران خان زمونږ د راتلونکو نسلونو لپاره جګړه کوي او مونږ به هغه نه مایوسه کوؤ.

د عمران خان مېرمنې بشرا بي بي له وړاندې واضحه کړې ده چې احتجاج کې د ګوند د مشرانو د کارکردګۍ په بنیاد به راتلونکو انتخاباتو لپاره د ګوند ټکټونه ورکول کیږي.

هغې ویلي چې د ګوند مشران باید د 24م نومبر احتجاج په هر حال کامیاب کړي اؤ ځانونه دې له ګرفتاریو هم بچ کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG